1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

اروپا ۴۰۰ میلیونه د کرونا واکسین دوزه ریزرف کړل

۱۳۹۹ خرداد ۲۵, یکشنبه

آلمان او د اروپایي اتحادیي درې نورو غړو هیوادونو د کووید-۱۹ ناروغۍ ضد د ۴۰۰ میلیونه دوزه واکسینو د تامين یو تړون لاسلیک کړی دی. اټکل کیږي چې د کرونا واکسین به د روان میلادي کال تر پایه بازار ته وړاندې شي.

https://p.dw.com/p/3djyQ
Symbolbild | Forschung | Impfstoff | Covid-19
انځور: picture-alliance/ANE

آلمان، ایتالیا، فرانسه او هالنډ «د اکسین اتحاد» رامنځته کړی دی او د نوي کرونا ویروس ضد درمل او واکسین ته د لاسرسي په خاطر یي له څو شرکتونو سره چې په اوس وخت کې د اغیزمنو واکسینونو په برخه کې څیړنې کوي، مذاکرات پيل کړي دي.

د آلمان د روغتیا وزیر ینس شپان، په دې اړه وویل: «د دې له پاره چې درمل د اړونده ادارو له خوا تر تائید وروسته په روان کال او یا هم راتلونکي میلادي کال کې په کافي اندازه په لاس رسي کې ولرو، سر له همدا اوسه باید د یوه تړون په شکل کې یو تولیدي ظرفیت تعیین او تضمين شي.»

شپان ټینګار وکړ: «د نړۍ ډیر شمیر هیوادونو خپل د اړتیا په اندازه واکسین ریزرف کړي دي، خو اروپا تر اوسه پورې په دې اړه کوم اقدام نه دی کړی.»

د کرونا د علاج په برخه کې ډېر ژر د لوی پرمختګ تمه کیږي

د هغه تړون په اساس چې له بریتانوي- سویډني شرکت استرازنکا (AstraZeneca) سره لاسلیک شوی دی، دغه شرکت د شاوخوا ۴۰۰ میلیونه دوزه واکسین په اختیار کې ورکول، تضمين کړي دي.

آسترازنکا او د بریتانیې اکسفورډ پوهنتون په مشترک ډول د سارس-کوو۲ یا کووید-۱۹ ناروغۍ له پاره د واکسین پر جوړولو څیړنې کوي.

د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ د دغه واکسین تولید له څو پړاونو تیر شوی دی او وړاندوینه کیږي چې وروستی پړاو به یي د روان ۲۰۲۰ م کال په وروستیو کې پای ته ورسیږي.

روسیي بیا ویلي دي هغه واکسین چې په دې هیواد کې تولید شوی دی په ازمایشي پړاو کې قرار لري او احتمال کیږي چې د روان کال په مني کې به بازار ته وړاندې کړای شي.

د روغتیا نړیوال سازمان په حواله، په اوس وخت کې په ټوله نړۍ کې د سارس- کوو۲ یا کرونا ویروس ضد د واکسینونو د تولید له پاره تر ۱۰۰ ډیرې تحقیقاتي پروژې روانې دي.

دویچه ویله فارسي: ش.ن/ ن.ص