1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اذربايجان او ارمنستان يو پر بل د اوربند د ماتولو تورونه لګوي

۱۳۹۹ مهر ۱۹, شنبه

اربايجان او ارمنستان دواړو ادعا کړې چې متقابل لوري د روسيې په منځګړتوب تر اوربند کولو يوازې څو ساعته وروسته تازه بريدونه کړي. په ناګورني قره باغ کې په تېرو اوونيو کې ډېرې مرمۍ لګېدلي دي.

https://p.dw.com/p/3jjcB
Aserbaidschan | Berg-Karabach | Stepanakert
انځور: Aris Messinis/AFP/Getty Images

اذربايجان او ارمنستان يو پر بل تورونه پورې کړي چې په ځايي‌ وخت د غرمې پر مهال نن ورځ پلی شوی اوربند يې نقض کړی دی. د ارمنستان د دفاع وزارت د رسنيو وياندې، شوشن ستېپانيان په تويتر کې ليکلي دي چې «ارمنستاني واحدونو د دښمن د بريد د درولو له پاره لازم تدابير پورته کړي دي.»

په ورته وخت کې د اذربايجان د دفاع وزارت هم داسې يوه بيانيه خپره کړې چې پر ارمنستان باندې يې پکې د اوربند د ماتولو تور لګولی دی. په دغه بيانيه کې راغلي دي چې «ارمنستان په ښکاره د اوربند له مقرراتو سرغړونه کوي.»

دغه اوربند د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف په منځګړتوب له لس ساعته خبرو اترو وروسته رامنځ ته شوی و. 

د سپتمبر د ۲۷مې نېټې راهيسې څه باندې ۴۰۰ کسان وژل شوي دي. د ناګورني قره باغ په نوم سيمه په رسمي توګه د اذربايجان خاوره ده،‌ خو د ارمني توکمو ځواکونو تر کنترول لاندې پاته شوې ده.‌ دغه ارمنيان په ۱۹۹۴ کال کې د بېلتون غوښتنې په سر د يوې جګړې راهيسې د ارمنستان له خوا ملاتړ تر لاسه کوي.