1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنه د مينسک خبرو د پايلو په تمه ده

بيرند ريگارد۱۳۹۳ بهمن ۲۴, جمعه

اروپايي ټولني په مينسک کي د ترسره سوو خبرو اترو په اړه چي اوکراين ته پکښي د سولي راتلو هيلي نغښتي دي خوشبيني ښوولې ده. په دغو خبرو کي د اوکراين په ختيځ کي پر يوه اوربند باندي هوکړه سوې ده.

https://p.dw.com/p/1Eb2V
انځور: Reuters/E. Vidal

د اوکراين جمهور رئيس پيترو پروشينکو، د آلمان صدراعظمه انکلا ميرکل او د فرانسې جمهور رئيس فرنسوا اولاند په بروکسل کي د اروپايي ټولني په غونډه کي لږ خسته ښکارېدل خو د مينسک په خبرو اترو کي له خپل منځکړيتوبه راضي ول.

د اوکراين جمهور رئيس پيترو پروشينکو وويل: «په تيرو درو ورځو کي ما يوازي پنځه ساعته خوب کړی دئ. خو ارزښت ئې لاره.»

انگلا ميرکل ډاډ ورکړ چي د اوکراين په اړه تر يوه اوونۍ پرلپسې سفر وروسته ځان ښه احساسوي. هغې زياته کړه: «پر دې سربيره کاري اوونۍ لا خلاصه سوې نه ده.»

په بروکسل کي د غونډي نورو گډون کوونکو د مينسک په خبرو اترو کي منځگړو غړو ته درې ساعته انتظار وايست څو له پوتين سره د مينسک د دوهمي غونډي د پايلو په اړه واوري. په دغو خبرو کي د اوکراين په ختيځ کي پر اوربند باندي هوکړه وسوه.

د اوکراين جمهور رئيس پيترو پروشينکو وويل چي د دې کار عملي کول به اسانه نه وي خو زياته ئې کړه: «دا زموږ له پاره ډېره حياتي ده، چي خپل فشارونه جاري وساتو، څو ژمني عملي سي.»

پروشينکو زياته کړه چي د هيواد د حاکميت له پاره ئې: اوربند، د درنو وسلو بيرته ليري کول، د بنديانو ژر تر ژره آزادي، له اوکراين څخه د ټولو بهرنيو جنگياليو ايستل او د سرحدونو ساتل ډيري اړين دي.

اوکراين ته نوري اقتصادي مرستي

د اروپايي ټولني شورا رئيس دونالد تاسک وويل چي اروپايي ټولنه دې موافقې ته رسېدلې ده چي له اوکراين سره مرستو ته ژمنه پاته سي: «کله چي خبره د غبرگون او د اوکراين د بيا رغاوني له پاره د ډيرو مرستو وي، نو اروپا به همداسي متحده پاته سي.»

له دولتي افلاس سره مخامخ اوکراين به له اروپايي ټولني او نړيوال صندوق څخه ستري مرستي ترلاسه کړي. په بروکسل ويل سوي دي چي له اوکراين سره د ۴۰ ميلياردو امريکايي ډالرو پر مرستي باندي هوکړه سوې ده.

له دې خڅه ئې ۱۷ ميليارده نړيوال صندوق او پاته ئې د دوه اړخيز کريډيټ په توگه امریکا متحد ايالات، جاپان، پولنډ، آلمان او نورو دولتونو پر غاړه اخيستي دي.

اروپايي ټولنه له اوکراين سره په دې برخه کي هم مرسته کوي چي له روسيه څخه ور وارېدونکي گاز بيه ورکړي. د اوکراين جمهور رئيس د اقتصادي مرستو په اړه وويل چي د دې ټولو له پاره «لومړی مهمه ده چي موږ سوله ولرو.»