1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چک انتخابات؛ اروپايي ټولنې پلوه او مهاجرو ضد نوماندان

۱۳۹۶ دی ۲۳, شنبه

اوسنی ولسمشر میلوش زمان او روسي پلوه نوماند ميلوش زمان، د شنبې ورځې انتخاباتو په لمړي پړاو کې ګډون وکړ. زمان د اسلام او مهاجرو ضد مفکورې په لرلو کې شهرت لري. پر وړاندې يې اروپايي ټولنې پلوي ولاړ دي.

https://p.dw.com/p/2qnR7
Tschechien Präsidentschaftswahlen Milos Zeman
انځور: Reuters/D.W. Cerny

نظرسنجيانې ښيي چې ۷۳ کلن ميلوش زمان د نوماندانو د يوې هغې نه کسيزې ډلې مشري پر غاړه لري کوم چې د خپل سيال نوماند، ييري دراهوش څخه وړاندي دي. زمان چې پخوا يو کمونست وو، د چين پلوی او د مسلمانانو او مهاجرت مخالف دی. د هغه پر وړاندې ۶۸ کلن ييري دراهوش ولاړ دی چې اروپايي اتحاديې پلوی سياست لري. هغه مخکې د «چک د علومو د اکاډمۍ» مشر وو.

د چک جمهوريت د لمړي پړاو د وروستۍ ورځې ټاکنې، نن شنبه (د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ ۱۳مه) ترسره کیږي. زمان که څه هم تر اوسه په يو د پام وړ موقف کې ولاړ پاتې دی، خو د دې سربيره، تمه يې نه کيږي چې وشي کړاي په غوڅ اکثريت د دغو انتخاباتو ګټونکی شي. په پام کې ده چې د چک جمهوريت د ټاکنو دوهم پړاو د روانې ميلادې مياشتې (جنوري) په ۲۶مه او ۲۷مه نيټه ترسره شي.

زمان په ختيځه اروپا کې اسلام او مهاجرو سره په مخالفت لرلو کې شهرت لري. زمان، د اروپايي اتحاديې لخوا د مهاجرو د اجباري تقسيم له طرحې سره هم مخالف دی. د ختيځې اروپا د عوامپال او پوپوليست مشران، په ځانګړې توګه د هنګري او پولند هيوادونو مشرانو هم د نوموړي د مهاجرو او د مهاجرو اړوند نورو دريځونه تعقيب او تکرار کړي دي. دغه مشران د اروپايي اتحاديې یو لړ سياستونه د ملي حاکميت د محدودولو له پاره هڅې ګڼي.
ميلوش زمان د اسلام یو سرسخت دښمن بلل کیږي. هغه يو ځل، د اروپا د ۲۰۱۵ کال د مهاجرت کړکيچ، « پر اروپا سازمان ورکړل شوی یرغل» یاد کړی وو او ټينګار يې کړی وو چې « مسلمانان په اروپايي ټولنه کې د ادغام کيدو امکان نه لري.»

Prag Wahlkampf  Jiri Drahos
د چک اوسني ولسمشر سيال دراهوش چې د اروپايي اتحاديې پلوی دی.انځور: picture-alliance/dpa/K. Sulova

په دې اړه نور مطالب:

چک نه غواړي چې د مهاجرینو ویش عملي کړي
ملګري ملتونه: چک جمهوریت کډوالو سره ناسم چلن کوي
له دې سره چک جمهوريت چې ۱۰،۶ ميليونه نفوس لري، د اروپايي اتحاديې د مهاجرو د ويش پروګرام له مخې، تر اوسه يوازې ۱۲ مهاجر منلي دي.

د زمان پر وړاندې، د هغه سيال ييري دراهوش ولاړ دی. دراهوش د اروپايي اتحاديې پلوی دی. هغه چې يو منځلاری ليبرال دی، «په اروپايي اتحاديه کې د پراګ د لا زيات رول» غوښتونکی او په چک جمهوريت کې د دغې اتحاديې د يورو پولي واحد د چلش ملاتړ کوونکی دی.

دراهوش د جمعې په ورځ په پراګ کې تر رايې کارولو وروسته وويل چې راتلونکی ولسمشر، «بايد د چک جمهوريت په ګټه د اروپايي اتحاديې په پلويتوب کار وکړي.»

هغه همدا راز ويلي دي: «راتلونکی ولسمشر بايد د ټولنې د يووالي له پاره کار وکړي. دا روښانه ده چې ټول نه شي کولای بريالي وي، خو اوسنی ولسمشر نشي کولای خلک په خپلو کې سره يو موټي کړي، بلکه جلا کوي يې.»

په عين وخت کې خپلواک څيړونکی، ييري پهه، وايي چې رايې د چک جمهوريت د «دوه قطبي شوې ټولنې» ښکارندوي کوي. هغه د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «دا د تيرې کمونيستي ټولنې د يوې برخې او د زمان د پلويانو تر منځ يو چلن دی او بل لور ته يې هغه اړخ چې لويديځ پلوه مدرنه يې بولي ولاړ دی کوم چې نه غواړي زمان دې نور ولسمشر وي.» زمان د چک د ميليارډر لمړي وزير، اندري بابيش له ملاتړ څخه برخمن دی. د بابيش د پوپوليستانو خوځښت «اې.ان.او» د تيرکال اکتوبر مياشتې په عمومي انتخاباتو کې د خپل فساد او يورو پر ضد شعار سره ګټونکی شو. خو په سلواکيا کې زيږيدلی دغه ميليارډر په د تقلب له تورونو سره مخ شو.

د موضوع په تړاو زمونږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:

د فرانسې خبري آژانس/ ع. ح/ م. ک. ص