1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائیل: ایران د خپل اتومي پروګرام په هکله دروغ ویلي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۱, سه‌شنبه

په یوه تلویزیوني خپرونه کې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پر ایران باندې تور پورې کړ چې خپلې اتومي وسلې یې یوه مخفي ځای ته انتقال کړي دي. د ایران نیمه دولتي رسنۍ بیا دغه تورونه رد کړي او هغه یې پروپاګند بللی.

https://p.dw.com/p/2wxiW
Benjamin Netanjahu mit seiner Präsentation Israel -  Iran Sicherheit Verteidigung
انځور: Reuters/A. Cohen

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په یوه تلویزیوني خپرونه کې داسي شواهد وړاندي کړل چي په خبره يې ایران له اټومي تړونه سرغړونه کړې ده. له ايران سره اټومي تړون په ۲۰۱۵م کال کي وشو.

نتنیاهو د «عماد پروژې» ترنامه لاندې د ایران د اتومي وسلو د پروګرام په هکله یو لړ «شواهد» وړاندې کړل. نوموړي همدا راز وویل چې اسرائیل د ایران د اتومي پروګرام له آرشیف څخه په دې وروستیو کې ۵۵ زره داسې اسناد او ۱۸۳ سي ډي ګانې برملا کړي دي.

د دوشنبې په ورځ بیا د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ وویل چې نوموړي هم د نتنیاهو دغه پرزینتیشن یا خپرونه لیدلې ده. ولسمشر ترمپ دغه څه «ښه» یاد کړل او د یوې تلویزیونې اعلامیې په ترڅ کې يې وویل چې په وروستیو کې ځینو پیښو وښوده چې ترمپ د ایران په هکله ۱۰۰ فیصده سم دریځ لري.

د نتنیاهو د ادعاوو په ځواب کې سپینې ماڼۍ بیا د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل: «دغه حقایق د امريکا د هغو معلوماتو سره تطابق لري چې له مودې راهیسې یې په هکله خبرې کوي. ایران د اتومي وسلو یو ټینګ او مخفي پروګرام لري او دغه هیواد په دې کې پاتې راغلی دی چې دغه څه له نړیوالو او له خپلو خلکو پټ وساتي.»

Iran Sicherheit Verteidigung Präsentation Benjamin Netanjahu Israel
انځور: Reuters/A. Cohen

د امريکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو نوي وزیر مایک پمپیو د دوشنبې په ورځ هغه مهال چې له اسرائیلو څخه يې بيرته د امريکا پر لوري سفر پرواز کاوه وویل چې هيواد يې د ایران د دغه پروګرام په هکله له ډیرې مودې راهیسې معلومات درلودل، خو په دې ترڅ کې په زرونو اسناد نوي او تازه ول.  نوموړي له نتنیاهو سره د یکشنبې ورځې خپلې کتنې ته په اشارې سره وویل: «موږ په حقیقت کې تیره ورځ کله چې یوځای وو د دغو موادو [معلوماتو او اسنادو] په هکله خبرې وکړې.»

پمپیو هغه تورونه هم رد کړل چې ګواکې د اسرائیلو له خوا راټول شوي دغه اسناد دروغ دي. هغه وویل: «زه تاسو ته دا تائیدولی شم چې دغه اسناد رښتيني او سم دي.»

د نتنیاهو د پریزینتیشن اصلي ټکي

د اسرائیلو لومړي وزیر نتنیاهو چې د دې اسنادو د خپرولو پرمهال يې په انگليسي ژبه خبرې کولې وویل اسرائیلو د ایران د اتومي پټ پروګرام په هکله په زرونو اسناد ترلاسه کړي دي، چې د دې ښکارندويي کوي چې ایران اوس هم اتومي پروګرام تر لاس لاندې لري. او ايران يې د نه لرلو په اړه دروغ وايي. هغه همدا راز د دې تلویزیونې خپرونې پرمهال وویل چې ایران د اتومي وسلو پروګرام او په هکله یې معلومات ساتلي او د راتلونکي له پاره پراختیا ورکوي.

نتنیاهو همدا راز وویل چې له ایران سره په ۲۰۱۵م کال کې تر تر سره شوي توافق وروسته، ایران د خپلو پټو اسنادو د مخفي کولو له پاره هڅې لا پسې ډیرې کړي او دغه اسناد یې په ۲۰۱۷م کال کې په تهران کې یوه ډیر مخفي ځای ته انتقال کړي دي. هغه وویل چې ډاډه دی چې ولسمشر ترمپ به د ایران د اتومي موافقې تر بیا ارزونې وروسته، سم او مناسب اقدام عملي کړي.

ایران يې نه مني

ایران بیا د اسرائیلو د لومړي وزیر دغه څرګندونې پروپاګند یاد بللي او هغه یې رد کړي دي. تهران وايي چې د نتنیاهو دغه تورونه دقيقاً داسې مهال کیږي چې امريکا متحد ایالات پر ایران باندي بندیزونه له سره ارزوي. په عین وخت کې ایران د اتومي پروګرام پر سر شوي توافق کې د بدلون  غوښتنه تر پوښتنې لاندي راوستی او وايي چې دوی [ایران] د دې توافق احترام کړی.

Iran Atomwissenschaftler
انځور: picture alliance/dpa/epa

د ایران دولتي رسنۍ ایرنا د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې نتنیاهو د «خندا وړ پروګرامونو» په برخه کې مشهور دی. په عین وخت کې د ایران نیمه دولتي رسنۍ فارس نیوز خبري آژانس بیا د اسرائیلو د لومړي وزیر څرګندونې د «پروپاګند خپرونه» یاده کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چي د منځني ختیځ د چارو شنونکی ډانیال ګیرلاخ دویچه ویله ته وویل چې زیاتره هغه معلومات او اسناد چې نتنیاهو ورته اشاره کوله، ډیر یې له ایران سره تر شوي توافق مخکې وخت پوري اړه لري. نوموړي همدا راز وویل چې د نتنیاهو ځینې معلومات تر دې وړاندې د اتومي انرژۍ نړیوال آژانس یا «آی. اې. اي. اې» او په خپله د نتنیاهو د استخباراتي ادارې له معلوماتو سره په ټکر کې دي.

د ایران د اتومي تړون په هکله د اروپا ملاتړ

 اسرائیلو په وارو وار سره له ایران سره د اتومي تړون د لغو او یا بدلون غوښتنه کړې ده، خو د آلمان، فرانسې او بریتانیا سیاسي مشرانو بیا د تړون په ملاتړ خبرې کړي دي.

د اروپايي ټولني د بهرني سياست مسئولي فدریکا موګیرني د نتنیاهو د پریزینتیشن په هکله د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي، چې د نتنیاهو ادعاوې دا نه په ډاګه کوي چې ایران اوسمهال تړون ماتوي. نوموړي په اعلامیه کې همدا راز زیاته کړې ده چې د اتومي انرژۍ نړیوال آژانس یا «آی. اې. اي. اې» هغه مرجع ده چې دا و ارزوي چې آیا ایران پر دغه توافق ولاړ دی او که یې مات کړی دی؟

Belgien Federica Mogherini und Benjamin Netanyahu in Brüssel
انځور: Getty Images/AFP/E. Vidal

د نتنیاهو د دوشنبې ورځي څرګندونو په ځواب کې د آلمان حکومت ویلي دي چې د اتومي انرژۍ نړیوال آژانس یا «آی. اې. اي. اې» باید د اتومي پرواګرم اړوند د ایران د شکمنو فعالیتونو په هکله د اسرائیلو دغه معلومات ژر تر ژره و ارزوي. د آلمان حکومت یوه ویاند همدا راز وویل چې آلمان به هم دغه معلومات و ارزوي: «دا وضح ده چې نړیواله ټولنه شک لري چې ایران یوازې سوله ایز اتومي پروګرام پرمخ وړي.»

تیره اونۍ د فرانسې او آلمان مشرانو امريکا متحدو ایالتو ته سفرونه وکړل او د خپلو سفرونو پرمهال یې له ولسمشر ترمپ سره د ایران د موضوع په هکله هم خبرې کړي دي.

بل لور ته د بریتانیا حکومت هم غبرګون ښوولی. د بریتانیا د حکومت یوه ویاند د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د بریتانیا حکومت د «ایران او د دې هیواد د اتومي ارادو په هکله ساده نه دی.» په اعلامیه کې همدا راز راغلي دي چې بریتانیا هم د اتومي انرژۍ نړیوال آژانس یا «آی. اې. اي. اې» هڅوي چې د ایران د اتومي پروګرام په هکله تورونه په خپلواکه توګه و اروزوي او دغه ارزونه د بریتانیا له پاره مهمه ده.

زموږ له آرشیف څخه: