1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردوغان: کېدای شي بل رفرنډم هم راوغواړو

۱۳۹۶ فروردین ۶, یکشنبه

د ترکيې ولسمشر وايي چې کېدای شي د اساسي قانون په سر تر لومړي رفرنډم وروسته به بل رفرنډم هم راوغوښتل شي. هغه به بيا په اروپايي ټولنه کې د غړيتوب په سر وي.

https://p.dw.com/p/2ZyBc
Türkei Antalya Erdogan Türkisch-Britisches Forum
انځور: picture-alliance/abaca/Y. Bulbul

د ترکيې ولسمشر د مارچ په ۲۵مه يعنې د شبنې په ورځ د ترکيې او بريتانيا په يوه مشترکه غونډه کې چې په آنتاليا کې نيول شوې وه، برېکسيټ يعنې له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا وتلو ته اشاره وکړه، او ويې ويل چې په دې فکر دی چې په اروپايي ټولنه کې د غړيتوب په سر رايه ورکول او تصميم نيول به د خپل هېواد خلکو ته ورپرېږدي.

رجب طيب اردوغان وويل چې اوسمهال ټاکل شوې ده چې د اپريل په ۱۶مه به د ولسمشر د واکونو د ډېرېدو په سر رفرنډم راوغوښتل شي. خو د ده په خبره کېدای شي چې له دې وروسته دويم رفرنډم هم راوغوښتل شي چې پکې به په اروپايي ټولنه کې د ترکيې د غړيتوب په سر رايې ورکړل شي. اردوغان وويل: «موږ به (د رفرنډم) نتايجو ته پابنده واوسو که ملت هر تصميم هم ونيسي.»

اردوغان دغه وينا په همغه ورځ وکړه چې د اروپايي ټولنې مشران د دغې اتحاديې د شپېتمې کليزې په ترڅ کې د روم په يوه غونډه کې د هغې د تاسيس بيانيه يعنې د روم بيانيه يو ځل بيا لاسليک کړه او په دې يې خپله ژمنه تازه کړه چې د اروپا له پاره يوه مشترکه راتلونکې غواړي چې د سولې، آزادۍ او ثروت په بنياد ولاړه وي.

د اعدام د حکم بيا پلي کېدل

د ترکيې ولسمشر په آنتاليا کې د اعدام د حکم د بيا پلي کېدو د احتمال په هکله هم خبرې وکړې. رجب طيب اردوغان دا اعلان هم کړ چې د دغسې يوه اقدام په صورت کې به د نړيوالو پايلو څخه ځان ساتي او هغه به نه مني. اردوغان دا هم وويل چې «که اروپايي ټولنه ووايي چې د اعدام د حکم په بيا پلي کېدو سره ترکيه نور په اروپايی ټولنه کې ځای نه شي نيولی، نو پرېږدئ چې همدغسې دي وي.»

د ۲۰۱۶ کال په جون کې د پوځي کودتا تر ناکامۍ وروسته په تکرار سره د اعدام د حکم د بيا پلي کېدو په هکله په ترکيه کې خبرې شوې دي. اروپايي اتحاديې ويلي دي چې که ترکيه دغسې يو کار وکړي، نو اروپايي ټولنې ته لاره موندل به نور ممکن نه وي.

اروپايي اتحاديې او ترکيې په ۲۰۰۵ کال کې د ترکيې د غړيتوب په سر خبرې اترې پيل کړې وې. دغه خبرې اترې د قبرس د موضوع او د بشري حقونو د ستونزو له کبله په پڅتيا سره مخ ته روانې وې. په تېرو څو مياشتو کې بيا دغه ارتباطات خورا خړ پړ شول. اردوغان د مارچ په ۲۳مه يعنې د پنجشنبې په ورځ دا هم ويلي وو چې د لومړي رفرنډم وروسته قصد لري چې له اروپايي ټولنې سره د مناسباتو او د مهاجرو په سر د دوه اړخيز تړون په سر هم خپل ولس وپوښتي يعنې رفنډم تر سره کړي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (31.07.2016):