1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عراق د سعودي عربستان او ایران ترمنځ

۱۳۹۷ خرداد ۴, جمعه

د عراق په پارلماني ټاکنو کې د مقتدا الصدر بریالیتوب په دې هیواد کې د سیاسي لوبې بڼه بدله کړه. د عراق د شعیانو دغه دیني عالم په خپل هیواد کې د ایران د نفوذ د پراخوالي مخالف دی او له سعودي عربستان سره ښې اړیکې ټینگي کړي دي

https://p.dw.com/p/2yKKo
Irak, Bagdad: Portrait Muqtada al-Sad
انځور: picture-alliance/K. Kadim

د مقتدا الصدر ډلې چې د «سیریون» په نامه یادیږي د عراق د پارلمان د ۳۲۹ څوکیو څخه ۵۴ گټلي دي. که څه هم هغه له اکثریت څخه ډير واټن لري، خو په پارلمان کې د څو نورو کوچنیوډلو په پرتله دير پیاوړی دی چې کولای شي په یو ائتلافی حکومت کې برخه واخلي. په همدی وجه هغه په تیرو ورځو کی له مختلفو انتخاب شوو ډلو سره لیدنې کتنې کړي، د هغو په جمله کې د هادي الامیر چې په ټاکنو کې دوهم مقام لري او ایران پلوي «ال هشد اشعبی» او دغه راز د اوسني صدراعظم حیدر العبادي سره، چې د انتظار پر خلاف دریم مقام لري.

ډيري گمان کوي چې د عبادي د ماتې سره سره، کیدای شي  هغه بیا د حکومت د مشر په توگه وټاکل شي، ځکه هغه له سیمه ایزو او نړیوالو قدرتونو سره ښیې اړکې پاللي دي، هم له ایران او هم له امریکا متحده ایالاتو سره.  مقتدا الصدر د عبادي مخالف هم نه دی.

د سعودي عربستان لپاره تاریخي چانس؟

د مقتدا الصدر بریالیتوب د سعودی عربستان لپاره هم ښه موقع برابره کړې ده چې په عراق کی بیرته خپل نفوذ ټینگ کړي. ځکه هم الصدر او هم د عبادي لپاره دا  مهمه ده چې په  خپل هیواد کې د ایران د نفوذ د پراخوالي مخه ونیسي. الصدر خپله د تیرکال په جولای کې د سعودی عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره ولیدل. له هغه څخه په سعودی عربستان کې تود هرکلی وشوو. د عراق اوسني صدراعظم  عبادي درې میاشتی وروسته ریاض ته لاړ او د امریکا متحده ایالاتو د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر، ریکس تیلرسن په حضور کې له سعودی عربستان سره د اقتصادي او سیاسي چارو یوه همغږې شورا جوړه کړه.

	Saudiischer Kronprinz Mohammed bin Salman trifft sich mit dem irakischen Schiitenführer Muqtada al-Sadr
انځور: Reuters/B. Algaloud/Courtesy of Saudi Royal Court

په حقیقت کې له هغه وخت څخه چې عبادي د عراق د حکومت مشر دی، د سعودی عربستان او عراق اړیکې ښې شوي دي. په ۲۰۱۶ کال سعودي عربستان بیرته خپل سفارت چې په ۱۹۹۰ کال کې کویت باندی د صدام حسین د یرغل څخه را په دی خوا تړل شوی ؤ، بیرته پرانیست. عراق لیوالیتا لري چې  په بیا رغاونه کې سعودي عربستان ور سره مرسته وکړي، به بدل کې سعودیان د زیات نفوذ په لټه کې دي.

له دی امله سړی ویلای شي چې  په عراق کې د سعودي لپاره هیڅکله داسی یوه ښه موقع برابره شوې نه وه. خو د منځني ختیځ کار پوه او د ختیځ لپاره د «زینیت» د مجلې ناشر له دی نظر سره ډير زیات موافق نه دی:« صدر  یو ښکاره عوام پال دی.  هغه د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۴ کال په مینځ کې د مالکي په حکومت کې له څو وزیرانو سره برخه درلوده، خو کله چې به په عام محضر کې ښکاره شوو، نو پر حکومت به یې نیوکې کولې او داسې ښکاره کوله چې لکه چې اپوزسیون وي. صدر به له دی وروسته هم دا کار وکړي. نو په دې وجه  د عراق په یو راتلونکي حکومت کې هغه یو ډير ستونزمن شریک دی.»

آیا عراق  به د تهران او ریاض ترمنځ مینځگړیتوب وکړای شي؟

په عین وخت کې صدر د دې ډير سخت مخالف دی چې په هیواد کې یې بهرنیان مداخله وکړي. په ۲۰۰۳ کال کې د امریکا او د هغې د متحدینو له یرغل  څخه وروسته د مقتدا الصدر د مهدي په نامه پوځ څو کاله  د اشغالي پوځونو پر ضد مقابله وکړه.

کارپوهان وايي که چیري سعودي عربستان ډير زیاته بیړه وکړي چې په عراق کې خپل نفوذ ژر تر ژره پراخ کړي، کیدای شې چې دغه نوې خواخوږي چې ور سره پیدا شوې  بیرته له لاس ورکړي. ځکه که څه هم عراقیان د سعودیانو مالي مرستو ته هرکلی وايي او چمتو دي چې په عراق کې ورته زیات نفوذ ومني، په دی شرط چې د عراقي کردانو د خپلواکې د اعلان له  ملاتړ څخه لاس واخلي، خو  حتی د ایران سرسخت انتقاد کونکي عراقیان هم نه غواړي چې هیواد یې بیا د یوې نیابتي جگړې ډگر وگرځي.

Bildkombo Ajatollah Ali Chamenei und Mohammed bin Salman
انځور: picture-alliance/dpa/AP/Office of the Iranian Supreme Leader/R. Jensen

د منځني ختیځ کارپوه دانیل گرلاخ وايي:  « عراقیان به د ایران او سعودی عرب له نفوذ څخه په خپله گته کار واخلي. دوی وايي:  د ایران نفوذ په عراق کې یو طبیعی امر دی ، خو دا په دی معنی نه ده چې موږ د سعودیانو او نورو دولتو د نفوذ په مقابل کې خنډ اچوو. هغوی له دواړو اړخونو څخه د اعظمي گټي په لټه کې دي.»

 

د دغه کار پوه په نظر حتی عراق کولای شي چې د سعودی عربستان او ایران ترمنځ یو ښه منځگړی وگرځي: «د منځني ختیځ په سوله کې د عراق مینځگړیتوب ته باید هیڅکله په کمه سترگه ونه کتل شي. عراق د ایران او سعودي عرب په اړیکوکې  دير زیات اغیزه کولای شي او د هغوی ترمنځ د یو دیالوگ لپاره پرانیستلای شي.»