1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له بهر څخه کاري ځواک ته لا زیاتې اسانتياوي

۱۴۰۰ شهریور ۲۶, جمعه

د اروپایې اتحاديې پارلمان  بهرني تخصصي کاري ځواک له پاره، د کار اجازې په قانون کې اصلاحات تصويب کړل. له دې وروسته د آبي کارت غوښتونکي د کار شپږ مياشتني قرارداد ته اړتیا نه لری.

https://p.dw.com/p/40SEw
DW Sendung Made in Germany 03.03.2020
انځور: DW

 


د دغه اصلاحاتو له مخې، په آبي يا شنه کارت لرلو سره د کار غوښتنونکي وروسته له دې باید يو شپږ مياشتنې قرارداد ولري، په داسی حال کې چې تر دې دمخه يې يو کلن قرارداد ته اړتیا درلوده.

 ورسره بیا د  اوسیدلو اجازې په ورکولو کې، د مسلکي کاريګرو عايد کې هم د پام وړ کمښت راغلی دی. له څو کلونو راهیسې د اروپايي اتحاديې بيلا بیلو بنسټونو د اصلاحاتو په اړه د نظر اختلاف درلود.

برسیره پر دې له دې اصلاحاتو سره په راتلونکي کي د آبي کارت لرونکي کولې شي په هغه د اروپايي اتحاديې غړي هېواد کې چې کار کوي له يوې ۱۲ مياشتنۍ دورې تيرولو وروسته، د دغې اتحادیې بل غړي هېواد ته ولاړ شي. د دغه کارکوونکو د کورنۍ غړو د ژر يوځاي کيدلو سره او کارموندنې ته لاس رسی به يې کورني وضعیت کي هم ښه والي رامنځ ته کړي. 

اروپايې اتحاديه له ۲۰۰۹ م کال راهیسې کوښښ کوي چې مسلکي کاري ځواک ته د آبي يا شنه کارت ورکول چې د امريکا متحده ايالاتو «ګرين کارت» په څير دی، عمل وکړي. دوي غواړي، په دغه امکاناتو سره په کار پوه مسلکي کارکوونکي چې لوړې زده کړې لري او هم  د مهندسانو، د تکنالوژۍ کارپوهان او يا  د طب ډاکټرانو په ګډون د کار کولو له پاره دغه هېوادونو ته جذب کړي.

له دې سره بیا هم د ډيرو قانوني خنډونو له کبله په دغه اتحاديه کې هغه څه چې تمه کيدله هغسی ورته لاس رسې نه دې شوی.

د اروپايې اتحاديې د داخلي چارو کميسارې  ايلوا يوهانسون په يوه پارلماني غونډه کي د سه شنبې په ورځ وويل: «په اوس وخت کي د شمالي امريکا، آستراليا او نوي زيلاند مهاجر چې د لوړو تحصيلاتو درلودونکي او کارپوهان دي هغوي ته لومړیتوب ورکوي»

هغې زياته کړه:«اوس په دې توافق سره کولې شو په زړه پورې پايله تر لاسه کړو.» هغې ټينګار وکړ چې دا  قوانین د هغه پناه غوښتونکو له پاره هم د اعتبار وړ دي، د بيلګي په توګه په قضا، وکالت،خبريالۍ او يا د ژباړنوکو په توګه له افغانستان څخه تيښتې ته اړ شوي وي، هم کولې شي له دغه امکاناتو څخه ګټه پورته کړي. د اروپايي اتحاديې یوروستات يا د احصايې سرچينو د ارقامو له مخې په ۲۰۱۹ م کال کي په ټوليزه توګه ۳۶ زره او ۸۰۶ آبي کارتونه بهرنیو مسلکي تخصصي ځواک ته ورکړل شوي دي. له لسو څخه اته يې د آلمان له خوا ورکړل شوي دي. د اروپايې اتحاديې په ډيرو غړو هېوادونو کي د آبي کارت ورکول ډير لږ وي او يا هم د کار په بازار کي د غوښتونکو له پاره هيڅ نه ورکول کيږې.

زموږ له آرشيف څخه: