1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردوغان: هيڅکله به اوربند اعلان نه کړو

۱۳۹۸ مهر ۲۴, چهارشنبه

په داسي حال کي چي ترکيې د سوريې په شمال کي خپلو عملياتو ته دوام ورکړی، د دغو عملياتو په تړاو سياسي شخړه ادامه لري. ولسمشر اردوغان د اوربند غوښتنې ردې کړي دي.

https://p.dw.com/p/3RMd6
Türkei PK Erdogan Syrien Invasion
انځور: Presidential Press Office

د ترکۍ ورځپاڼي »حريت« د راپور له مخي ولسمشر رجب طيب اردوغان له اذربايجان څخه د پرواز پر وخت ويلي دي: »موږ به هيڅکله اوربند اعلان نه کړو.« نوموړي زياته کړې ده چي د امریکا متحده ايالاتو له خوا پر ترکيې لګېدونکي بنديزونه يې نه اندېښمنوي.

هغه ويلي چي د واشنګټن فشار ته به ټيټ نه سي. د ترکيې ولسمشر ويلي چي لومړی بايد ترکي ځواکونه د سرحد په اوږدو کي خوندي ساحه رامنځ ته کړي او خپل هدف په لاس راوړي.

امريکا متحده ايالاتو د سوريې په جنوب کي د ترکي پوځ عمليات غندلي ول او د هغوی د درولو او په سمدلاسه توګه د اوربند غوښتنه يې کړې وه. دغه عمليات تېره اونۍ پېل سول. متحده ايالاتو د ترکيې پر ضد د دوشنبې په ورځ بنديزونه ولګول. ولسمشر دونالد ترمپ ګواښ وکړ چي که لګول سوي بنديزونه اثر و نه کړي، نو دغه بنديزونه به لا پراخ کړل سي.

د ترکيې پوځ په عيني حال کي خپلو پوځي عملياتو ته ادامه ورکړې ده. دغو عسکرو د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۹ کال د اکتوبر ۱۵مه) هم د سوريې په شمال کي د کوردي ملېشې YPG سره سختي نښتي وکړې.

انقره د دغو عملياتو په استدلال کي له خپل دفاعي حق څخه خبره کوي. ترکيه و YPG کوردي ملېشې او د دغې ملېشې سياسي بازو PYD ته د ترهګرو سازمانونو په سترګه ګوري. د کوردانو ياده مليشه د کوردانو د کارګر ګوند PKK سره اړيکي ساتي. دا په داسي حال کي چي PKK د امریکا او د اروپا د ترهګرو ډلو په ليسټ کي ځای لري.

ايا امريکا يوه باوري منځګړې کيدای سي؟

د ولمشر ترمپ مرستيال مايک پېنس او د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د چهارشنبې په ورځ انقرې ته سفر کوي. هغوی غواړي چي په سوريه کي د ترکيې د پوځي عملياتو د بندولو له پاره خبري اتري وکړي.

دا په داسي حال کي ده چي ترمپ د سوريې له شمال څخه د امريکايي عسکرو په ايستلو سره په دغه سيمه کي د ترکيې پوځي عملياتو ته لاره هواره کړې وه.

دا چي کوردي مليشو څو کاله د داعش پر ضد د امريکا متحده ايالاتو په ملاتړ جګړه وکړه، له سيمي څخه د امریکايي عسکرو وتل اوس د يوه خيانت په توګه احساسوي.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د چهارشنبې په ورځ يو وار بيا د سوريې په شمال کي د ترکيې پر پوځي عملياتو د بحث له پاره راغونډيږي. لوېديځ هيوادونه اندېښنه لري چي دغه عمليات په سيمه کي د داعش د بيا پياوړي کېدو لامل کيدلای سي.

په سلونو زره هجرت ته اړ سوي

د سوريې په شمال کي دمګړی د جګړې تر ټولو زيات اغېز پر ولسي کسانو دی. په دغه سيمه کي د نژدې يوې اونۍ عملياتو په ترڅ کي ډير انسانان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ سوي دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخي د ترکيې په ګاونډي هيواد سوريه کي د کوردي مليشو پر ضد د ترکي پوځي عملياتو له پيل راهيسي۱۹۰ زره انسانان له توغنديو او بمونو څخه په تېښته کي دي.

aa./nz. (dpa, afp, rtr)