1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا د عمران خان حکومت به وکولی شي خپلې ژمنې پوره کړي؟

۱۳۹۷ مرداد ۲۷, شنبه

عمران خان په داسې وخت کې د پاکستان د لومړي وزیر په توګه لوړه کوي، چې هیواد یې له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان او د ترهګرۍ او افراطیبت له پدیدو رنځ وړي. آیا خان به وتوانیږي په داسې شرایطو کې خپلې ژمنې پوره کړي؟

https://p.dw.com/p/33Lnk
Pakistan - Imran Khan wird zum Premier vereidigt
انځور: picture alliance/AP Photo/Press Information Department

کله چې عمران خان په ۱۹۹۶ م کال کې د تحریک انصاف ګوند رامنځته کړ، له ریښې څخه د مخ پر ډیریدونکي فساد د له منځه وړلو، ټولنیز عدالت د ټولو له پاره، روغتیا ته پاملرنه، زده کړه او پرمختیا یې خپل شعار وګرځاوه. ۲۲ کاله هغه په اپوزیسیون کې پاتې وو. اوس عمران خان د لومړي وزیر په توګه پنځه کال وخت لري چې خپلې دغه غوښتنې عملي کړي. د نفوس له پلوه د نړۍ په دغه شپږم لوی هیواد کې ننګونې په کافي اندازه موجودې دي.

اقتصاد کمزوری شوی دی، د تجارت کسر په میلیاردونو ډالرو ته رسیدلی دی، د یوه بل مالي بحران ګواښ موجود دی، د ټولو دغو ستونزو په مقابل کې باید عاجل اقدامات وشي. خو تر ټولو خراب په هیواد کې دننه د ترهګرۍ او افراطیب پر وړاندې مبارزه او د ګاونډیو هیوادونو او امریکا متحده ایالاتو سره جنجال دی.

مالي بحران او په ټولنیزه بودیجه کې سپما

په اسلام آباد کې د سیمه ایز امنیت څیړنیز مرکز (CRSS) مشر امتیاز ګل وایې: «د عمران خان د حکومت له پاره تر ټولو سخت آزمون یا ننګونه د هیواد اقتصادي او مالي وضعيت دی». دغه کارپوه له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: «د نړیوال بانک او نورو تمويلونکو د پورونو بیرته ورکول خو د دغو ستونزو یوازې یوه برخه ده».

پاکستان ډیر زیات پوروړی دی. همدا د روانې اګست میاشتې په پيل کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو نړیوال بانک ته خبرداری ورکړ چې نور دې د پاکستان مالي ملاتړ نه کوي.

چين هم پاکستان سره مرستې ته اماده دی، خو د انتقاد کونکو په خبره پاکستان همدا اوس تر ډیرې کچې په شمال کې د خپل دغه ستر ګاونډي پورې وابسته دی. کوچنیو ګوندونو د خراب مالي وضعیت په نه پام کې نیولو سره له عمران خان څخه غوښتي دي چې د اقتصادي برخو تر څنګ دې په ټولنیزو برخو کې پانګونه وکړي، تر څو هغه ژمنې پوره کړي چې د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال یې له خلکو سره کړي دي. د ګين اړخي عوامي ګوند ویاند فاروق طارق، غوښتنه کوي چې په هیواد کې د ښوونې او روزنې، او روغتیایي آسانتیاو وضعیت باید بی له ځنډه بهتره شي.

د هغه په خبره د حکومتي بودیجې یوه لویه برخه په دفاعي برخه کې لګول کیږي، یوازې نږدې ۲ سلنه یې د زده کړې او تحصیل په برخه کې مصرفیږي. په دغه هیواد کې په ملیونونو ماشومان له ښوونځیو محروم دي. طارق له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: «د بی سوادۍ د کچې ټيټولو له پاره مونږ د کورنۍ بودیجې حد اقل ۱۰ سلنه برخې ته اړتیا لرو چې باید د تعلیم پر سکتور یې ولګوو».

Pakistan - Imran Khan ist der neue Ministerpräsident
د عمران خان د حکومت له پاره تر ټولو سخت آزمون یا ننګونه د هیواد اقتصادي او مالي وضعيت دی.انځور: picture-alliance/Photoshot

د لس میلیونه نویو کارځایونو د رامنځته کولو او د بې وزلو له پاره د پنځه میلیونه کورونو د جوړولو په اړه د عمران خان ژمنه، طارق تیر ایستونکې بللې. د هغه په خبره دا نا ممکنه ده چې عمران خان دې په خپله پنځه کلنه دوره کې دغه ژمنې پوره کړي.

له ترهګرۍ سره د مبارزې له پاره نوې تګلاره اړينه ده

همدارنګه د ترهګرۍ شومه پدیده او پر وړاندې یې مبارزه مصارف ایجابوي. له ۲۰۰۱ م کال راهیسې د دغه هیواد په زرګونو کسانو په ترهګریزو بریدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دا چې آیا عمران خان به وکولی شي د دغو ننګونو څخه په بریالیتوب سره ووځي؟ په اسلام آباد کې د سیمه ایز امنیت د څیړنیز مرکز (CRSS) مشر امتیاز ګل  له دویچه ویله سره په مرکه کې په دې اړه وویل چې د پاکستان د تروریزم ضد مبارزه د دې هیواد د خارجي سیاست پورې اړه پیدا کوي چې پر هند او افغانستان متمرکز دی. هند، پاکستان او افغانستان دری واړه هیوادونه له نیابتي جګړو سره مواجه دي.

دغه هیوادونه هر یو یې باید خپل پوځ او استخباراتي ادارو ته واضحه کړي چې د متقابل یا بل لورې ګټو ته دې زیان نه رسوي. ګل په دې باور دی چې «که پاکستان له هند سره له سره خبرې اترې پیل او له افغانستان سره خپلې اړيکې بهتره کړي، د ترهګرۍ پدیده به حتی په پاکستان کې هم ماته وخوري».

له امریکا سره اړيکې

د خارجي سیاست په برخه کې یوه بله ستونزه له امریکا سره اړيکي دي. پاکستان د کلونو راهیسې په سیمه کې د ترهګرۍ پر ضد د امریکا متحده ایالاتو یو متحد وو. خو په همدې منځ کې د اسلام آباد او واشنګټن تر منځ اړيکې خړې پړې شوي دي. امریکا متحده ایالاتو پر پاکستان نظامي مرستې او د پوځي افسرانو د روزنې پروګرام بند کړ.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ پر پاکستان تور وګاوه چې د ترهګرۍ پر ضد یې په کافي اندازه همکاري نه ده کړې. ترمپ ویلي دي پاکستان «د امریکا د میلیادونو ډالرو پوځي مرستو په مقابل کې دروغ او تیرایستنه» کوي.

پاکستان همدارنګه له سیمه ایزو قدرتونو لکه چين، روسیه، ایران او ترکیې سره د خپلو اړیکو بهترولو هڅه کوي، چې د امتیاز ګل په اند په داسې شرایطو کې به له امریکا متحده ایالاتو سره د اړیکو ښه کول، د نوي حکومت له پاره یو ستونزمن کار وي.