1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا شمالي کوریا د کرونا ویروس څخه پاکه ده؟

۱۳۹۹ فروردین ۱۹, سه‌شنبه

په داسې حال کې چې په نړۍ کې د کرونا ویروس مخ په پراخیدو دی، شمالي کوریا لا تر اوسه د کومې مثبتې پيښې د ثبتیدو خبر نه دی ورکړی. خو دغه هیواد د کرونا ویروس د مخنیوي پر وړاندې څه کولی شي؟

https://p.dw.com/p/3abCT
Nordkorea: Raketenübungen unter Leitung von Führer Kim Jong Un
انځور: Reuters/KCNA

د کرونا کړکیچ په ترڅ کې هم په شمالي کوریا کې د تیر په څیر د باور وړ واقعیتونو کمښت دی او د دې پر ځای تبلیغات، اټکلونه ګونګوسي لاندې باندې کیږي.

یوازې دا خبره معلومه ده چې رژیم د جنورۍ په پای کې، له اروپا څخه تر مخه دغه نه ښکاره کیدونکي ګواښ ته غبرګون وښود. دولتي ورځپاڼې رودونګ زنموم، هغه مهال د دغه ویروس پر وړاندې مبارزه د «ملي بقا» په توګه یاده کړه.

شمالي کوریا د مارچ میاشتې په ۱۳مه نېټه د روغتیا نړیوال سازما (ډبلیواچ او) ته خبر ورکړ چې په هیواد کې یې د کووید – ۱۹، کوم مثبت مورد نه شته. په عین وخت کې د شمالي کوریا ګاونډي هیواد چین په دغه ویروس د ۸۰۰۰۰ کسانو د اخته کیدو خبر ورکړ او سویلي کوریا چې د کوریا نیمه ټاپو بله برخه ده، پکې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر کابو ۸۰۰۰ کسانو ته رسیده.

پوځي تمرینونه او د الوتکې پروازونه دریدلي

شمالي کوریا کې نن سبا تر ډیره هر څه دریدلي. دغه هیواد ته پر تګ او راتګ بندیز دی، د الوتکو پروازونه او د اور ګاډو تګ راتګ لغوه شوی دی او ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي دي. په دغه هیواد کې ټول بهرنیان تر۳۰ ورځو قرنطین شول چې بهرني دیپلوماتان هم له دې چارې استثنا نه ول او یوازې د ډیر محدود تګ راتګ اجازه یې درلوده. له دې کبله آلمان د فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې د خپل سفارت پرسونل راوایست.

د دغه هیواد هر کاره پوځ چې ځان یې پخپله اتومي قدرت یاد کړی، هم له دغو اقداماتو مستثنا نه دی. د بیلګې په توګه په سویلي کوریا کې د امریکا متحده ایالاتو د ځواکونو قوماندان جنرال روبرت ابرمز، د مارچ میاشتې په ۱۳مې نېټه وویل چې د شمالي کوریا ځواکونه «د شا او خوا ۳۰ ورځو له پاره» ایسار ول او «یوازې لږه موده وړاندې یې بیرته عادي تمرینونه» پېل کړي دي.

Nordkorea testet Rakete
د مارچ په ۲۲ نیټه شمالي کوریا د یوه بل توغندي آزموینه ترسره کړهانځور: Reuters/KCNA

دغه امریکایي جنرال د بېلګې په توګه د شمالي کوریا هوایي ځواک ته اشاره وکړه او ویې ویل چې په تیرو ۲۴ ورځو کې کومې الوتکې پرواز نه دی کړی. د ابرمز په خبره د متحده ایالاتو پوځ «خورا ډاډه» دی چې په شمالي کوریا کې هم د کووید – ۱۹، پيښې شته.

دیکتاتوري پر بشپړ داخلي کنترول ولاړه ده. شمالي کوریا بهرنۍ نړۍ ته په دې ډول دا واضح زیګنال استوي چې د چا له خوا ورته هیڅ شی دیکته نه شي: د مثال په ډول د مارچ په میاشتې کې په داسې یوه وخت کې چې نورو هیوادونو د کرونا ویروس د مثبتو پيښو د زیاتیدو رپوټونه ورکول، دغه هیواد ظاهرا د خپل قدرت ښوولو له پاره څلور توغندي وازمویل.

د ملګرو ملتونو له بندیزونو څخه د سرغړونو اعلان: لا تر مخه د روان میلادي کال په پېل کې د شمالي کوریا واکمن کیم جونګ اون، اعلان وکړ چې هیواد به یي د اتومي هڅو او بین القاره يي توغندیو ازموینو قانوني مهلت ته ژمن پاتې نه شي.

حقیقت او که د کرونا په هکله درواغ

د نړۍ په کچه (د ۲۰۲۰م کال د اپریل اومه، د منځنۍ اروپا په وخت د سهار ۰۹:۳۰) تر ۱،۳ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او کابو ۷۵۰۰۰ کسان د دغې ناروغۍ له کبله مړه شوي دي. خو د شمالي کوریا رژیم په رسمي دریځ کې کوم بدلون نه دی راغلی او په خبره یې تر اوسه هلته د کرونا ویروس کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

اندری ابراهمیان، چې په سویلي کوریا کې د جورج ماسون په پوهنتون کې د امنیتي سیاست مرکز مشر دی وایي چې دا خبره «ډیره غیر حقیقي ده» چې تر اوسه دې هلته کوم کس په دغه ویروس نه وي اخته شوی. هغه په تیرو ۱۵ کلونو کې شمالي کوریا ته څو وارې سفرونه کړي دي. هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د کرونا ویروس له کبله د معلوماتو ورکولو وضعیت نور هم خراب شوی دی. د هغه په خبره «له عادي وخت څخه کم خبرونه تر لاسه کیږي، ځکه چې ډیر لږ خلک» اوس دغه هیواد ته تګ راتګ کوي.

Coronavirus in Nordkorea
انځور: picture-alliance/dpa

امریکایي خبریاله جیان لي، هم په دې نظر ده. هغه له ۲۰۰۸م کال څه تر ۲۰۱۷م کاله پورې په منظمه توګه تله راتله. له ۲۰۱۱م کال څخه تر ۲۰۱۳م کاله پورې هغه په پیونګ یانګ کې د امریکايي خبري آژانس اسوشیتد پرس، خبریاله وه.

د لي، په خبره له بده مرغه هلته اوس ډیر کم بهرنیان شته، چې په دې هکله ښه نظر ورکولی شي چې په اصل کې هلته څه تیریږي. د هغې په خبره د یوه بهرني له پاره دا کابو ناممکنه خبره ده چې یوه روغتون ته ورنزدي شي، څو وویني هلته څه تیریږي: «د کرونا ویروس رژیم ته د دې اجازه ورکړي، چې د انسانانو پر تګ راتګ باندې له پخوا څخه زیات محدودیت وضع کړي.»

لي، هم په دې نظر ده چې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس مثبتې پيښې شته او پر حکومتي تردید باندې باور نه کوي. د هغې په آند له چین سره د اوږدې پولې په پام کې نیولو سره دا ګرانه ده چې په دې خبره باور وشي.

د مړینې ناڅرګنده پيښې

د مارچ میاشتې په نهمه نېټه انټرنټي پاڼې ډیلي ان کې، خبر ورکړ چې د شمالي کوریا ۱۸۰ عسکر «د داسې علایمو له مخې مړه شوي، چې احتمالا د نوي کرونا ویروس له کبله رامنځ ته شوي وي.» د رپوټ له مخې پوځي روغتونونو پر میتانول باندې د روغتون اغیزمنې شوې برخې پاکې کړې. زیاته شوې ده چې شا او خوا دوې اوونۍ وروسته د مارچ په ۲۵مه نېټه دا خبر خپور شو چې «د چونګوري روغتون ۱۱ بندیان د تنفسي ستونزو له کبله مړه شوي.» په رسمي ډول د بدن د مدافع کمزوری سیستم د دغه مړینو علت یاد شو، خو بیا وروسته دغه ټول روغتون پر میکروب ضد موادو پریمنځل شوی دی.

د ډیلی ان کې، انټرنټ پاڼه چې په ۲۰۰۵م کال کې بنسټ ایښودل شوی، د سویلي کوریا په پلازمینه کې یې دفتر دی او د هغوی د خپلو معلوماتو له مخې په شمالي کوریا د معلوماتو یوه پراخه شبکه لري. دا چې د څومره کسانو په مټ دغه معلومات راټولوي، نوموړې انټرنټ پاڼه یې په هکله څه نه وایي. د هغوی په اند سرچینې یې باید خوندي وي.

دولتي تبلیغات

د شمالي کوریا د کي سي ان اې په څیر دولتي خبري آژانس او یا د ردونګ زنموم ورځپاڼه هم د د کرونا ویروس په هکله رپوټونه خپروي. د بیلګې په توګه کې د دولتي خبري آژانس انټرنټ پاڼې په انګلیسي برخه کې د اپریل تر ۱۷مې نېټې پورې د کرونا ویروس په هکله تر ۵۰۰ زیات خبرونه شته. خو د هغې لهجه څرګنده ده چې وښيې شمالي کوریا هر څه کوي، څو په خپل هیواد کې د کرونا ویروس د خپریدو مخه ونیسي. پر دې سربیره د سویلي کوریا په هکله چې شمالي کوریا یې خپل دښمن ګڼي، د کرونا ویروس د مثبتو پيښو په هکله رپوټونه ورکول کیږي.

شمال کوریا شا او خوا ۲۵ میلیونه نفوس لري. که چیرې په دغه هیواد د کرونا ویروس شکمنې پيښې تائید شي، نو د دغه هیواد روغتیایي سیستم به له داسې یوه چلنج سره مخامخ شي چې ښایي د بهرنۍ مرستې پرته به پرې برلاسی نه شي.