1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اشرف غني احمدزي سعودي عربستان ته سفر وکړ

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ آبان ۳, شنبه

افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي د ولسمشر په توگه تر ټاکل وروسته خپل لومړنۍ سفر سعودي عربستان ته وکړ. په پام کې ده چې د دغه سفر په ترڅ کې به نوموړی د عمرې د ادا کولو سربیره د سعودي عربستان له چارواکو سره هم وویني.

https://p.dw.com/p/1Dc1h
انځور: picture alliance/AP Photo/Massoud Hossaini

د افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي مطبوعاتي دفتر له خوا په خپرې شوې وینا پاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر به د خپل دغه سفر په ترڅ کې عمره ادا کړي. دغه بیانیه وړاندې کاږي چې افغان ولسمشر به د سعودي عربستان له ولیعهد او نورو چارواکو سره هم وویني او د دوه اړخیزو موضوعاتو پر سر به خبرې اترې وکړي.

اشرف غني احمدزي له شخړه ییزو ټاکنو وروسته د سپتمبر میاشتې پر ۲۹مه نېټه د ولسمشر په توگه لوړه وکړه او ویلي وو چې دی به خپل لومړنۍ سفر سعودي عربستان ته کوي، ترڅو عمره ادا کړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په وینا پاڼه کې روښانه شوې نه ده چې افغان ولسمشر به له سعودي چارواکو سره په کومو موضوعاتو خبری وکړې. سعودي عربستان د پاکستان او عربي متحده اماراتو تر څنگ هغه یو هیواد دی چې د طالبانو رژیم یې په رسمیت پیژندلې وو. پخواني ولسمشر حامد کرزي په وار وار له سعودي عربستان څخه د هغه یو هیواد په توگه یادونه کړې چې د افغانستان د سولې په پروسه کې مهم نقش لوبولای شي.

په پام کې ده چې اشرف غني احمدزی به خپل دویم سفر د اکتوبر د میاشتې له ۲۸مې نېټې څخه تر ۳۱مې نېټې پورې د چین هیواد ته وکړي او د دغه هیواد له ولسمشر شي جین پېنگ سره به وویني. پر دې سربیره به افغان ولسمشر له چینایي پانگوالو سره هم لیدنه کتنه وکړي.

د ولسمشر د دفتر د وینا پاڼې له مخې له افغان ولسمشر سره په دغه سفر کې د ده لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم، د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال انجینر محمد خان، د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په برخه کې د ولسمشر ځانگړی استازی احمد ضیا مسعود، د ملي امنیت سلاکار، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او یو شمیر نور چارواکي هم ملتیا کوي.

په کندهار کې ځانمرگی برید

په عین وخت کې په سویلي ولایت کندهار کې د ژیړۍ ولسوالۍ استخباراتي مدیر، په یوه ځانمرگي برید کې وژل شوی دی. دغه خبر د کندهار ولایتي ویاند صمیم خپلواک ورکړی دی. د خپلواک په وینا نوموړې مدیر د جمعې په ورځ د یوه بل نامعلوم کسان سره وژل شوی دي.