1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپایې اتحادیه: ترکیه دې د مهاجرو موافقتنامې ته ژمن پاتې شي

۱۳۹۶ فروردین ۱۵, سه‌شنبه

د اروپایې اتحادیې د شورا رئیس له ترکیې وغوښتل چې د مهاجرو په اړه د موافقتنامې د عملي کولو په برخه کې خپله ونډه ادا کړي. هغه له بلغاریې څخه د یوه نمونیې هیواد په توګه یادونه وکړه.

https://p.dw.com/p/2afTK
Donald Tusk
انځور: picture alliance/abaca/AA

د اروپایې اتحادیې د شورا مشر دونالد توسک Donald Tusk د سه شنبې په ورځ د بلغاریا هیواد په پلازمېنه صوفیه کې له ترکیې سره د مهاجرو په ارتباط موافقتنامې پر عملي کیدو ټینګار وکړ.

دغه لوړپوړې اروپایې سیاستوال وویل: «موږ د ترکیې او اروپایې اتحادیې تر منځ د مهاجرو اړوند موافقتنامې پر بشپړ عملولو مشغول یو. اروپایې اتحادیه خپلو مکلفیتونو ته ژمن پاتې ده.»

د توسک په خبره اروپایې اتحادیه ژمنه ده چې د غیرقانوني مهاجرتونو لارې بندې کړي. د هغه په وینا له ترکیې سره د بلغاریې د سرحدونو وضعه (د اروپایې اتحادیې د بهرنیو سرحدونو په توګه) تر کنترول لاندې ده.

نوموړي زیاته کړه: «بلغاریا یوه ښه بیلګه ده چې موږ څنګه کولی شو له خپلو سرحدونو څخه ساتنه وکړو.»

د سرحدي چارو د ساتنې یوه ویاند د آلمان خبري آژانس ته وویل چې په دې برخه کې د دې هیواد(بلغاریا) د سرحدي ساتونکو تر څنګ، د فرونټکس په نوم د اروپا د بهرنیو سرحدونو د حفاظت سازمان ۹۵ تنه مامورین هم فعاله دي.

د بلغاریې ولسمشر رومان ردیف، له توسک سره تر لیدنې کتنې وروسته ټينګار وکړ: «د اروپایې اتباعو امنیت، له ترکیي سره د بلغاریې د سرحدي پولې له امنیت سره پیلیږي.»

اروپایې اتحادیې په تیرو دوو کلونو کې د بلغاریې د سرحدي پولو د حفاظت له پاره له دغه هیواد سره ۱۶۰ میلیونه ایرو مرسته کړی.

د رسمي څرګندونو له مخې د مارچ میاشتې په پیل کې د اروپایې اتحادیې دغه تر ټولو بی وزله هیواد شاوخوا ۴۵۰۰ تنه مهاجر په کمپونو کې ساتلي دي.

آرشیف:(03.01.2017)