1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا د مهاجرو په اړه تړون به نور هم سخت سي؟

۱۳۹۸ مهر ۱۲, جمعه

د جرمني د کورنیو چار وزیر هورست زیهوفر، ترکيې ته د خپل سفر په ترڅ کي، انقرې ته د مهاجرو د شخړه ایز تړون د مشورو په هکله د لا ډیر ملاتړ ژمنه وکړه.

https://p.dw.com/p/3Qi3e
Türkei Suleyman Soylu und Horst Seehofer
انځور: Getty Images/AFP/A. Altan

زیهوفر د پنجشنبې په ماښام تر خبرو اترو مخکي په لنډه توگه خپل دریځ داسي څرگند کړ: »په هره برخه کي چي موږ وکولای سو یو څه ترسره کړو، نو موږ ورته آماده یو.«

د دې له پاره چي د دواړو هیوادونو ترمنځ وروستۍ ترینگیلتاوي له منځه تللي وي، هغه له ترکيې څخه د مهاجرو د کړکیچ په مهارولو کي ددغه هیواد د نقش ستاينه وکړه.

زیهوفر خپل له ترکي همتا سلیمان سویلو څخه د منني په ترڅ کي وویل: پرته له تاسو یووالي به زموږ په سیمه کي د مهاجرت پر ستونزي، په دې ډول برلاسي سوي نه وای. دا داسي کار وو چي د نړۍ په تاریخ کي به ثبت سي.

په دغه مشرتابه کي چي د اروپايي ټولني د مهاجرت کمیسار دیمیتریز افراموپولوس هم برخه اخیستې، په پام کي ده چي د مهاجرو او امنیتي پوښتونو په هکله خبري اتري تر سره سي. سویلو بیا اعلان وکړ چي له خپلو راغلو میلمنو سره به د رجب طیب اردوغن له خوا پیشنهاد سوو موضوعگانو، د مثال په ډول د سوريې په شمال کي د امنیتي زون په هکله هم بحثونه وکړي.

په دغه ځای کي اردوغان غواړي په میلیونو مهاجر ځای پر ځای کړي. سویلو د سوريې په شمال کي نښتو ته په کتو سره، ترکيې ته د نورو ډله ایزو مهاجرو راتگ ته هم اشاره وکړه.

اردوغان مخکي په وار وار سره دا خبره روښانه کړې وه چي د اروپايي ټولني له خوا د مرستو هغه ژمني چي ورسره سوي وې، کافي نه دي او نورو مرستو ته اړتیا ده.

هغه گواښ کړی چي که داسي و نه سي نو هیواد به يې خپلي دروازې د اروپا پرخوا پرانیزي.

د اروپايي ټولني په غړو هیوادو کي بیا په دې هکله اندیښنې مخ پر زیاتیدو دي چی یونان ته په تیرو میاشتو کي له ترکيې څخه زیات مهاجر رسېدلي دي. علاوه پر دې د بشري حقونو فعالان پر ترکيې تور لگوي چي سوریایی مهاجر کړکیچڼو سیمو ته استوي. خو ترکیه بیا دغه ټول تورونه ردوي.

زیهوفر پرون مازدیگر انقرې ته رسیدلی دی. مشرتابه هیئت به نن ماښام لا، له داخله وزیر سلیمان سویلو سره مشورې وکړي او نن مخکي له غرمی به له خارجه وزیر میولوت چاویزغلو سره وگوري.

(q.p/n.z(dpa