1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

احمدزی:امنيتي مسؤليت سپارل به هرو مرو پلی کيږي

۱۳۹۰ تیر ۸, چهارشنبه

افغان ځواکونو ته د امنيتي مسؤليت د ليږد بهير د همږغۍ مسؤل ډاکټر اشرف غني احمدزي وايي چي د امنيتي مسؤليت د ليږد بهير به هرو مرو پلی کيږي. داسي ويل کيږي چي اوس د امنيتي مسؤليت سپارلو پروسې د گډوډولو هڅي رواني دي.

https://p.dw.com/p/11lgn
د امنيتي مسؤوليت سپارلو کنفرانس
د امنيتي مسؤوليت سپارلو کنفرانسانځور: DW

د چهارشنبې په ورځ په کابل کي د کابيني، د ملي شورا د دواړو خونو غړو او واليانو په ګډون يوه غونډه جوړه سوې چي په ترځ کي به يې د امنيتي مسؤليت په برخه کي د پرمختګونو د څېړلو ترڅنګ ددغه بهير په وړاندي پرتې ستونزي هم وارزول سي.

مخکي له دې چي، په کابل کي د امنيتي مسؤليت د ليږد بهير په اړه درې ورځنۍ غونډه پيل سي ددغه ښار په لويديځه څنډه کي پر انټرکانټينټل هوټل د دولت وسله والو مخالفينو ډله ييز ځانمرګي بريدونه وکړل.

خو ښاغلي " احمدزي" دا بريدونه په کلکه وغندل او وې ويل: د دولت وسله وال مخالفين غواړي په دې توګه افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيت مسؤوليت سپارلو بهير له خنډونو سره مخ کړي.

د کابل پر انټر کانتيننتال هوټل د وسله والو طالبانو په ډله ييز ځانمرګي بريد کي د دوو پوليسو په ګډون ۱۲ کسان وژل سوي او ۱۳ نور ټپيان دي.

دغه بريد تيره شپه لس نيمي بجې پيل او د چهارشنبې د سهار تر ۶ بجو يې دوام وکړ.

افغان چارواکي وايي د بريد موخه په دغه هوټل کي د واليانو روانه غونډه ؤ. له سروبي پرته ټول کابل ولايت يو له هغو سيمو څخه دی چي، نږدې شل ورځي وروسته به يي امنيتي مسؤليت افغان ځواکونو ته وروسپارل سي.

دغه راز ، د کابل ترڅنګ د هلمند مرکز لښکرګاه ، د بلخ مرکز مزار شريف ، د لغمان مرکز مهترلام ، د هرات مرکز هرات ښار، باميان او پنجشير ولايتونه د امنيتي مسؤليت د ليږد په بهيرکي شامل دي.

اسماعيل شاکر/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل