1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنه غواړي سعودي په تور لیست کې شامل کړي

۱۳۹۷ بهمن ۲۵, پنجشنبه

د اروپایي ټولنې کميسيون ټینگار کړی چې د سعودي عربستان، نايجيريا او پامانا نومونه دې هم په هغه تور ليست کې شامل شي چې په اصطلاح د «ناپاکو پېسو» له سپينولو سره سروکار لري. دا وړاندیز لا تر اوسه پورې نه دی تایید شوی.

https://p.dw.com/p/3DMGS
Cedar-Geldwäsche-Netzwerk - Beschlagnahmtes Geld
انځور: Zollkriminalamt

د اروپايي ټولنې د عدليې کميسارې ويره جوروا، د چهار شنبې په ورځ د (۲۰۱۹م کال د فيبرورۍ ۱۳مه نیټه) له ۲۸ غړيو هېوادنو څخه وغوښتل چې د ټولنې تور ليست دې له ۱۶ څخه ۲۳ هېوادونو ته پراخ شي. نوموړې د خبرداري په ورکولو سره وويل چې  بانکي سکتور ته گواښ ښايي د ځنگله د اور په څېر خپور شي کله چې د تنظيم شويو جنايتکارو ډلو او يا ترهگرۍ د تمويل له لارو د پېۍسو د مينځلې خبره مطرح وي.

نوموړې زياته کړه: «اروپا د تجارت له پاره پرانيستې ده خو اروپا ساده نه ده.»

په تور ليست کې شامليدل د اروپايي ټولنې له خوا د بندیزونو سره د مخامخيدو په معنی نه ده خو دا به په اروپا کې بانکونه دې ته اړ کړي چې د مشتريانو له خوا د پېسو ليږد راليږد په ککله کنترول کړي او داسې شرائط برابر کړي چې د اروپایي ټولنې د مالي سیسټم په اعتبار باندې د سیستماتک اغیز څخه مخنيوي وکړي.

د دې ليست د پراخولو له پاره د اروپايي کمیسيون وړاندیز چې په راتلونکو میاشتو کې د اروپايي ټولنې د پارلمان او د غړيو هېوادونو له خوا بايد تائید شي، تر اوسه په چټکۍ سره رد شوی دی.

د سعودي عربستان د مالیې وزير محمد الجدعان، د اروپايي کمیسيون پر دې وړاندیز خواشینې ښوولې او ويلي یې دي چې «په خپلو مقرراتو او قانوني چوکاټونو» کې به اصلاحات راولي.

برېتانيا چې له اروپايي ټولنې څخه د وتلو په درشل کې ده او د پېسو مينځلو ضد خپل کوچنی نوملړ لري، ويلي چې د اروپايي ټولنې د پېسو مينځلو تورليست پراخول به «سوداگرۍ ته زيان» ورسوي.

پاناما چې په ۲۰۱۶م کال کې د تش په نامه شرکتونو د افتضاح له کبله د توجو مرکز گرځيدلیی وو، ويلي چې دي په دې وروستيو کې یې د پېسو د سپينولو پر ضد کلک قوانين وضعه کړي دي. د امريکا متحده ایالاتو د مالیې وزات له خوا بیا ويل شوي چې «د نوملړ د محتوا او[د اروپايي ټولنې]  د ناسمو پروسو په هلکه سختې انديښنې لري.»

Brüssel Vera Jourova, EU-Justizkommissarin
د اروپايي ټولنې د عدلیې کميساره ويره جورواانځور: Reuters/F. Lenoir

«لوړ معيارونه»

جوروا په شتراسبورگ کې د اروپا د پارلمان په غونډه کې وويل چې اروپا بايد «ډېر لوړ معیارونه» وټاکي څو دا خبره يقيني شي چې «د نورو هېوادونو څخه تورې پېسې زموږ په مالي سسټم کې ور گډې نه شي».

د اروپايي پارلمان د مالي جنايتونو د ځانگړې کميټې د زرغون گوند استازي سوين گيگولد، د کمیسيون دا حرکت د يوه «حقيقي پرمختگ» په توگه ياد کړ خو زياته یې کړه چې په نوملړ کې «تر ټولو ستر» سرغړونکي لا اوس هم نه دي شامل کړل شوي. نوموړي زياته کړه: «په دوی کې روسيه، د لندن ښار او ورپورې تړلې سیمې او آذربایجان شامل دي.»

پخوانې قاضۍ او د فرانسې د زرغون گوند د اروپايي پارلمان غړې ايوا جولي، چې په اصل کې د ناروې ده، وويل چې قبرص او برېتانيا هم بايد په دې نوملړ کې شامل شي.

د امريکا د ويرجن ټاپوگان او ساموا سيمه

د اروپايي ټولنې کميسیون وړاندیز کړې چې د تورو پېسو د منځلو په دې نوملړ کې دې لیبيا، بوتساوا، گانا، سوموا، بهاماس او د امريکا ساموا، گوام او پورته ريکو سيمې او همدا شان د متحده ايالاتو ويرجن ټاپوگانې هم بايد شاملې شي.

کميسیون بيا له نوملړه د بوسنيا، لاوس، يوگانډا او وانواتو د ايستلو وړاندیز کړی دی.

رويترز خبري آژانس د اروپايي ټولنې د سرچنيو له قوله ويلي چې برېتانيا په دې ليست کې د سعودي عربستان د شاملولو سره چې د اروپايي ټولنې د محصولاتو او وسلو ستر واردونکی هېواد دی، مخالفت ښوولی دی.