1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا بریدونه او ټاکنیز کړکیچ سره تړلي دي؟

گابریل دومنیگویز۱۳۹۳ مرداد ۸, چهارشنبه

په داسې حال کې چې په افغانستان کې ټاکنیز جنجالونه روان دي، طالبانو د دغه هیواد پر یو شمېر سیمو باندي ډله ییز بریدونه ترسره کړي. ولسمشر کرزي خو ان د تیرو دوو میاشتو بریدونه، پر افغانستان د تیرو ۱۴ کلونو تر ټولو سخت وبلل.

https://p.dw.com/p/1CmQf
انځور: T.White/AFP/Getty Images

د کړکېچ په نړیوال گروپ کې د افغانستان د چارو څېړونکي گرایمه سمیت، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د افغانستان د روان سیاسي کړکېچ او د یاغیانو د بریدونو په زیاتیدو کې ډیره قوي اړیکه نه لیدل کیږي. دغه کارپوه چې په افغانستان کې میشت دی وایي چې په سویل کې د طالبانو بریدونه له افغان امنیتي ځواکونو سره په مخامخ جگړو کې د هغوی وړتیا ښيي.

په افغانستان کې هغه وخت سیاسي کړکېچ پیل شو چې ولسمشرۍ ته نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله په دویم پړاو کې د پراخو درغلیو په تور له ټاکنیزو کمېسیونونو سره خپلي اړيکي قطع کړې او گواښ یې وکړ چې د دغو کمېسیونونو پریکړي به نه ومني.

د دغو جنجالونو په تودیدو سره طالبانو په سویلي ولایتونو په خاصه توگه هلمند کې پر افغان ځواکونو ډله ییز بریدونه ترسره کړل او هڅه یې وکړه چې یو شمیر سیمي تر خپل کنترول لادني راولي.

گرایمه سمیت وایي: «تر اوسه پوري د یاغیانو د بریدونو په ډیریدو او د روان سیاسي کړکېچ تر منځ کومه قوي اړیکه نه لیدل کیږي. د کړکېچ نړیوالي ډلي وړاند وینه کړې وه چې په ۲۰۱۴ کال کې به په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه لوړه شي، چې په خواشیۍ سره دغه وړاند وینه دقیقه ثابته شوه.»

د کړکېچ په نړیوال گروپ کې د افغانستان د چارو څېړونکي گرایمه سمیت
د کړکېچ په نړیوال گروپ کې د افغانستان د چارو څېړونکي گرایمه سمیتانځور: International Crisis Group

۲۰۱۴ کال د افغانستان له پاره یو برخلیک ټاکونکی کال گڼل کیږي. په دې کال کې نه یوازي په لومړي وار له ولسمشر کرزي څخه یوه نوي ټاکل شوي ولسمشر ته واک لیږل کیږي، بلکي په عین حال کې پلان شوې ده چې د همدې کال تر پایه پورې له افغانستان څخه ټول بهرني ځواکونه ووځي او پخپله افغانان په بشپړه توگه د خپل هیواد امنیتي مسئولیتونه پرغاړه واخلي. سمیت وایي چې د هغوی د څېړنو له مخې وختې لا په دې کال کې پر افغان ځواکونو باندي د یاغیانو د بریدونو ډیریدل اټکل شوي وو.

که څه هم په افغانستان کې روان سیاسي کړکېچ د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، تر مداخلې وروسته یو څه آرامه شوه، خو ویل کیږي چې اوس هم جدي اختلافات موجود دي. کیري تر هغه وروسته د افغانستان په ټاکنیز جنجال کې مستقیمه مداخله وکړه چې ولسمشرۍ ته د کانديد عبدالله عبدالله، پلویانو د لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته د موازي حکومت د جوړولو گواښ وکړ. د کیري تر منځگړتوب وروسته مخکښو کاندید اشرف غني احمدزي او عبدالله یو له بل سره موافقه وکړه چې په دویم پړاو کې کارول شوي ټولي رایې به څېړي او تر بریا وروسته به د ملي وحدت حکومت جوړوي.

له بلې خوا بیا د افغانستان د چارو کارپوه گرایمه سمیت وایي چې په راتلونکي کال کې ښايي په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه لا پسې لوړه شي. هغه روښانوي: «په داسې حال کې چې طالبان او نوري یاغي ډلې غواړي د ناټو ځواکونو په نه شتون کې واک ترلاسه کړي، ښايي په ۲۰۱۵ کال کې وضعیت تر دې هم بد شي.»

په دې ترتیب سره د افغانستان د چارو دغه کارپوه د تاوتریخوالي د کچې ډیریدل له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو په وتلو پوري تړې او وایي چې ښايي د پیښو یوازي یوه کوچنۍ برخه کیدای شي چې له ټاکنیزو جنجالونو سره تړاو ولري.

گرایمه سمیت روښانوي چې طالبانو تر اوسه پوري کومه ستراتیژیکه سیمه تر خپل کنترول لاندي راوستې نه ده او ډیر وخت یوازي پر ولسوالیو باندي بریدونه کوي. دغه کارپوه د هلمند د سنگین ولسوالۍ بېلگه راوړي او روښانوي چې د دغې سیمي له پاره د طالبانو جگړه اقتصادي ارزښت لري ځکه هغوی غواړي د مخدرو موادو قاچاق ته دوام ورکړي.

د سمیت په خبره د وروستیو بریدونو څخه د طالبانو یو بل هدف نندارې ته د خپل قدرت وړاندي کول دي چې له همدې کبله ډیر وخت پر هغو سیمو باندي بریدونه کوي چې تر دې دمخه پکې بهرني ځواکونه مېشته ول.

گرایمه سمیت وایي چې د افغانستان راتلونکې ښايي په دې پوري تړلې وي چې نړیواله ټولنه د دغه هیواد له امنیتي ځواکونو سره خپلو مرستو ته څرنگه دوام ورکړي او دا چې ایا په ۲۰۱۲ کال کې د شیکاگو په کنفرانس کې د شوي پریکړي له مخې د افغان امنیتي ځواکونو شمیر هم کموي او که نه.

نړیوالو مرسیتندویه هیوادونو د شیکاگو په کنفرانس کې اټکل کړی وو چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه راکښته شي او په دې ترتیب سره به د افغان امنيتي ځواکونو د شمیر کمولو ته لار هواره شي خو گرایمه سمیت وایي چې اوس وضعیت مخ پر خرابیدو دی نو له دې کبله باید د امنیتي ځواکونو شمیر هم کم نه شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب