1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنه د یونان ملاتړ کوي

۱۳۹۸ اسفند ۱۵, پنجشنبه

په بروکسل کي د اروپايي ټولني ۲۷ غړو هیوادونو د کورنیو چارو وزیرانو په اعلامیه کي راغلي دي، چي هغوی له ترکيې سره د یونان سرحد تقویه کوي او «یونان ته به په غیرقانوني ډول د ورننوتو اجازه ورنه کړي.«

https://p.dw.com/p/3YtnN
Türkei Tränengaseinsatz gegen Flüchtlinge an der Grenze zu Griechenland
انځور: picture-alliance/AA/H. M. Sahin

د ترکيې – یونان په سرحدونو کي د نښتو په جریان کي څو کسان ټپیان سوي او یو تن هم مړ سوی دی. خو هم یونان او هم ترکيه په سرحدونو کي د تشنج د رامنځته کیدو مسؤلیت یو پر بل باندي اچوي.

د اروپايي ټولني ۲۷ غړو هیوادونو د کورنیو چارو وزیرانو پرون(د مارچ میاشتي ۴ مه) په بروکسل کي د خپلي یوې اعلامیې په یوه برخه کي دا هم ویلي دي، چي له یونان څخه د دفاع او ترکيې سره د سرحدونو د تقویې په منظور به«اروپايي ټولنه او غړي یې د اروپايي او بين المللي قوانینو په چوکاټ کي ټوله لازم اقدامات تر سره کړي«.

انقرې ته یو پیغام

د اروپايي ټولني د کورنیو چارو وزیرانو په خپله غونډه کي د ترکيې په هکله ښکاره موقف نیولی او ویلي يې دي چي «اروپايي ټولنه د مهاجرو په فشار سره د یوې سیاسي وسیلې په توگه استفاده کول ردوي او دا د منلو وړ نه بولي.«

Türkei Tränengaseinsatz gegen Flüchtlinge an der Grenze zu Griechenland
انځور: picture-alliance/AA/H. M. Sahin

ددې دمخه د ترکيې – یونان په سرحد کي د یوه مهاجر د وژل کیدو قضیې د دغو دواړو هیواوو ترمنځ تشنج نور هم ډیر کړ. د ترکي رسنیو په حواله د یونان سرحدي ساتونکو دغه کس ویشتلی او نور ډیر یې زخمیان کړي هم دي. خو د یونان د حکومت یوه ویاند بيا دغه خبره په قاطعیت سره رد کړې او هغه یې « درواغ» بللي دي.

د اروپايي ټولني د داخلي مسایلو کمیسار، یلوا یوهانسن په دې هکله په احتیاط سره نظر ورکړی او ویلي يې دي «هیڅوک نه سي کولای مطمینأ ووايي چي ایا په اوس وخت کي د ترکيې – یونان په سرحدونو کي ټوله تدابیر د بين المللي حقوقو مطابق دي«.

کروشیا چي په اوس وخت کي د اروپايي ټولني د شورأ ریاست پر غاړه لري، داخله وزیر دا فور بوزینویچ یې ویلي دي چي اروپايي ټولنه د یونان ملاتړې ده. هغه همدارنگه وویل، «موږ له مهاجرو او پناه غوښتونکو څخه هم دا تمه لرو چي زموږ اروپايي قوانین مراعت او په نظر کي ونیسي«.