1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د غزی پر پوله اوسپنیز دیوال

۱۴۰۰ آذر ۱۷, چهارشنبه

اسرائیل ويلي چې له غزې سره پر پوله په عصري سينسورونو سمبال دا ديوال تر ځمکې لاندې هم غځيدلی دی. دغه دیوال به له اسرائيلي عسکرو سره د دې په مخنيوي کې هم مرسته وکړي چې د حماس جنګيالي د تونلونو له لارې اسرائيلو ته داخل شي. 

https://p.dw.com/p/43zZG
Konflikt im Gaza-Streifen
انځور: Tsafrir Abayov/AP/picture alliance

اسرائیلو د دوشنبې په ورځ له غزې سره د خپلې پولې شا او خوا کې د لا موثره حفاظتي خنډونو د بشپړولو اعلان کړی دی.

دا نوی اوسپنیز دیوال چې په سینسورونو او حسګرو سمبال دی، د ځمکې لاندې غځیدلی دی څو د دې مخه ونيسي چې وسله وال اسرائيلي سيمو ته د داخليدو له پاره تونلونه وکاروي.

د دې ديوال ترڅنګ د ځمکې د پاسه موجود اوسپنیز ديوال، سمندری خنډو، د رادار سیستم او د قوماندی او کنټرول خونې سیستم هم لا پسې قوي کړل شوي دي.

د اسرائیلو د دفاع وزیر بیني ګانټز په دې اړه ويلي: «دا نوی اوسپنیز دیوال به د دغه هیواد اوسیدونکو ته د امنیت احساس ورکړی .»

د دې نوي دیوال په جوړیدو کې د کانکریټو تر دوه لکه ډېرې لاریو سربیره یو نیم ملیون ټڼه اوسپنه او فولاد هم کارول شوي دي.

بیني ګانټز وويل دا اوسپنیز دیوال ۶۵ کیلو متره اوږدوالې لري او د تندلارو ډلو او د سویلي اسرائيل د اوسیدونکو ترمنځ  به د يوه خنډ کار ورکړي.

اسرائيل غواړي د حماس مخه ونيسي

Konflikt im Gaza-Streifen
انځور: Tsafrir Abayov/AP/picture alliance

د اسرائیلو دفاع وزارت په دې اړه معلومات نه دي ورکړي چې تر ځمکې لاندې د دې دیوال ژورتیا څومره ده.

د فلسطین د وسله والې ډلې حماس د بریدونو د مخنیوي او د دغه دیوال د جوړولو پریکړه په لومړي ځل په ۲۰۱۶ کال کې شوې وه. اسرائيل، اروپايي ټولنه او امريکا حماس يو تروريستي سازمان ګڼي، چې نه يوازې په غزې تړانګه کې شهرت لري، بلکې ټاکنې يې هم ګټلې دي.

حماس ډله چې  د ۲۰۰۷ کال د ټاکنو تر ګټلو وروسته یې په غزه کې واکمني ترلاسه کړه، له هغې مودې راهیسې له اسرائيلو سره څلور جګړې کړي دي. وروستۍ جګړه د روان کال په می میاشت کې تر سره شوی وه. د جګړی په دوران کې حماس هڅه وکړه چې د یوه تونل له لارې خپل جنګیالي اسراییلو ته وردننه کړي خو دغه هڅه ناکامه شوه.

حماس د ۲۰۱۴ کال د جګړو پر مهال زیاته بریا تر لاسه کړې وه او د دغې ډلې جنګیالي څو څو واره اسراییلو ته په ننوتو بریالي شوي ول.

د غزې محاصره

اسرائیل او مصر سیمې ته د توکو او خلکو د تګ راتګ په کلکه کنټرول او څارنه کوي. نړیوال مرستندویه سازمانونه وايي چې د غزې د محاصرې له امله شاوخوا دوه میلیونه خلک په سختو شرایطو کې ژوند کولو ته اړ شوي دي.

حماس په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې له اسارئيلو سره د پولې شاوخوا کې په پراخه کچه لاریونونه هم تر سره کړل تر څو په اسراېیلو باندې د بندیزونو د لرې کولو په موخه فشار راوړي.

له تاوتريخوالي ډکو دې مظاهرو په ترڅ کې تر ۲۰۰ ډېر فلسطنیان او اسرائیلی عسکر ووژل شول او په زرهاو تنه نور ټپیان شول.

دویچه ویله ا/ع.بهارت./ب.ص.

پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم (12.05.2021):