1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«اروپا د روما لږکیو په ساتنه کې پاتې راغلې»

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ فروردین ۱۹, سه‌شنبه

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې اروپايي ټولنه او غړي هیوادونه یې د روما او سنتي لږکیو په ساتنه کې پاتې راغلي دي. د نوموړي سازمان په وینا روما لږکي تل په اروپا کې د تبعیض او زورونې سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/1BdwL
انځور: DW/L. Bryant


د روما لږکیو د نړیوالې ورځې په مناسبت، د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې په اروپا کې له ۱۰ څخه تر ۱۲ میلیونه میشت روما لږکي په بې ثباته شرایطو کې ژوند کوي.

د دې سازمان په رپوټ کې راغلي دي چې ډیر شمیر روما لږکي په زوره بیځایه کیدو، د پولیسو له تاوتریخوالي او تبعیضي چلند سره مخامخ دي. دغه رپوټ د بخښنې نړیوال سازمان په انترنتي پاڼه کې خپور شوی دی. په رپوټ کې پر ډیر شمیر اروپايي مشرانو باندې تور لگول شوی دی چې د روما ضد مفکورو ته انعکاس ورکوي. د دې سازمان په حواله روما لږکي په اروپا کې یا ډیر کم او یا هیڅ سیاسي استازیتوب نه لري.

په رپوټ کې راغلي دي: «ډیر وخت اروپايي مشرانو د روما لږکیو پر وړاندې بې عدالتي هغوی ته د غیر اجتماعي او نابللو کسانو په خطاب کولو سره غځولې ده. په داسې حال کې چې چارواکو په عمومي توگه د روما لږکیو پر وړاندې تاوتریخوالی غندلی دی، هغوی په دې کې پاتې راغلي دي چې د دغه تاوتریخوالي اندازه مشخصه کړي او د هغې پر وړاندې په مبارزه کې یې په ځنډ سره اقدام کړی دی.»

د بخښنې نړیوال سازمان پر اروپايي حکومتونو او اروپايي کمیسیون باندې تور لگولی دی چې د خپلو صلاحیتونو په چوکاټ کې په دې کې پاتې راغلی دی چې د تاوتریخوالي او تبعیض مخه ونیسي.

د بخښنې په نړیوال سازمان کې د مرکزي اسیا د څانگې مشر جان دلهوسین، ویلي دي: «اروپايي کمیسیون چې په غړو هیوادونو کې د اروپايي ټولنې د قوانینو د پلي کیدو د څارنې دنده پر غاړه لري، تر اوسه پورې په دې کې پاتې راغلی دی چې په دغو هیوادونو کې د روما لږکیو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر ضد واضح او مشخص تدابیر ونیسي.»

روما لږکي په اصل کې کوچیان دي چې له څو پیړیو راهیسې په اروپا کې له یوه ځایه بل ځای ته کوچیږي. ویل کیږي چې هغوی ډیر پخوا له هندوستان څخه اروپا ته راغلي وو. د دویمې نړیوالې جگړې پر مهال ډیر شمیر روما لږکي د نازیانو له خوا ووژل شول.

په یونان کې پر پولیسو باندې تور لگول شوی دی چې د روما لږکیو پر وړاندې یې تاوتریخوالی کړی دی. هغوی یوازې د تیر کال په لومړیو نهو میاشتو کې د روما لږکیو پر استوگنځایونو باندې ۱۱۳۰ عملیاته ترسره کړي ول. د بخښنې د نړیوال سازمان په رپوټ کې همداراز په فرانسې کې هغو پیښو ته اشاره شوې ده چې په ترڅ کې یې پولیسو په زوره روما لږکي له خپلو استوگنځایونو څخه بیځایه کړي دي. ویل شوي دي چې هغه وخت پولیسو د جټانو په خیمو کې په داسې وخت کې له اوښکې بهوونکي گاز څخه کار اخیستی وو چې ماشومان پکښې ویده ول.