1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

استانبول: په زرونو کسانو د بیو د لوړیدو پرضد مظاهرې وکړې

۱۳۹۷ دی ۲, یکشنبه

په استانبول کي پرون شنبه په زرهاوو انسانانو د ورځني ضروریاتو د قیمتونو د لوړیدلو او سخت انفلاسیون پر ضد مظاهرې وکړې.

https://p.dw.com/p/3AZHV
Türkei Tausende in Istanbul demonstrieren gegen hohe Lebenshaltungskosten
انځور: Reuters/M. Sezer

لکه څنگه چي  فرانس پرس خبري آژانس- AFP ته یوه خبریال ویلي دي، مظاهره کونکو د فرانسې د «ژیړو واسکټونو» د غورځنگ په تقلید خپل شعارونه پر ليکل سوو لوحو پورته نیولي وه. هغوی تر ټولو دمخه د تیلو د لوړو بیو پرضد شعارونه ورکول. دوی د «کار، ډوډئ او ازادۍ» نارې هم وهلې.

دپرون شنبه (د ۲۰۱۸ کال د دسمبر ۲۲مه)دغه مظاهره ، چي د ډیرو زیاتو پولیسو له خوا بدرگه کیدله، د مختلفو صنفي اتحادیو، لکه KESK له خوا رابلل سوي وه. هغو ته د ټولي ترکیې څخه خلگ راغلي ول، له هغې جملې څخه د اِدیرنه، بورسا او یالووا له ولایتونو څخه.

د ځينو مظاهره کونکو پر شعارونو باندي «جون» لیکل سوی ؤ. د دوی منظور ددې میاشتي د لیکلو څخه په ۲۰۱۳ م کال کي د جمهوررييس رجب طیب اردوغان پر ضد هغه ولسي احتجاجونه ول، چي د استانبول د گازي په پارک کي یې د حکومت د ساختماني پلانونو پر ضد پر لاري اچولي وه.

Türkei Tausende in Istanbul demonstrieren gegen hohe Lebenshaltungskosten
انځور: Reuters/M. Sezer

همدا یوه اوونئ دمخه د ترکیې په جنوبي ښار، دیارباقیر کي هم د ژوندانه د ضروریاتو د مصارفو د لوړیدلو پرضد مظاهرې تر سره سوي وې او په زرهاوو انسانانو پکښي گډون کړی و.

د همدې عیسوي کال په اگست میاشت کي د یوه اسعاري بحران د رامنځته کیدو راهیسي د ترکیې اقتصاد د سخت رکود سره مخامخ دی. په اکتوبر میاشت کي د انفلاسیون درجه ۲۵،۲۴ سلنې ته لوړه سوه، چي د ۱۵ کلونو راهیسي یې ساری نه دی لیدلی سوی. که څه هم په نومبر میاشت کي د انفلاسیون درجه یو څه راکښته او ۲۱،۶۲ فيصدو ته ورسیده، خو د ورځني ضروریاتو قیمتونه اوس لا هم په ترکیه کي ډیر لوړ دي. 

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 26.03.2018)