1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اف بي آی: روسیه په شدت سره د امریکا په ټاکنو کې لاسوهنه کوي

۱۳۹۹ شهریور ۲۹, شنبه

د امریکا متحده ایالاتو د فدرالي پولیسو د ارزونې له مخې روسیه د امریکا په انتخاباتو کې د دیموکراتانو د نوماند په زیان مداخله کوي. پر روسیې تورلگول کیږي چې د ۲۰۱۶م کال په ولسمشریزو ټاکنو کې یې د ترمپ په گټه لاسوهنه کړې وه.

https://p.dw.com/p/3ifDc
USA I Anhörung im Kongress I Christopher Wray
انځور: Chip Somodevilla/Pool/Reuters

د امریکا متحده ایالاتو د فدرالي تحقیقاتي پولیسو (اف بي آی) ارزونې ښېې چې روسیې د امریکا متحده ایالاتو پر ولسمشریزو ټاکنو د تاثیر اچونې په موخه، د دغه هیواد د دیموکرات گوند نوماند جوبایډن د کمزورې کولو پراخې هڅې پيل کړي دي.

د رویټرز خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ د «اف بي ای» مشر کریستوفر رای د پنجشنبې په ورځ د امریکا د استازو مجلس د داخلي چارو کمیسیون ته په وینا کې وویل دوی د ۲۰۲۰م کال په ټاکنو کې د روسیې د «ډیرې زیاتې فعالانه» هڅې د عواملو شاهدان یو.

نوموړی وایي چې دا هڅې د نومبر د دریمې په ټاکنو کې د اوسني ولسمشر دونالد ترمپ د سیال د بدنامولو په خاطر روانې دي. د «اف بي ای» مشر ټینگار کوي چې له مسکو څخه کنترولیدونکي عوامل په دوامداره توگه د ناسمو معلوماتو په خپرولو سره کوښښ کوي د جوبایډن په ټاکنیز کمپاین کې «اختلاف او بی اتفاقۍ» رامنځته کړي.

د امریکا متحده ایالاتو امنیتي ادارې په دې باور دي چې دا دقیقا هم هغه چلند دی چې روسیې په ۲۰۱۶م کال کې د هغه وخت د دیموکراتانو نوماندې هیلري کلنټن په زیان پر لاره اچولی وو.

چین، روسیې او ایران ته خبرداری

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار رابرت اوبراین، د سپتمبر میاشتې په ۱۴ نیټه په یوه خبري کنفرانس کې چین، روسیه او ایران د امریکا د جمهوري ریاست په ټاکنو کې په لاسوهنې تورن کړل او دغو هیوادونو ته یي خبرداری ورکړ.

د رویټرز د رپوټ پر بنسټ اوبراین وویل چې واشنگټن خبر لري چې پيکنگ د نړۍ د ټولو هیوادونو په منځ کې د نومبر میاشتې د دریمې نیټې په ټاکنو کې د لاسوهنې پراخ پروگرامونه لري او په دې برخه کې تر ټولو ډیر فعال رول لري.

نوموړی وایي وروسته له چین څخه چې د امریکا په کورنۍ سیاست کې د مداخلې پراخه پروگرامونه لري د روسیې او ایران هیوادونه دي.

د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار ټینگار کړی وو چې واشنگټن د چین، روسیې، ایران او یو شمیر نورو هیوادونو له پاره چې نومونه یي نه ښکاره کوي په صراحت سره روښانه کړې ده چې د امریکا په ټاکنو کې هر ډول مداخله به د دوی له پاره «خارق العاده پایلې» ولري.

دویچه ویله: ش.ن/ س.ر