1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغانستان د سولې پروسې له پاره د «ضامن» په توګه چمتو یو»

۱۳۹۸ فروردین ۱۹, دوشنبه

د دوشنبې په ورځ د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي دي چې دغه اتحادیه چمتو ده چې د افغانستان د سولې په پروسه کې د «ضامن» په توګه عمل وکړي. خو اروپايي اتحادیې د دغه ضمانت جزئیات او څرنګوالی نه دی مشخص کړي.

https://p.dw.com/p/3GTFw
Frankreich, Straßburg | Europäisches Parlament & EU-Flagge
انځور: picture-alliance/dpa/K.J. Hildenbrand

په داسې حال کې چې په نزدې راتلونکې کې د طالبانو د استازو او له افغانستان څخه پلاوی د قطر په پلازمینه دوحه کې سره جرګه شي، اروپايي ټولنې د افغانستان د سولې د پروسې له پاره د «ضامن» د نقش د ادأ کولو وړاندیز کړی دی.

د افغانستان حکومت په دې هڅه کې دی چې داسې یو پلاوی جوړ کړي چې پکې حکومتي استازي او له حکومت څخه د باندې اغیزمنو څیرې ګډون ولري، څو په قطر کې له طالبانو سره د افغانستان د سولې په هکله د افکارو تبادله وکړي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ټینګار کړی چې د قطر په غونډه کې د افغانستان د حکومت کوم پلاوی ګډون نه کوي خو زیاتوي چې که چیرته په دې پلاوي کې د کوم حکومتي چارواکي نوم شامل وي، نو دوی به په شخصي توګه په دې غونډه کې ګډون کوي.

بل لوري ته د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د اپریل میاشتې په ۸مه نیټه) د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د افغانستان د سولې پروسه «د نړیوالې ټولنې بشپړ ملاتړ او د رغنده ښکیلتیا» ته اړتیا لري.

د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو په دې اعلامیه کې ټینګار کړی دی چې د دواړو لورو د غوښتنې په صورت کې دوی [اروپايي اتحادیه] چمتو ده چې د افغانستان د سولې د پروسې له پاره د ضامن په توګه عمل وکړي.

تیره میاشت افغانستان ته د خپل سفر پرمهال د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مشرې فدریکا موګیریني د افغانستان د سولې له پاره افغان حکومت ته د اروپايي ټولنې د تضمین کوونکي د نقش لوبولو وړاندیز کړی وو. د اروپايي اتحادیې بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان د حکومت او طالبان مستقیمو خبرو ته رابللي دي او ویلي یې دي چې دغه ډول مذاکرات باید هر څومره چې ژر امکان ولري، ترسره شي. په یاده اعلامیه کې د «ضامن» د نقش په هکله نور جزئیات نه دي ورکړل شوي. په دې ترڅ کې د اروپايي اتحادیې یو شمیر غړو هیوادونو هم په دې برخه کې د لا ډیر سپیناوي غوښتنه کړې ده. 

د اروپايي اتحادیې یوه دیپلومات وویل چې د سولې د پروسې په تضمین کې به د سوله ساتو ځواکونو بیا ځای پر ځای کول او یا پوځي حضور شامل نه شي، بلکې د دې پر ځای به تر ډیره د بشري حقونو، سولې، او امنیت په برخه کې د لاسته راوړنو پر ساتنې څارنه شامله وي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي تر اوسه پورې څو ځله له طالب استازو سره ملاقاتونه لرلي دي. ټاکل شوې چې د روانې اپریل میاشتې په نیمايي کې به یو افغان پلاوی له طالبانو سره د «نظرونو تبادله» وکړي.

DPA -KH-SR