1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنه له افغانستان سره د دوامداره همکاريو سند لاسليکوي

۱۳۹۰ آذر ۱, سه‌شنبه

اروپايي اتحاديې د دوشنبې په ورځ موافقه وکړه چي له افغانستان سره به د ۲۰۱۴ کال مخکي د همکارۍ يو هوکړه لیک لاسليک کړي. په دې هوکړه لیک کي به د تروريزم پر ضد جګړه، پرمختيايي پروژې او د مخدره توکو پرضد جګړه شامله وي.

https://p.dw.com/p/13Eh9
«اروپايي ټولني ته دا ډيره مهمه ده چي تر۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي خپل رول مشخص کړي.»
«اروپايي ټولني ته دا ډيره مهمه ده چي تر۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي خپل رول مشخص کړي.»انځور: Picture alliance/dpa

د دوشنبې په ورځ د اروپايي ټولني د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کي د دغي اتحاديي د بهرنيو چارو مسئولي، کترين اشتون، ته اختيار ورکړل شو، چي د افغان چارواکو سره د دغه سند په اړه خبري اتري پيل کړي.

دې سند ته د « پرمختک او ملګرتيا په برخه کي د همکارۍ د هوکړه لیک» نوم ورکړل سوی دئ.

د برتانيې د بهرنيو چارو وزير په خبره، اروپايي ټولني ته دا ډيره مهمه ده چي تر۲۰۱۴کال وروسته په افغانستان کي خپل رول مشخص کړي.

د اروپايي ټولني د بهرنيو چارو وزيرانو په يوې خبرپاڼي کي ويلي دي، چي اوس نړيواله ټولنه غواړي په افغانستان کي د امنيتي پروژو څخه خپله توجه اقتصادي او سياسي پروژو ته واړوي.

اوس مهال اروپايي ټولنه او د دغي ټولني ۲۶غړي هيوادونه هر کال له افغانستان سره د يو ميليارد يورو په ارزښت مالي مرستي کوي.

د اروپايي ټولني د بهرنيو چارو د وزيرانو لخوا په خپره سوې خبر پاڼه کي راغلي دي، چي دغه تړون به په لومړي وار د ۲۰۱۴کال وروسته له افغانستان سره د اروپايي ټولني د اوږد مهالو همکاريو هوډ ښکاره کړي.

په دغه وينا پاڼه کي راغلي، چي تر ۲۰۱۴کال وروسته به د افغانستان ټول مسئوليتونه د دغه هيواد خلکو ته وسپارل شي او افغانستان بايد په دغه وخت کي ځان د نړيوالي ټولني د يوه باثباته غړي په توګه ثابت کړي.

د اروپايي ټولني د بهرنيو چارو وزيران دغه راز دې موافقې ته هم رسېدلي، چي په افغانستان کي دي د پوليسو د روزنکو ماموريت وغځول سي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل