1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«اروپايي ټولنه دې افغان ماشومان نه اخراجوي»

۱۳۹۷ مهر ۲۴, سه‌شنبه

د «Save the Children» مرستندويه سازمان د اروپايي ټولنې پر هيوادونو غږ کړې چې د افغان ماشومانو د بيرته لېږد لړۍ دي ژر تر ژره ودوري.

https://p.dw.com/p/36d09
Deutschland München Proteste gegen Abschiebungen
انځور: Imago/ZUMA Press/S. Babbar

«Save the Children» مرستندويه ټولنې له اروپا څخه ستنو شويو ۵۷ افغانو ماشومانو سره خبري کړي او موندلې یې ده چې تقريباً درې پر څلورمه برخه دا ماشومان «تر ستنيدو وروسته ځان خوندي نه احساسوي.»

ويل شوي دي چې په جگړه ځپلي افغانستان کې دا ماشومان د بريدونو او همدا راز وسله والو ډلو له خوا د جذبيدو له گواښ سره مخامخ دي.

زياته شوې ده چې له ټولو ستنو شويو څخه یې نيمايي يوازې ول او يا پوليسو بدرگه کول. د دوی هر پنځم ماشوم ويلي دي چې تر ستنيدا وروسته ځينو کسانو هڅه کړې ده چي دوی په جگړو او روز زياتي کې ښکيل کړي.

د رپوټ په حواله نورو ماشومانو بيا د تبعيض، ناامنۍ او سخت خفگان خبره کړې ده.

د ياد سازمان د اروپا د مهاجرو د مدافع برخې مرستيالي کارين ميتز وويل: «د اروپايي ټولنې غړي هيوادونو افغانستان ته د دې ماشومانو په رسيدو سره د دوی د ساتنې او مرستې مسئوليت له خپلې غاړې لیري کوي.»

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د ملاتړ ماموريت (يوناما) د يوه رپوټ په حواله د ۲۰۱۸م کال د جنورۍ مياشتي له لومړۍ او سپتمبر د۳۰ نيټې ترمنځ په افغانستان کې ۶۵۳ ماشومان وژل شوي او ۱۴۸۳ د جگړو او بريدونو په ترڅ کې ټپيان شوي دي.

د اروپايي ټولنې د احصايي ادارې په حواله په ۲۰۱۷م کال کې ۴۲۶۰ او په ۲۰۱۶م کال کې تقريباً ۸۰۰۰  افغانان د اروپايي ټولنې له هيوادونو څخه افغانستان ته اخراج شوي دي.