1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

آیا ډاکټر پیشر غوښتل ناروغان ووژني؟

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۹, یکشنبه

پر فرانسوي ډاکټر فریدریک پیشر باندې ناروغانو ته د زهرجنې پيچکارې لګولو دوسیو شمیر ۲۴ ته لوړ شوی دی. د هغه کار تر عملیات مخکې ناروغاتو ته انستیزي یا بی هوښي ورکول وو.

https://p.dw.com/p/3IjJW
Frankreich Frederic Pechier ARCHIV
انځور: Getty Images/AFP/S. Bozon

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ له مخې د ډاکټر فریدریک پیشر پر ضد لا پخوا قانوني بهیر پيل شوی وو. نوموړی ۷ مریضانو ته پر زهر ورکولو تورن وو، خو اوس ۱۷ نورې دوسیي هم را برسیره شوي دي چې له دې سره د داسې دوسیو شمیر ۲۴ ته رسیدلی دی.

د ډاکټر پیشر مدافع وکیل د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «تر دې دمخه د هغه پر ضد د اوو ناروغانو دوسیې وې. دغه ډاکټر پر دې تورن وو چې د بی هوښۍ له دوا سره به یي زهر ګډول. له اوسنیو تورونو په یوځای کیدو سره په مجموع کې د هغه پر وړاندې د دوسیو شمیر ۲۴ ته رسیدلی دی.»

د مدافع وکيل په حواله: «دې ډاکټر د فرانسې د بزانسن ښار په دوو کلینیکونو کې کار کاوه. که پر دغه فرانسوي ډاکټر جرم ثابت شي نو کیدای شي هغه ته د عمري بند سزا واورول شي.» د رپوټ له مخې اوس دغه ډاکټر په ضمانت پريښول شوی دی.

China Krankenhaus in Nanning, Spritze HIV
ډاکټر فریدریک پیشر ۲۴ ناروغانو ته په زهرجنې پيچکارۍ کولو تورن دیانځور: picture-alliance/Zuma Press/Xinhua/Lu Bo'An

داسې فرضیي هم موجودې دي چې دغه ډاکټر ښایې د بی هوښۍ له پاره ځنې درمل جوړ کړي وي چې غوښتل يې هغه پر مریضانو تجربه کړي؟ دا چې له هغه څخه په دې اوږدمهاله تحقیقاتو کې کومه نتیجه نه ده ترلاسه شوې، ممکن هغه بی ګناه وبلل شي.

پر ډاکټر پیشر لومړنی تور په ۲۰۱۷م کال کې ولګول شو. د تیرو لسو کلونو په موده کې د هغه پر ضد اووه تورونه لګول شوي چې په اړه یي له ده څخه پوښتنې او ګرویږدنې جریان لري. د هغو ناروغانو عمرونه چې پیشر یي په زهر ورکولو تورن دی له ۴ او ۸۰ کلونو ترمنځ وو. له دغو ناروغانو څخه اوو یي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

آژانسونه/ ش. ن/ س. ر