1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائيلي روشنفکران: د يو خپلواک فلسطيني دولت د جوړيدو غوښتونکي يو

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲, جمعه

د اسرائيلو يو شمير روشنفکرانو پرون په تلبيب کي د يو خپلواک فلسطيني دولت د تأسيس لپاره لاريون وکړ. هغوی دRothschild-Boulevard سړک کي د هغي وداني په مخکي سره ټول سوي ؤ چي د 1948 کال د مي په 14 د اسرائيلو دولت اعلان سو.

https://p.dw.com/p/112YC
«خود آزادۍ په دې جشن کي د خپل ګاوندي ولس فلسطين آزادي بايد له پام څخه ونه غور ځو.»
«خود آزادۍ په دې جشن کي د خپل ګاوندي ولس فلسطين آزادي بايد له پام څخه ونه غور ځو.»انځور: picture-alliance/dpa/dpaweb/EPA

خو د فلسطيني دولت د جوړيدو د پلويانو په وړاندي بيا ښی اړخو افراطي اسرائيليانو سمدلاسه په دې شعارونو سره غبرگون ښکاره کړی. «ځي ورک سي، غزي ته لاړ سي، جنين ته، رنګ مو ورک سه، زموږ دولت مو ناولی کړی دی.»

د اسرائيلو يو شمير مشهورو روشنفکرانو چي په هغو کي 17 تنه هغه کسان هم شامل ؤ چي د اسرائيلو د دولت په جايزې وياړل سوي دي، په يوې مظاهرې لاس پوري کړ او د يو خپلواک فلسطيني دولت د جوړيدو غوښتنه يې وکړه.

مظاهره کونکي د اسرائيلود «اريس» په نامه دولتي موزيم په مخکي ، چي له نن څخه 63 کاله مخکي د اسرائيلو د دولت د تأسيس اعلان وسو راټول سوي ؤ. د فلسطيين دولت د جوړيدو پلوو مظاهر کونکو پريکړه ليک چي عنوان ؤ «له اشغال څخه د خپلواکۍ اعلاميه»، د اسرائيلي فلمي لوبغاړي، حنا مارون له خوا ولوستل سوه:

«د دواړو ولسونو چي يو بل پياوړی کوي، خپلواکي يو اخلاقي او ژوند بخښوونکی ضرورت دی. دغه خپلواکي د يو ښه ګاونډيتوب لپاره يو ښه چانس دی. موږ د اسرائيلو پر وګړو، د اسرائيلو پر پارلمان، کنيست، حکومت، د نړۍ پر ټولو خلکو او حکومتونو باندي ږغ کوو چي دغه دواړه دولتونه په رسميت وپيژني.»

په دغه پريکړه ليک کي چي د اسرائيلو د 50 نامتو روشنفکرانو له خوا لاس ليک سوی دی راغلي دي: د فلسطيني خاورو اشغال ته د پای د ټکی په ايښودو سره د دواړو ولسونو د آزادۍ لپاره بنسټيز شرط دی. د يو فلسطيني دولت د جوړيدو لپاره د پريکړه ليک د لاس ليک کونکو په جمله کي مشهور اسرائيلي ليکوال، اموز اوز، تاريخ پوه يهودا باور او پروفيسور زيف شترن ګډون درلود.

د فلسطيي دولت د جوړيدو په پلوي دغه مظاهره پرون د هغي ورځي سره جوخت ونيوله سوه چي اسراييل يې د «جمعهء آلام وپساح يا عيدالفصح» په نامه له مصر څخه د وتلو اود فرعونيانو له غلامي څخه د آزادۍ د جشن په توګه لمانځي. د وينا والو په جمله کي د اسرائيلو د سياسي علومو پروفيسور، «يارون ايزراچي» نوموړي جشن ته په اشاري سره وويل: «موږ نن دلته راټول سوی يو، د عيدالفصح د لمانځني په ورځ، په دغه ټاټوبي کي ترڅو د اسرائيلو د ټولو خلکو د آزادۍ جشن ولمانځو، خود آزادۍ په دې جشن کي د خپل ګاوندي ولس فلسطين آزادي بايد له پام څخه ونه غور ځو.»

خو د اسرائيلي روشنفکرانو ددغي مظاهرې څخه ليري يو شمير ښی اړخو افراطي اسرائيليانو هم يوه غونډه جوړه کړې وه او د اسرائيلي روشنفکرانو مظاهرې ته يې ښکنځل کول او هغوی يې د نازيانو په نامه وغندل:

« ستاسو لهجه روسۍ ده! ورک سئ روسيې ته بيرته لاړ سئ. دغه دولت خپل عقل له لاسه ورکړی دی. که چيري روسيې ته ولاړ سئ، تاسي به په دار وځړول سئ. تاسي جنايت کاران ياست، تاسي د اسرائيلو دولت او امنيت ته خطر پيدا کوئ.»

د اسرائيلو د بهرنيو چارو د وزير مرستيال، ايالون يوې اسرائيلۍ ورځپاڼي ته د فلسطيني دولت د پلوي مظاهرې په هکله ويلي: « دغه ډول فعاليتونه د يو اوربند او د يو فلسطيني دولت د جوړيدو چانس کمزوری کوي.»

کليمينس/ عبدالباري حکیم

کتونکی: نجيب الله زيارمل