1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

استراليا ـ د مهاجرو د ليږد پر هوکړې تازه انديښنې

۱۳۹۶ تیر ۲۵, یکشنبه

د استراليا آرام سمندر په يوې ټاپو کې د مهاجرو له کمپ څخه د امريکايي مامورينونو ناڅاپي وتل مهاجر سخت انديښمن کړي دي. يوې فعالې ډلې د یکشنبې په ورځ وويل کيداي شي امريکا ته د دغو مهاجرو د ليږد بهير پرمخ ولاړ نشي.

https://p.dw.com/p/2gcWO
Australien Asysuchende Protestieren auf dem Dach der Haftanstalt in Villawood
انځور: Getty Images/AFP/T. Blackwood

کانبيرا (پلازمينه)، هغه پناه غوښتونکي چې غواړي د قايقونو په مرسته استراليا ته ځانونه ورسوي، د «نائورو» او د نوې پاپو ګيني «مانوس» ټاپوګانو په کمپونو کې ځاي پرځای کړي دي. خو د کمپونو بد وضعيت د مهاجر پلوه ډلو او روغتيايي متخصصانو لخوا تر نيوکو لاندې نيول شوی دی.

د استراليا حکومت، د امريکا متحده ايالتونه سره، د پخواني ولسمشر بارک اوباما په دوره کې يوه هوکړه وکړه چې له مخې يې امريکا حاضره شوه چې له دغو مهاجرو څخه يو شمير يې په خپله خاوره کې ځاي ورکړي.

خو د دغې معاملې د برخليک په اړه تر هغې وروسته شکونه پیدا شوي دي، کله چې روان کال پر همدې موضوع دامريکا ولسمشر دونالد ترمپ د استراليا له صدر اعظم مالکوم استرلندول سره د ټيلفوني خبرو پر مهال دغه موضوع د « يوې ګونګې معاملې» په توګه ياده او د رپوټونو پر اساس د استراليا پر صدراعظم يې لفظي حمله وکړه.

مهاجرو سره د مبارزې ائتلاف وياند، یان رينتول د جمعې په ورځ وويل چې د امريکا متحده ایالتونو د کورني امنيت ادارې د امريکا مهاجرو د ۵۰ زره مهاجرو په ظرفيت خپله کلنۍ پريکړه تصويب کړې چې په دې کې د «نائورو» او «پاپ ونوې ګينې» د کمپونو مهاجر هم شامل دي.

رينتول د فرانسې خبري آژانس ته وویل: « هغوي (دي.ايچ.ايس کارکونکو) په نائورو کې  خلکو ته داسې هیڅ کوم څه ندي ويلي چې هغوی به بيرته راشي».

رينتول زياته کړه چې په «نائورو» کمپ کې شاوخوا ۲۰۰ مهاجر تر مرکو او روغتيايي چيک اپ لاندې دي او همدا ډول په ماونس کمپ کې هم د ۷۰ تنو مهاجرو پر دوسيو ورته کار روان دی.

رينتول زياته کړه:« د هوکړې د شتون په اړه د خلکو شک او ترديد په نهايي توګه مخ په زياتيدونکې حالت کې قرار لري».

خو د استراليا د بهرنيو چارو وزيرې جولي بیشاپ د یکشنبې په ورځ د استراليا د خبري آژانس سره د خبرو پر مهال هيله څرګنده کړه چې هوکړه به په خپل ځاي پاتې وي. هغې وويل: « کار څرنګه چې زمونږ توقع ده پر مخ روان دی».

د بهرنيو چارو وزيرې دغه راز زياته کړه: « مونږ ولسمشر دونالد ترامپ، د هغه معاون پينس او نور ته ډاډ ورکړی چې دا هوکړه به اجرا کيږي». هغې وویل چې « د مهاجرو سهميه به د اکتوبر په لمړي نيټه بيا له سره پیل شي».

پاپو نوي ګينې سترې محکمې په اکتوبر مياشت کې اعلان وکړ چې په مانوس کمپ کې ځای پرځای شوي مهاجر غيرقانوني دي او د دغه کمپ د بندولو خبره ېې کړې وه. تر دغه اعلان وروسته په مانوس کمپ کې وضعيت په ځانکړي ډول خراب شوی دی.

د استراليا د مهاجرو د چارو وزير پيتر دوتون ويلي دي چې د مانوس کمپ مهاجر به استراليا خاوري ته پرې نښودل شي. د هغه په خبره چې دغه افراد به د امريکا متحده ایالاتو او کمبوديا په شان دريمو هيوادونو ته وليږدول شي او یا به په خپله پاپو نوې ګيني کې ځای پرځای شي.

د استراليا د مهاجرت ادارې د می مياشتې خپرو شويو ارقامو له مخې په مانوس کمپ کې له ۸۰۰ څخه زيات نارينه د ځاي پرځای کيدو په حال کې چې بيا نائور کمپ کې د ښځو، نارينه او ماشومانو په ګډون ۳۷۰ تنه نيول شوي دي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (08.12.2015):