1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت د تور ليست څخه د طالبانو د نومونو د پاکولو غوښتنه کړې

۱۳۹۰ خرداد ۱۷, سه‌شنبه

يو پياوړي ديپلومات د سې شنبې په ورځ وويل چي افغان چارواکو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا څخه غوښتي چي د 50 طالبانو نومونه د دغه سازمان د تور ليست څخه پاک کړي.

https://p.dw.com/p/11W0i
وسله وال طالبان
وسله وال طالبانانځور: picture-alliance/dpa

د ملګر ملتونو د امنيت شورا د طالبانو او القاعدې د تحريمونو کميټه بايد د رواني مياشتي تر نيمايي پريکړه وکړي چي ايا د دغو 50 طالبانو نومونه د خپل تور ليست څخه پاک کړي او که نه.

په کابل کي ميشت غربي چارواکي وايي چي دوی هڅه کوي چي د طالبانو سره اړيکي ټينګي کړي خو دغه چارواکي ټينګار کوي چي دا کار لا اوس په ډيرو لومړيو پړاونو کي دي.

افغان ولسمشر، حامد کرزي، هم د طالبانو سره د خبرو دپاره د سولي عالي شورا جوړه کړه. کرزي څو واري پر طالبانو د سولي ږغ کړی. خو ده ويلي چي طالبان بايد د سولي له پاره د افغانستان اساسي قانون ومني او خپلي وسلي پر ځمکه کښيږدي.

د کرزي دغه غوښتني تل مدام د طالبانو لخوا په کلکه رد سوي. طالبانو افغان دولت سره د سولي کولو له پاره لومړني شرط، د افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل په ګوټه کړي دي.

ملګرو ملتونو ته د آلمان استازي او د دغه سازمان د امنيت په شورا کي د القاعدي او طالبانو په وړاندي د تحريمونو د کمېسيون مشر، پيتر ويتيج، کابل ته د خبل سفر پر مهال وويل چي افغان حکومت د ده د کمېسيون څخه غوښتي ترڅو د 50 کسانو نومونه د تور ليست څخه پاک کړي.

دغه چارواکي ويلي چي ملګري ملتونه د افغان حکومت او نړيوالي ټولني د هغو هلي ځلي چي په افغانستان کي يي د سولي د راوستلو په موخه ترسره کوي هرکلی کوی.

ده همداراز زياته کړي چي ښايي د ټولو 50 کسانو نومونه د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا د تحريمونو د ليست څخه پاک نه سي.

ښايي دغه وړانديز د ځيني هيوادونو د مخالفت سره مخامخ سي. چين، هندوستان او روسيه د هغو هيوادونو په ډله کي دي چي د دغو کسانو د نوم د پاکولو سره به مخالفت وکړي.

اوس مهال د ملګرو ملتونو په تور ليست کي د 486 کسانو نومونه شامل دي چي د دغو کسانو له ډلي څخه 138 يي طالبان دي.

هغه کسان چي نومونه يي د ملګرو ملتونو د تحريمونو په ليست کي شامل دي، نه سي کولای چي نړيوال سفرونه تر سره کړي او شتمني يې هم کنګليدای سي.

يو غربي ديپلومات چي د نوم د نه بربنديدو په شرط يي خبري کولې ويلي چي د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا د طالبانو او القاعدې په وړاندي کمېسيون کيدای سي چي پر دوو جلا جلا برخو وويشل سي.

دغه ديلومات زياتوي چي له دغه کار سره به د امنيت شورا د طالبانو او القاعدې غړو سره په جلا توگه برخورد وکړي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل