1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

«اروپایان تر پخوا اوږد ژوند کوي خو ډیر سګريټ څکوي»

۱۳۹۷ شهریور ۲۱, چهارشنبه

د روغتیا نړیوال سازمان د یوه تازه رپوټ په حواله په اروپا کې د ژوند د اوږدوالي اوسط لوړ شوی دی. خو د دې سازمان په حواله اوس هم ګواښونه شته: سګريټ څکول او د وزن ډيرښت مخ پر زیاتیدو دي.

https://p.dw.com/p/34iVe
Symbolbild Zigarette Raucher
انځور: nito/Fotolia.com

د روغتیا نړیوال سازمان رپوټ چې د چهارشنبې په ورځ خپور شوی دی وایي چې اروپایان د پنځو کلونو مخکې په پرتله صحتمند او اوږد ژوند کوي. خو دې سازمان ګواښ کړی دی چې د سګريټ څکول او د وزن ډیروالي ښايي په اروپا کې دغه پرمختګونه له ګواښ سره مخامخ کړي. په عین حال کې د اروپايي هیوادونو تر منځ هم د اوسط ژوند مودې اوږدوالي په اړه ډیر توپیر موجود دی.

په رپوټ کې راغلي:

اروپایان په اوسط ډول د پنځو کلونو پخوا په پرتله یو کال ډیر ژوند کوي. خو اوس هم د دې قارې د هیوادونو تر منځ د ژوند د اوسط اوږدوالي په تړاو ډیر توپیر شته.

  • له وخته مخکې مړیني له ۲۰۰۰ کال راهیسې لږ شوې دي.
  • د زړه، سرطان، شکر او تنفسي ناروغیو له کبله د مخکې له وخت مړینې ګواښ تر تمې ډیر کم شوی دی.
  • د سګريټو او الکولو استعمال، د وزن ډیروال او د واکسینونو نه پوره کیدو په ځینو هیوادونو کې پرمختګ له ګواښ سره مخامخ کړی دی.
  • په نړۍ کې اوس تر بل هر وخت ډیر تباکو استعمالیږي او تر ۱۵ کلونو پو لوړو هرو درو کسانو کې یو یې سګريټ څکوي.
  • په نړۍ کې د الګولو استعمال یو څه کم شوی خو اوس هم لوړ دی.
  • نیمايي اروپايان ډیر وزن لري. په ډیرو براعظمونو کې په لویانو کې د وزن ډيرښت مخ پر ډیریدو دی.

نا متوازن پرمختګ

د اروپا له پاره د روغتیا نړیوال سازمان سیمه ایزه مشره ډاکټره سوزانه جیکب، وایي چې رپوټ ښيي چې ډیر اروپايي هیوادونو مهم ګامونه اخيستي دي چې د ۲۰۲۰م کال له پاره ټاکل شوي هدفونو ته ورسیږي.  خو هغې ګواښ وکړ چې پرمختګ کیدای شي د ژوند کولو د ځینو شیوو له کبله له ستونزو سره مخامخ شي. هغې په دې برخه کې د سګريټو څکولو، الکول څښلو او د وزن د ډيروالي یادونه وکړه.

جیکب وویل: «پرمختګ نامتوازن دی. د هیوادونو تر منځ، د جنسیتونو تر منځ او د نسلونو تر منخ.» هغې زیاته کړې ده: «د ژوند په طریقې پورې تړلي فکتورونه بیا اندیښنې راپاروي، ځکه که یې مخه و نه نیول شي نو هغوی کولای شي د ژوند د اوږوالي د ډیریدو په برخه کې پرمختګ ورو او یا آن سرچپه کړي.»

د اروپا د روغتیا رپوټ څه دی: د اروپا د روغتیا رپوټ په هرو درو کلونو کې یو وار خپریږي چې هدف یې د روغتیا په برخه کې د پرمختګونو په ګوته کول او دا په ډاګه کول دي چې ایا اروپايي هیوادونه په ۲۰۱۲م کال کې د ۲۰۲۰م کال له پاره د ټاکل شویو اهدافو پر لور روان دي او که نه.

آلمان په څه وضعیت کې دی: په آلمان کې د الکولو استعمال اوس هم ډیر لوړ دی. د دې هیواد هغه کسان چې تر ۱۵ کلنۍ اوښتي دي په کال کې په اوسط ډول ۱۱ ليټره الکولو استعمالوي. دا په داسې حال کې ده چې په ټول اروپا کې دغه اوسط ۸،۶ ليټره دی. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي دي چې په آلمان کې د واکسین کچه اوس ښه شوې ده. په آلمان کې د ژوند کولو اوسط کلونه ۸۱ دی.