1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

استراليايي عسکر د دريو افغانانو «د وژنې مسئول» بلل شوی

۱۴۰۲ خرداد ۱۵, دوشنبه

د يوې استراليايي محکمې قاضي د رابرتز سميت په نوم يو استرالیايي عسکر د دريو افغانانو په وژنه کې «په لاس لرلو او د دوی د قتلونو» له پاره مسئول بللی دی. دغه عسکر تر دې د مخه د همدې قضیې په تړاو یوه دعوا بايللې وه.

https://p.dw.com/p/4SDLm
استراليايي عسکر بن رابرتز سميت
استراليايي عسکر بن رابرتز سميتانځور: Sam Mooy/Getty Images

د رويترز خبري آژانس په حواله د استراليا د فدرالي محکمې قاضي انتوني بيسانکو، د دوشنبې په ورځ جاري شوې خپله پريکړه کې ويلي دي چې بن رابرتز سمیت چې د «ويکتوريا کراس» او همدا راز نورو معتبرو پوځي جايزو ګټونکی دی، «په ډېرو برخو کې رښتونی او د باور وړ شاهد نه وو او همدا راز له نورو استراليايي عسکرو سره یې چلن هم ښه نه وو.

بیسانکو د پنجشنبې په ورځ د دريو استراليايي رسنيو پر وړاندې د رابرتز د سپکاوي دعوا هم رد کړې وه چې په ترڅ کې نوموړي په افغانستان کې په غير قانوني وژنو کې ښکيل بلل شوی وو خو دا پريکړه تر نننۍ دوشنبې په پټه ساتل شوې وه.

زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

بيساکو د دغه پخواني سرتیري د دعوا په ردولو سره ویلي دي چي نوموړو ورځپاڼو په دې اړه خپلي ډېري ادعاوي د پام وړ ثابتي کړي دي، داسې اقدام چې له کبله یې د استرالیا د ځانګړو ځواکونو د یوه سرتیري په لاس له شویو کارونو پرده پورته کړه.

د استراليا ملکي محکمې د پوځي محکمو په پرتله د جرم د ثابتولو له پاره د تورونو ټيټ حد ته اړتيا لري. رابرتز سميت تر اوسه په کوم جرم نه دی تورن شوی. د هغه وکيل سملاسي توګه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې. رابرتز سميت تر دې قضيې وروسته د تلويزيون د اجرايوي رئيس په توګه خپله دنده پرېښې ده.

اړونده موضوع: د افغانانو د وژلو په تور شکمن آسترالیايي عسکر د افترا په قضیه کي ناکام سو

بیسانکو د پنجشنبې ورځې خپله پريکړه تر دوشنبې ورځې پورې ځنډولې وه څو د استراليا حکومت کافي وخت ولري څو دا ډاډ ترلاسه شي چې د دې قضیې افشا کول به د ملي امنيت رازونه افشا نه کړي.

بيسانکو د ملکي محکمې په ۷۳۶ پاڼیزه پریکړه کې زياته کړې: «ما موندلې چې عريضه کوونکی [رابرتز سمیت] په ۲۰۰۹م کال کې په يوه وژنه کې او همدا راز د ۲۰۱۲ م کال په سپتمبر کې په دروان کې د علي جان په نامه په يوه قتل او د ۲۰۱۲م په اکتوبر مياشت کې په جينارتو کې د یوه افغان نارينه په وژنه کې لاس درلود او د دې وژنو مسئول هم دی.»

پر رابرتز سمیت د ورځپانو له خوا تور لګولی وو چې يوه ټيټ رتبه عسکر ته یې د يوه «سپين ګيري افغان نارينه» د وژلو امر کړی وو.

قاضي همدا راز زياته کړې ده: «ما وموندله چې په چنارتو کې رابرتز سمیت د يوه مترجم له لارې [يوه کس ته چې نوم یې نه دی اخيستل شوی] امر کړی وو پر يوه زنداني افغان ډزې وکړي.»

اړونده موضوع: په افغانستان کې د جنګي جرم په تور يو آستراليايي عسکر نيول شوی

قاضي په خپله پريکړه کې زياته کړې ده: «هلته يوه موجود عسکر «دغه افغان تر داسې شرائطو لاندې ویشتلی چې قتل ته ورته بريښي. په دې توګه عريضه کوونکي [رابرتز سميت] په دې وژنه کې لاس درلود او د قتل مسئول وو.»

بیسانکو دا هم موندلې ده چې رابرتز له نورو استراليايي عسکرو سره د ناوړه چلن په پیښو کې هم ښکيل دی. نوموړي همدا راز ويلي دي چې سميت په نورو قضيو کې هم د باور وړ شاهد نه دی پاته شوی. 

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

رابرتز سميت ته چې ۴۴ کاله عمر لري، د ډېرو پوځي مډالونو له ترلاسه کولو وروسته ورته د یوه اتل په سترگه کتل کیده. نوموړي د نورو ترڅنگ په افغانستان کي له ۲۰۰۶ تر ۲۰۱۲ پوري د شپږو دورو خدمت له پاره هم مډال ترلاسه کړی وو.

د ۲۰۲۰ م کال په يوه رپوټ کې داسې د باور وړ شواهد موندل شوي ول چې د استراليايي پوځ د هوايي ځواک ځانګړې قطعې «اس ای اس» ځواکونو د افغانستان په اوږده جګړه کې يو شمير زندانيان وژلي. تر اوسه يوازې يو استراليايي په دې تړاو تورن شوی دی.

ب. ص/ خ. ح (Reuters)