1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائيل او د هغه دښمنان

۱۳۹۸ شهریور ۵, سه‌شنبه

اسرائيل په عين وخت کي په ډيرو جبهو کي جنگيږي. دغه جگړه نه يوازي په غزې تراډه کي په پوځي دښمنيو اوښتې، بلکي په لبنان او سوريه کي هم. دغه حالت ښايي لا پسې کړکيچڼ سي. حتي کيدای سي تر يوې بلې جگړې ورسيږي.

https://p.dw.com/p/3OYdu
Gaza-Streifen Israelische Armee Panzer an Grenzzaun
انځور: Getty Images/AFP/S. Khatib

د اسرائيل پوځ له پيښو ډکي ورځي تيري کړي. لومړی د لبنان پايتخت بيروت ته نژدې د اسرائيلو يوه بې پيلوټه الوتکه راولويده. وروسته پوځ دمشق ته نژدې د اکرابه په سيمه کي يو هدف په نخښه کړ. د پوځ په حواله هغوی بايد د اسرائيلو په سيمه کي د ايران له يوه بريد څخه مخنيوی کړی وي.

د دوشنبې په ماښام بيا اسرائيلو په غزې تراډه کي د حماس ډلې يوه پوسته بمبارد کړه. د اسرائيلو د پوځ په حواله دغه بمبارد له فلسطيني سيمي څخه د يوې راکټي حملې په جواب کي تر سره سو.

بالاخره د لبنان رسنيو خبر ورکړ چي پر ايران پلوه فلسطيني ډلې باندي د اسراييلو له خوا هوايي بريدونه ترسره سوي.

د يکشنبه په ورځ  د حزب الله رهبر حسن نصرالله، په خپلي يوې تلويزيوني وينا کي، اسرائيلو ته د غچ اخيستلو په هدف د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو گواښ وکړ. د هغه په خبره يوه بې پيلوټه الوتکه په هوا کي چاودلې او د حزب الله د رسنيو مرکز يې سخت زيانمن کړی دی.

په سوريه کي جنگ او د هغه عواقب

د جرمني په هايدلبيرگ کي د يهودي څيړنو د انستيتوت څخه، سياستپوه، يوهانيس بيک وايي: »وروستي کشمکشونه د سوريي د حکومت د کمزورتيا او بې پروايي په نتيجه کي رامنځ ته سوي دي.» د هغه په خبره، سوريه له ډير وخت راهيسي د اسرائيلو له پاره يو خطرناک پوځي دښمن گڼل کيدی. خو د سوريي تر دولتي سقوط وروسته اوس په سوريه کي يو ډول لبناني کيدل وينو: «د ايران مخ پر ډيرېدونکې اغيزه او له هغه سره د ايراني بريدونو زياتيدل او د شيعه مليشو پراخيدل.«

په تيرو کلونو کي حزب الله د اسد ژيم په پلوي د سوريي په داخلي جنگونو کي سخت ورداخل سو او په دې ترڅ کي يي د نظامي زده کړو نوي ډولونه زده کړل. داهم معلومه ده، چي د ډيرو نيابتي جنگونو په چوکاټ کي ايران هم پکښې ښکېل وو. مثلأ په يمن کي. که څه هم اسرائيل په هغو کي ښکېل نه ؤ او تر لږ وخت دمخه پوري د خليج عربي هيوادونو ته نژدې جنگياليو په مقابل کي جنگيدی.

خو څه وخت مخکي د سوريي په سيمه کي، د اسرائيلو او ايران ترمنځ مستقيمي نښتې رامنځته سوې. د اسرائيلو د پوځ د يوه وياند په حواله، د پنجشنبه په ورځ هلته ايران د يوه بريد له پاره چمتووالي ونيو. هغه زياتوي: «موږ د القاعده او شيعه مليشو د ترهگرۍ ډيرهدفونه وويشتل. په اوس وخت کي د اسرائيلو پوځ د سخت تيارسي په حالت کي دی.»

د ايران له خوا گواښونه

د ايران د حکومت وياند علي ربيعي مخکي خبرداری ورکړی وو چي پر لبناني سيمو باندي د په اصطلاح صهيونيستي رژيم بريدونه به بې جوابه پاته نه سي. د هغه په خبره په سيمه کي د دولتونو صبر او حوصله خپل حد لري، له همدې کبله به ايران د حزب الله هر ډول ملاتړ وکړي.

مخکي تر دې د ايران د القدس د بريگارد مشر، قاسم سليماني د تويتر له لاري په غير مستقيم، خو جدي ډول اسرائيل گواښلی چي »دغه ډول ليوني عمليات به په قاطع ډول د صهيونيستي رژيم وروستۍ جگړې وي.«

ايران او حماس

د ايران او اسرائيلو ترمنځ کړکيچ د قدرات او نفوذ له امله دي. دغه خبره لبناني ژورناليست اياز ابو شکرا کړې او زياته کړې يې ده: «ايران هڅه کوي چي د خپل سيمه ايز نفوذ سرحدونه لا پسې پراخ کړي. دغه کار اسرائيل مجبور کړی چي د هغوی د پرمختگ مخنيوی وکړي.»

Iran | Iranische Bomben
انځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/Iranian Defense Ministry

داسي ښکاري چي د ايران له امله به په غزې تراډه کي حماس هم ددې جرأت پيدا کړي چي د اسرائيلو پرضد ودريږي. له مياشتو راهيسي له اسرائيلو سره په سرحد کي نښتې رامنځته کيږي. ددغې مياشتي له پيل راهيسي فلسطيمي افراطيونو په تکرار سره د اسرائيلو پر سيمو باندي بريدونه کړي.

آيا د کړکيچ حل تر سترگو کيږي؟

سياستپوه يوهانيس بيک وايي: «دا ډول کوچني نظامي عمليات لکه څنگه چي په غزې تراډه کي تر سره کيږي يوازي په متوسط ډول خپل هدف ته رسيږي. که هغه د غزې تراډې ته نژدې د حماس له خوا په شعوري ډول د کروندو سوځول وي او يا د گولان په هسکو کي د يوې بې پيلوټه الوتکي د ويشتلو هڅه وي، دا ډول راپارونې به د اسرائيلو له پاره هيڅ ډول کوم خطر رامنځته نه کړي.»

هغه وايي: «نه د اسراييلو ځواکونه او نه هم حزب الله د حالاتو لا خرابيدو ته تياری نيسي. خو اسرائيل به په داسي يو حالت کي له پوځي لاري لبنان ته ورداخل سي، چي حزب الله د منځني واټن ايراني راکټونه وتوغوي. دا ډول يو کړکيچ به بيا د لبنان د دريمي جگړې سبب سي.»

G.P/N.Z/Knipp, Kersten