1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اتريش غواړي د بالقان لاره د تل له پاره وتړي

آژانسونه/ ن.ص۱۳۹۵ مرداد ۲۹, جمعه

د اتريش د بهرنيو چارو وزير، زېبستيان کورڅ، غواړي چې د بالقان لاره د تل له پاره وتړي. کورڅ وويل چې «غيرقانوني مهاجر يوازې په دې درول کېدای شي چې د اروپايي ټولنې بهرني سرحدونه مو تړلي وي.»

https://p.dw.com/p/1JlX4
Griechenland Mazedonien Flüchtlinge aus Afghanistan Idomeni
انځور: Getty Images/AFP/S. Mitrolidis

د اتريش د بهرنيو چارو وزير د آلمان د «راينيشه پوست» ورځپاڼې ته ويلي دي چې په پسرلي کې د بالقان لارې په تړل کېدو سره هغه مقدار پيسې هم ډېرې شوې دي چې قاچاقبران يې له کډوالو څخه اخلي.

له دې سره د هغه په خبره له غير قانوني مهاجرو سره د خلکو علاقه هم کمه شوې ده. د اتريش د محافظه کار ګوند دغه سياستوال د آلمان د صدراعظمې، انګلا مېرکل، هغه پرېکړه هم ناسمه وبلله چې د ۲۰۱۵م کال په سپتمبر کې يې د څه مودې له پاره مهاجر دې ته پرې ايښي ول چې پرته له خنډونو له هنګري څخه اروپا ته مخه وکړي.

خو مېرکل ورپسې بيا «د مهاجرو د شمېر د محدودولو او ځان ساتلو سياست» غوره کړ. کورڅ دا هم وويل چې «د اروپا پر لور دروازه پرانيستې وه. اوس بر عکس لوری تعقيبيږي او پولې تړلې پاته دي.»

کورڅ ټينګار وکړ چې په اروپا کې په دې باندې تفاهم شوی دی چې کډوال اصلا د دې انتخاب نه لري چې چېرته غواړي ژوند وکړي.

نوموړي د ډبلين د تړون په څېر د يو بل تړون د پلي کېدلو غوښتنه وکړه چې کډوال يې بايد له مخې په هغه هېواد کې د پناه غوښتنې عريضه ورکړي کوم ته چې هغوی لومړی رسېدلي ول. کورڅ وويل چې «اروپايي ټولنه بايد د هغو هېوادونو اصول خپل کړي چې د کډوالو بهيرونه يې په اغېزمن ډول درولي دي، لکه هسپانيا او استراليا.» دا په دې معنی ده چې «هغه څوک چې په غير قانوني توګه راځي، بايد ودرول شي» څو په بدل کې «په محدود ډول پناه غوښتونکي راپرېښودل» شي.

له ترکيې سره د مهاجرو پر تړون نيوکه

له ترکيې سره شوي د مهاجرو تړون ته کورڅ په انتقادي سترګه ګوري. هغه ټينګار وکړ چې يوه پياوړي اروپا بايد خپل سرحدونه وساتي. د ده په خبره بايد د سرحد د ساتنې او سمندري پوليسو ګډ واحدونه جوړ شي او مهاجر په هغه ځای کې پاته شي چېرته چې هغوی لومړی رسيږي.

سربېره پر دې بايد هغه مهاجر چې پناه يې رد شوې وي، بېرته خپلو هېوادونو ته واستول شي. په دې موخه بايد د هغوی له اصلي هېوادونو سره هوکړه ليکونه امضا شي.

د کورڅ په خبره بايد پر هغو هېوادونو باندي فشار راوړل شي، چې نه غواړي خپل اتباع بېرته ومني. د دې هدف له پاره بايد «د مالي مرستو د بندولو ګواښ هم ورسره مل شي.» د اتريش د بهرنيو چارو د وزير په خبره بايد اروپايي ټولنه نه يوازې ګډو ارزښتونو بلکې مشترکو ګټو ته هم وګوري او ورته لومړيتوب ورکړي.