1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اتریش: د مهاجرو له پاره د مسلکي زده کړو فرصتونه له منځه ځي

۱۳۹۷ شهریور ۱۴, چهارشنبه

په اتریش کې په هغو برخو کې چې د کاریګرو له کمښت سره مخامخ دي، تر ۲۵ کلنۍ کښته کسان کولی شي مسلکي زده کړې پیل کړي. خو اوس حکومت په پام کې لري چې د شریک کوچني ملګري گوند «اف. پي. او» په غوښتنه دغه څه بند کړي.

https://p.dw.com/p/34MV9
Bildergalerie Katholikentag Münster 2018 | DB Check-Up für Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/M. Schutt

واسع رسولي په اتریش کې خپل د خوښې کار موندلی دی. نږدې دوه نیم کاله کیږي چې هغه له افغانستان څخه اتریش ته تللی دی. اوس رسولي د اتریش په شتایرمارک کې په یوه سوپرمارکیټ کې د پرچون پیریدونکي په توګه مسلکي زده کړې کوي. رسولي د خپل کار په هکله وايي: «دلته زموږ ټول همکاران ډیر ښه خلک دي. او زما رئیس هم ډیر ښه انسان دی. هر څه سم دي.»

واسع رسولي  د شاوخوا ۱۰۰۰ هغو کسانو له ډلې څخه دی چې اوسمهال په اتریش کې مسلکي زده کړې کوي. له دوی څخه ډیری یې په هوټلونو کې او یو شمیر یې بیا په سوپرمارکیټونو کې کار کوي. دغه پناه غوښتونکي د مسلکي زده کړو د ټولو زده کوونکو شاوخوا ۱ سلنه کيږي.

د اوسنیو مقراراتو پر اساس که چیري د یوه پناه مهاجر سن تر ۲۵ زيات وي، په دې صورت کې یو کس د دې امکان په لاس راوړي چې مسلکي زده کړې وکړي. په دې ترڅ کې دا مهمه ده چې یو شخص داسې کار ځای پیدا کړي چې پکې د کاریګرو کمښت موجود وي.

Österreich Vizekanzler Strache
د اتریش د اف پي او د ګوند غړی او د دې هیواد د صدراعظم مرستیال هاینڅ کریستین شتراخه انځور: Reuters/H. Bader

اوس د اتریش حکومت غواړي په حکومت کې د شریک «اف. پي. او» ګوند په غوښتنه په دغه قانون کې بدلون راولي. د دې ګوند مشر او د اتریش د صدراعظم مرستیال هانیس کریستین شتراخه د دې تغیراتو وړاندیز کړی دی. نوموړي د «او. آر. اف» په نامه شبکې سره د خپلې دوبنۍ مرکې په ترڅ کې په دې هکله وویل: «داسې باید نه وي چې د يوه پناه غوښتونکي دوسیه تر ارزونې لاندې وي، او دا معلومه نه وي چې هغه مثبت ځواب اخلي که منفي؛ او دا هم معلومه نه وي چې هغه په دې هیواد کې د پاتېدو چانس لري، دوی مسلکي زده کړې پیل کړي. داسې باید نه وي.»

د حکومت پر دغه اقدام نیوکې

تر دې وړاندي ځيني پیښې د دې قانون په اړه د بحث سبب ګرځیدلي دي. د بیلګې په توګه ځيني رد شوي پناه غوښتونکي له دې امله چې په مسلکي زده کړو بوخت وو، دوی په اتریش کې د پاتېدو حق ترلاسه کړ. په دې ترتیب سره اوس هڅه کیږي چې هغه شمیر پناه غوښتونکي د مسلکي زده کړو فرصت په لاس راوړي، چې په دې هیواد کې د پناه غوښتنې په هکله پریکړه شوي او دوی ته مثبت ځواب ورکړل شوي وي.

د اتریش د حکومت ویاند پیتر لوانسکي بیا په دې هکله وايي چې په اتریش کې د پاتېدو حق باید د مسلکي زده کړې د دورې څخه په ګټه اخیستنې د امکان وړ نه وي. په داسې حال کې چې اتریش د مسلکي کاریګرو له کمبود سره لاس او ګریوان دی، نو په دې برخه کې د حکومت پر نوی ابتکار باندې انتقادونه ډیر دي. په اتریش کې د ښه اقتصادي وضعیت او د شاوخوا ۱۵۰۰۰ د مسلکي زده کړو د خالي ځایونو له کبله ګڼ شمیر پناه غوښتونکي په دې هڅه کې دي چې دغه خالي کار ځایونه ډک کړي او په دې ترتیب سره په دې هیواد کې د پاتېدو حق ترلاسه کړي.

Deutschland Symbolbild Flüchtlinge Wirtschaft Fabrik Ausbildung
انځور: picture-alliance/dpa/F. Kästle

د اتریش په پلازمینه ویانا کې د حکومت اپوزیسیون بیا وايي چې دا په اصل کې یو سیاسي مانور دی چې د هیواد اقتصاد ته زیان رسوي. د اتریش د سوسیال ديموکرات له ګوند څخه کریستین کرن، په دې هکله وایيي: «که چیري داسې کسان وي چې ډیره هڅه کوي او غواړي کار وکړي او موږ هغوی ته د کار اجازه ور نه کړو او پر کور یې کښینوو، دا په بشپړه توګه بې معنی کار دی.»

افغان پناه غوښتونکي واسع رسولي هم په اتریش کې د خپلې پناه غوښتنې له پاره منفي ځواب ترلاسه کړی دی او نوموړی له دې اړخه ډیره اندیښنه لري. هغه وايي: «زه باید درې کاله نور هم د مسلکي زده کړو په دې دوره کې زده کړې وکړم.» ان که د خپلې خوښې کار موندل یې یوازې یو خوب هم پاتې شي، رسولي غواړي د هرې ممکنه لارې پر مټ د مسلکي زده کړو دغه دوره پای ته ورسوي.

Deutschkurs für Asylbewerber
انځور: picture-alliance/dpa

رسولي او د هغه په شان نور پناه غوښتونکي د حکومت له لوړ ټکي څخه غیر مستقیم ملاتړ له ځانه سره لري. د اتریش ولسمشر الکساندر فان در بلن د حکومت د دغه پلان شوي کار یو له مخالفینو څخه دی. هغه وايي: «دا یو بې معنی اقدام دی چې زه به یې پر وړاندې ودریږم.

زموږ له آرشیف څخه: