1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اشرف غني: د انتقال پروسې ته پوره چمتووالی لرو

۱۳۹۰ تیر ۹, پنجشنبه

له بهرنيو سرتيرو کورنيو عسکرو ته د امنيتي مسوليت د ليږد پروسې مشر اشرف غني احمدزی وايي چي، د چنګاښ د مياشتي په وروستۍ اونۍ کي به په بشپړه توگه امنيتي مسوليتونه کورنيو قواوو ته وسپارل سي.

https://p.dw.com/p/11mtG
اشرف غني احمدزی
اشرف غني احمدزیانځور: DW

حامد کرزي د هلمند مرکز لښکرګاه، کابل، د هرات ښار، د پنجشير او باميانو ولايتونه، د لغمان مرکز مهترلام ښار او د کابل هغه سيمي اعلام کړې چي د سرطان مياشتي له ۲۳مي نيټې څخه به تيرينه بهرني سرتيري وزي او چاري به يي افغان ځواکونو ته سپارل کيږي.

اشرف غني احمدزي چي نن په کابل کي د ملي دفاع له وزير، د ملي امنيت له ريس، د بلخ، لغمان، هلمند، د هرات والي، کابل او پنجشير له واليانو سره په يوه ګډه خبري غونډه کي خبري کولي وويل چي د امنيت اخيستلو ته کورني ځواکونه بشپړه تابيا لري.

Afghanistan Kämpfer Polizei NO FLASH
انځور: AP

وړمه ورځ وسله والو ځواکونو د کابل په لوکس هوټل انټرکانتيننتال باندي يرغل وکړ او ګڼو کسانو ته يي مرګ ژوبله واړوله دغه بريد اوس کورنيو ځواکونو ته د امنيت د سپارلو په پروسه باندي د عاملو خلکو بې باوري رامنځ ته کړې ده.

ښاغلي غني او د ملي امنيت ريس نبيل وردګ دغه ډول بريدونه د امنيت د پروسي د ګډوډولو له پاره د دښمنانو يوه دسيسه وبلله.

ښاغلي نبيل وويل چي دوی داسي راپورونه لري چي يو شمير ګاونډيان غواړي د امنيت د انتقال پروسه له خنډ او ستونزو سره مخام کړي.

نبيل له افغانانو وغوښتل چي د انتقال د پروسې د بريالي کولو له پاره له دوی سره مرسته وکړي او دښمن ته اجازه ورنکړي چي د افغان دولت په چارو کي مداخله وکړي.

NO FLASH Afghanische Polizisten
انځور: AP

د امنيت د ليږد د پروسې مشر اشرف غني احمدزي وويل چي دوی د انتقال پروسې ته پوره چمتو والي لري او ځواکونه په کافي وسايلو سمبال سوي دي.

احمدزي وايي چي په راتلونکو دولسو ورځو کي به د دوی پلانونه چي اوس په اخري برخه کي دي نهايي سي او پس له هغه به عملي سي.

د انتقال د پروسې مشر دا وويل چي دوی د اوو ولايتونو له واليانو او امنيتي مشرانو سره د ولايتونو په عمومي وضعيت خبري وکړي او ټول چالنجونه او پرمختګونه يې تربحث لاندي راوستل.

اشرف غني وايي چي د ښي حکومتوالي، پرمختګ او د قانون د حاکميت په اړه يي د هغو ولايتونو له مشرانو سره چي امنيتي چاري به يې په لومړي پړاو کي افغان دولت ته سپارل کيږي خبري کړي دي.

Staudamm Afghanistan Bau Herat
انځور: DW

د انتقال د پروسې مشر د افغان ځواکونو ننۍ وړتيا بې ساري وبلله:

« لاړ سي د مزار فرقي ته قل اردو ته، زمونږ کوماندو وګورﺉ، نن دولس زره کوماندو قوه لرو، چي کولاي سي په ډير بريالي توب سره ټولي چاري په خپله پر مخ بوزي، لاړ سي د مزار د مين پاکي مرکز وګورﺉ هغه تعليمات چي پخوا نه وو هغه اوس څرنګه عملي سوي، سږ کال د دفاع وزارت په ابتکار به په کابل کي نظامي اکادمي ايجاد کيږي چي دوسوه او پنځوس مليونه ډالر پري لګيږي چي په اسيا کي ساري نه لري، دولس فاکولتي به دلته موجودي وي».

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل