1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ارګ د غني د لوړې مراسم ځنډول تائید کړل

۱۳۹۸ اسفند ۷, چهارشنبه

د ارګ په وینا تر هر اړخیزو مشورو وروسته د ولسمشر غني د لوړې مراسم ځنډول شوي دي. د ارګ په اعلامیه کې همداشان «د کرونا ویروس د خپریدو اوازې او د بهرنیو مېلمنو د راتګ له پاره د وخت کمی» د مراسمو د ځنډ اساسي لاملونه بلل شوي.

https://p.dw.com/p/3YSOm
Ashraf Ghani Ahmadzai und Abdul Salam Azimi Vereidigung Afghanistan Präsident
آرشیف انځورانځور: picture alliance/AP Photo/Rahmat Gul

په پام کې وه چې محمد اشرف غني، د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۰م کال د فبرورۍ ۲۷م) د دوهمې دورې له پاره د افغانستان د ولسمشر په توګه لوړه وکړي او د دې له پاره یې یو کمیسیون ګومارلی وو.

خو تیره ورځ د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې د افغان حکومت له لوري د لوړې د مراسمو د ځنډولو د موافقې خبر ورکړ.

د ارګ له لوري په خپره شوې وینا پاڼې کې راغلي دي چې جمهور رئیس محمد اشرف غني له تخنیکي برخو، د هیواد په کچه سیاسي شخصیتونو، قومي مشرانو او د نړیوالو شریکانو سره پراخو او هر اړخیزو مشورو وروسته «دا مصلحت وګاڼه» چې د راتلونکي پنجشنبې په ورځ د لوړې ترسره کیدونکي مراسم د کب تر ۱۹مې نېټې پورې وځنډول شي.»

وینا پاڼه زیاتوي: «کرونا ویروس د خپرېدو اوازې، د بهرنیو لوړرتبه مېلمنو د راتګ له پاره د وخت کمی او د مراسمو له پاره د لا ډېر تخنیکي چمتوالي اړتیا، د دې سترې ملي برنامې د ځنډ اساسي لاملونه دي.»

د جمهوري ریاست له لوري د دغې اعلامیې تر خپریدو دمخه، د افغانستان د سولې د چارو له پاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د تویتر په یوه پیغام کې د اشرف غني د لوړې د مراسمو د ځنډولو خبر ورکړی وو: «د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سبا له پاره [پنجشنه] د ولسمشر د لوړې د مراسمو د ځنډولو خبر ورکړی دی. د مارچ تر نهمې نیټې پورې د ولسمشر غني له لوري د دغو مراسمو د ځنډولو هرکلی کوم.»

په پام کې ده چې تر راتلونکو دوو ورځو پورې یعنې فبرورۍ پر ۲۹مه په دوحه کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ احتمالي تړون لاسلیک شي. تر دې دمخه په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمیدو اوونۍ پېل شوې ده چې وروستۍ ورځ یې د فبرورۍ ۲۸مه ده.