1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

استازي: د امنيتي تړون سرنوشت بايد مشخص سي

حسين سيرت۱۳۹۲ دی ۲۱, شنبه

د افغان ولسمشر حامد کرزي له خوا له واشنګټن سره د دوه اړخيز امنيتي تړون پر نه لاسليکولو باندي د ټينګار په اړه د ولسي جرګې يو شمېر استازو غبرګون ښوولی دی. دوی وايي د مشورتي لويي جرګې پريکړه بايد يرغمل نه سي.

https://p.dw.com/p/1Ap42
انځور: picture alliance / dpa

د ولسي جرګې د يو شمېر استازو انديښنه دا ده، چي که د جمهور رييس حامد کرزي له خوا له واشنګټن سره دوه اړخيز امنيتي تړون لاسليک نه سي، نو امريکا به له افغانستان څخه خپل ټول عسکر وباسي او دغه هيواد به د عراق په سرنويشت اخته سي.

د عراق په سرنويشت د افغانستان د اخته کېدو انديښنې له هغه وروسته زياتي سوې چي په عراق کي د رمادي او فلوجه ښارونه القاعدې ته نژدې ډلو تر خپل کنترول لاندي راوستل.

د ولسي جرګې د شنبې ورځي (۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۱۱) په عمومي غونډه کي د بدخشان د خلکو استازي نيلوفر ابراهيمي وويل: «موږ بايد خپله دنده هيره نه کړو. هغه مسايل چي افراد او اشخاص يې په خپلو کي ساتي، د ملت خونه يې باید را برسېره کړي. امنيتي تړون يوه سخته اړتيا ده.»

ولسمشر حامد کرزي ويلي دي چي له واشنګټن سره به امنيتي تړون تر هغه وخته پوري لاسليک نه کړي، څو د سولي پروسه عملاً پيل سوې نه وي او بهرنيو ځواکونو د افغانانو پر کورونو باندي خپل عمليات درولي نه وي.

د ولسي جرګې په عمومي غونډه کي له امنيتي تړون سره مخالفو استازو بيا وويل، تر هغه وخته پوري چي د افغانانو پر کورونو باندي د امريکايي ځواکونو عمليات روان وي دغه تړون به لاسليک نه سي.

يو شمېر استازو بيا ويلي دي چي که دغه امنيتي تړون لاسليک نه سي نو کېدای سي چي يو شمېر کانديدان دغه موضوع په خپلو انتخاباتي کمپاينونو کي په خپله ګټه وکاروي او امريکا مجبوره سي چي له هغه کانديد سره معامله وکړي.

په ولسي جرګه کي د فارياب د خلکو استازي نقيب الله فايق وويل چي تر اوسه پوري د افغان امنيتي ځواک د ملاتړ په برخه کي د ولسمشر کرزي اجندا روښانه نه ده.

د استازو بله اندېښنه دا ده چي د امنيتي تړون موضوع د ولسمشرۍ راتلونکي ټاکني چي د افغانستان د ايندې له پاره ډيري مهمي دي تر خپل سيوري لاندي راوستلې ده.

د بنديانو آزادي

د افغان ولسمشر حامد کرزي او امريکا متحده ايالاتونو ترمنځ اختلافات د امنيتي تړون په نه لاسليکولو سره نه خلاصه کيږي. ولسمشر کرزي له بګرام زندان څخه د بنديانو د آزادولو په برخه کي د امريکا له سخت مخالفت سره سره په دې وروستيو کي اعلان وکړ چي له دغه زندان څخه به ۷۲ تنه هغه بنديان چي امريکا «جنجالي» بللي دي آزاد کړي.

دا په داسي حال کي ده چي له بګرام زندان څخه د ۶۵۰ تنو بنديانو تر آزادولو وروسته د امريکا متحده ايالاتو درې تنه سناتوران کابل ته ولاړل او هلته يې له افغان ولسمشر حامد کرزي څخه وغوښتل چي له بګرام زندان څخه ۸۸ تنه بنديان چي خطرناکه بلل سوي دي آزاد نه کړي.