اسلامي هیوادونه غواړي په سرو زرو باندي تبادله وکړي
۱۳۹۸ آذر ۳۰, شنبهد مالیزیا صدراعظم ماهتیر محمد د شنبې په ورځ (د ډسمبر میاشتي ۲۱ مه) په مالیزیا کي د اسلامي کنفرانس په پای کي د ایران او قطر څخه په توصیف سره، چي خارجي تعزیرات یې زغملي دي، وویل، چي «ممهمه دا ده، چي اسلامي نړۍ پر خپل ځان باندي متکي سي، تر څو وکولای سي د اینده تهدیدونو سره مقابله وکولای سي.«
پر ایران باندي د امريکا متحده ايالاتو او پرقطر باندي بیا سعودي عربستان تعزیرات وضع کړي دي.
ماهتیر محمد په اینده کي د اقتصادي بندیزونو د تحمیلولو څخه هم خبرداری ورکړ اوویې ویل،« دې په کتو سره چي د نړی ملتونه او هیوادونه ددغه ډول جزايي اقداماتو د تحمیلیدلو شاهدان دي، مالیزیا او نورو هیوادونه باید همیشه دا په نظر کي ونیسي، چي دغه ډول تعزیرات پر موږ هر یوه باندي وضع کیدلای سي.»
ماهتیر د قرون وسطی طلايي سِکو ته په اشارې سره اضافه کړه،« ما په کنفرانس کي پیشنهاد ورته وکړ، چي د مسلمانانو په منځ کي دسرو زرو د دینار او جنس په جنس تجارت او تبادلې د مفکورې څخه په استفادې سره دي بیرته هغه شروع سي.» ده اضافه کړه،«موږ په ډیر جدیت سره پر دې موضوع باندي کار کوو او امیدواره یم، چي ژر دي دغه مفکوره عملي سي.»
دغو هیوادونو همدارنگه ټینگار وکړ، چي اسلامي نړۍ دي زیاتره په خپلو منځونو کي ډیر تجارت سره وکړي.