1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا ۲۰۱۹م کال به د مصنوعي غوښې د توليد کال وي؟

۱۳۹۷ دی ۱۶, یکشنبه

آیا د حیواناتو له حجرو څخه چمتو شوې غوښه به بالاخره هومره پريمانې اندازې ته ورسيږي چې په بازارونو کې ورته مشتريان لاسرسي ولري؟ دغه ډول غوښه البته ځمکې او د انسان او حيوان روغتيا ته سترې پايلې له ځانه سره لري.

https://p.dw.com/p/3B5pK
Aleph Farms Cell-Grown-Steak
انځور: Aleph Farms Ltd

 

زموږ د خوړو په ورځني نظام کې داسې غذايي فهرستونه موجودي دي چې په رعايت کولو سره يې د کاربن (کاربندای اکساید) په کمولو کې ډيره مرسته کيدلای شي. لکه د غوښې نه مصرفول او يا هم په بشپړه توګه له سبزيو څخه استفاده کول. خو تمه ده چې زموږ په ژوند کې دغه مخ په ډيريدونکي توګه تغييرات به ډير ژر د آزمايښتي غوښې په جوړيدو له منځه لاړ شي.

په اسرائيل کې د «الف» په نوم فارم په دسمبر مياشت کې په لابراتوار کې د توليد شوې غوښې لومړنۍ ټوټه خلکو ته ښکاره کړه.

له دغه توليد سره، دغه نوې تاسيس شوي شرکت په واقعيت کې خپله يوه تر ټولو لويه ستونزه له مخې لرې کړه. هغه هم په لابراتوار کې د داسې يوې غوښې پرورش او توليد چې د ماهيچې او د وازدو جوړښت په کې يوځای شوی وي.

دیدر توبیا، د دغه شرکت له بنسټ ايښودونکو څخه يو دی. هغه وايي: «غوښه يو پيچلی جوړښت لري. دا يوازې د حجرو يوه لويه ټوټه نه ده.» توبيا زياتوي: «د مخلتفو ډولونو حجرې له يو بل سره فعاليت کوي تر څو يې د غوښې يو ځانګړې درې بعدي جوړښت رامنځ ته کړی وي.»

په متحده ايالتونو کې د «خوراک او درملو ادارو» او د «کرهڼې ادارې» څو مياشتې مخکې اعلان وکړ چې دوی په نظر کې لري تر څو «په ګډه د حيواناتو او مرغانو له حجرو څخه غذايي محصولات» جوړ کړي. دغه مسئله د دې ښکارندويي کوي چې تر هغه وخته چې دغه توليدي غوښه په پراخ ډول د خرڅلاو او په بازار کې د خلکو د لاسرسي وړ وي، ډیر وخت به ونيسي.

خو په واقعيت کې موږ له دغه وخت سره څومره فاصله لرو چې په لابراتوار کې توليد شوې غوښه مو په خپلو ورځنيو خوراکونو کې ورشامله يا مو د خپلو ورځنيو خوراکونو يوه برخه ګرځيدلې وي؟

In-vitro-Fleisch
د دغه برګر توليدول شاوخوا ۳۰۰ زره ډالر پريوتلیانځور: David Parry/PA Wire

د آزمایښتي غوښې د توليد لګښت

د آزمايښتي غوښې د توليد په اړه له څو کلونو راهيسې تحقيقات ادامه لري، له هغه وخته چې «ناسا» په ۲۰۰۰مه لسيزه کې د سمندري غوښو او غذاو په اړه تحقيقات پیل کړل.

په لابراتو کې جوړه شوې د غوښې لومړنۍ ټوټه چې د يوه برګر په بڼه وه، د هالنډ په ماستريخت پوهنتون کې توليد شوه. دغه غوښه د غوايي د اورميګ له اساسي حجرو څخه توليد شوې وه. دغه توليد شوې غوښه دومره ارزانه هم نه وه. د دغې غوښې يا برګر د توليد له پاره ۲۵۰ زره يورو، چې څه باندې ۳۰۰ زره ډالر کيږي لګښت راغلی وو. خو د دې په پرتله د «الف» په لابراتوار کې دغه لګښت ډير ټيټ دی. دلته په اوس وخت کې د يوې کوچنۍ ټوټې غوښې پر توليد شاوخوا ۵۰ ډالره لګښت راځي.

نن ورځ ډيری شرکتونه د مختلفو غوښو د توليد له پاره د خوک له ساسج څخه نيولې تر وحشي ايږانو او مرغانو څخه کار اخلي. د دغو شرکتونو له ډلې يو يې«هاير ستيکس» ده. د دغه شرکت مديره او بنسټ ايښودونکې بنيامينه بولاګ وايي چې په دې برخه کې فعال شرکتونه روان کال د خپلو توليداتو پر پراختيا او د هغو د نرخونو پر کمولو کار کوي.

هغې له دويچه وله سره په مرکه کې وويل: «زه فکر کوم چې ډير خلک کوښښ کوي تر څو خپله کاري ساحه راتنګه کړي، حتی غواړي خپل کارونه يوازې د يوه رستورانټ په چوکاټ خلاصه کړي.» ميرمن بولاګ زياتوي: «له دې پرته به دغه خلک اړ وي تر څو د خپلو هيوادونو له [مالياتي] مقرراتو څخه پيروي وکړي.»

 آیا دا د چاپيريال له پاره ګټور دی؟

 له هغه ځايه چې ويل کېږي د غوښې مصرف به په راتلونکو درو لسیزو کې ۷۰ سلنه پورته او د ځمکې نفوس به هم تر ۲۰۵۰م کاله ۶،۹ ميلياردو ته ورسيږي، د آزمايښتي غوښو توليد به وشي کړای د ژوندانه د چاپيريالي لګښتونو په کمولو کې مرسته وکړي.

د «ملګرو ملتونو د خوراک او کرهڼې سازمان» (FAO) وايي چې د نړۍ د ګلخانه يي ګازونو ۵،۱۴ برخه يې څاروي توليدوي، چې په دوي کې بيا تر ټولو ډيره برخه ګاز يې غويان او غواوې توليدوي. څاروي دغه راز د کرهڼيزو ځمکو ډيره برخه هم د څړځايونو او د وښو د توليد له پاره ځان ته اختصاصوي.

ترڅنګ د دې چې د توليدي غوښې په اړه خوشبيني ده چې د ژوند چاپيريال ته ګټي لري خو يو شمير کسان بيا پر دې مسئله کې شک لري چې دغه غوښې دې په ځمکه کې د ګلخانه يي ګازونو کچه ښکته کړي.

 آیا د انسان له پاره ګټوره ده؟

له هغو ګټو چې له مخکې يې ژمنې شوې يوه يې دا ده چې په لابراتور کې جوړه شوې غوښه د هغو ناروغيو په کموالي کې مرسته کوي کومې چې د حيواناتو له غوښې څخه پيدا کيږي. لکه د سلمنيلا عفونت او د غویانو د ليونتوب ناروغيانې.

که چيرته غوښه په لابراتواري چاپيريال کې توليديږي، د باکتريا سره يې د ککړتيا خطر لوړ دی، خو تر څنګ دا هم کيدای شي چې هغه دې پرته له هر ډول باکترياو څخه وي.

Weißrussland Kühe der Rasse Schwarzbunte
د غوا له غوښې د ۱۵ ګرام پروتين توليدولو له پاره، د ۱۰۰ ګرامه نباتي پروتينو ته اړتيا دهانځور: Reuters/V. Fedosenko

د آزمايښتي غوښو يوه ګټه دا ده چې د رشد له پاره يې انتي بيوتيک او هورمون ته اړتيا نه وي، په داسې حال کې چې په شرکتونو کې د ډيرو غوښو توليد، په شديده توګه له همدغو موادو سره تړاو لري.  

 توبيا وايي: «موږ فکر کوو چې دا يوه لويه ګټه ده، دا هغه ګټې دي چې په اړه يې خبرې نه کيږي.»

تر څنګ د دې چې دغه خوښې د روغتيا له پاره مشخصې ګټې لري، شرکتونه به دا هم وشي کړای چې دغو غوښو ته مشخص عناصر هم ورزيات کړي، لکه مالګه، او یا هم اشباع شوې او يا غير اشباع شوې وازده. 

د «هاير ستيکس» شرکت مشره بنيامينه بولاګ په دې برخه کې داسې وايي: «دغه مسئله، چې د غوښې توليد تر ډيره بريده د مشتري له غوښتنې سره تړاو لري، په خپله کولای شي غوښه ل اسالمه وساتي.» بولاګ په دې اړه د لا زياتو توضيحاتو په ورکولو وايي: «له همدې امله د وازدې انتخاب، د يو شمير ويتامينونو ورزياتول او تاسو کولای شئ ډير نور شيان هم وراضافه کړئ. د بيلګې په توګه کولای شئ اشباع شوې وازده د اوميګا ۳ پر ځاي وټاکئ.»

څو کاله تر پراخ توليد پورې؟ 

په اسرائيل کې د «الف» فارم بنسټګره دیدر توبيا په دې نظر ده چې د «الف» په لابراتور کې د جوړې شوې غوښې جوړښت او بوی د آزمايښتي غوښو راتلونکې له پاره هيله بخښونکی دي. دوي په پام کې لري چې سږکال د غوښو د ټوټو اندازې لويې، خوند يې نور هم ښه او نرخونه يې راښکته کړي.

توبيا وايي: «موږ لا هم دوو نورو کلونو ته اړتيا لرو تر څو د غوښې توليد د بازار له پاره تيار کړو، او بيا تر هغې وروسته په احتمالي توګه دوه نور کلونه په کار دي تر څو دغه غوښه په پراخه کچه بازار ته انتقال شوې وي.»

په دې ترتيب به د دغه شرکت له خوا توليد شوې ازمايښتي غوښه، په کال ۲۰۲۲م کې په سوپرمارکيټونو کې د مشتريانو د لاسرسي وړ وګرځي.

دویچه وله / ع. ح /م. ک. ص

دلته يو انځوريز البوم هم کتلای شئ - آرشيف: