1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ارزونه: د ولسي افغانانو په مرګ ژوبله کي ډيروالی راغلی

۱۳۸۹ آذر ۱, دوشنبه

د بشر د حقونو د خپل واک کمېسيون يوې ارزوني ښوولې چي سږ کال د جنګ جګړو پر مهال د وژل سوو ولسي افغانانو په شمير کي د تير کال په پرتله زياتوالی راغلی.

https://p.dw.com/p/QF3u
انځور: AP

کمېسيون ويلي چي د روان ۲۰۱۰ کال په لومړيو اوو مياشتو کي د جنګ جګړو پر مهال د وژل سوو ولسي افغانانو شمير۱۳۰۰ تنو ته رسيږي.

په داسي حال کي چي دغه شمير د تير کال د لومړيو اوو مياشتو په پرتله د پام وړ ټيټه وه.

بشر پالي ټولني د جګړو له ښکيلو غاړو چي پکښي افغان دولت، بهرني ځواکونه او طالبان راځي، غوښتنه کوي چي د جګړې پر مهال د ولسي خلکو ژوند ته درناوی وکړي او د هغوی د سر خوندي توب په خپلو لومړيتوبونو کي وشميري.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسيون په هغه څيړنه کي چي تر سره کړې يې ده د افغان دولت وسله وال مخالفين د دغو وژنو اصلي لاملين بللي دي.

په دغه تحقيق کي طالبان د ۶۷ سلنه ولسي مرګ ژوبلي او افغان او بهرني سرتيري په ګډه د ۲۳ سلنه ولسي تلفاتو عاملين ښودل سوي دي.

د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کميسيون د سيميز دفتر مشر شمس الله احمدزی وايي چي

افغان دولت او ملاتړ کونکو يې د هغو کسانو په محاکمه کي چي « د ولسي خلکو د مړيني لامل ګرځيدلي» ډير ضعيف عمل کړی، چي دا يو له هغو دلايلو څخه دی چي د ولسي خلکو د تلفاتو د زياتيدو لامل کړځي.

برتانوۍ ادارې اکسافام هم د ولسي خلکو په مرګ ژوبلي انديښنه څرګنده کړې.

د دغي ټولني يوې غړي په کابل کي وويل چي دوی د بې ګناه افغانانو مرګ ژوبلي خواشيني کړي دي او په دې لټه کي دي چي د امکان تر حده د جګړې ښکيلي غاړي دې ته وهڅوي چي د دغه راز مرګونو مخه ونيسي.

د يادي ټولني د پاليسۍ مشره اشلي جکسون وايي« هغه څه چي موږ ليدلي هغه دا دي چي د افغانستان په بيلا بيلو برخو کي جګړې پراخي سوي دي، او اوس د افغانستان شمال ته هم د جګړو لمن پراخه سوي او هلته هم د ولسي خلکو په مرګ ژوبله کي ۱۳۶ سلنه زياتوالی راغلی».

د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمېسيون د تازه تر سره سوي تحقيق موندني ښيي چي د تير کال په پرتله په روان کال کي د تر سره سويو ځانمرګو بريدونو په شميرکي هم کم والي راغلي.

کمېسيون د دغو بريدونو پر مهال د تير کال په مقايسه د اوښتو تلفاتو اندازه هم ټيټه ښيي.

د طالبانو د واکمنۍ له نسکوريدو را پدې خوا د جنګ جګړو پر مهال د ولسي افغانانو مرګ ژوبله هغه مسله ده چي څو څو ځله يې د کابل او واشنګټن تر منځ اړيکي هم خړي پړي کړي دي.

افغان دولت او ولسي خلکو په وار وار له ناټو غوښتنه کړې چي د خپلو عملياتو پر مهال د ولسي خلکو د ژوند خيال وساتي هغه څه چي ظاهراًً ورته د هو ځواب ورکړل سوی خو په اصل کي هر څه بل ډول دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل