1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

آیا د خنځیر زړونه به په راتلونکې کې انسانانو ته پیوند شي؟

۱۳۹۷ آذر ۱۶, جمعه

د زړونو جراح برونو رایچارت یوې بیزو ته د خوګ یا خنځیر زړه په بریالیتوب سره پیوند کړ. نوموړي دویچه ویله ته وویل چې څرنګه د حیواناتو زړونه انسانانو ته د بدن د غړو د ورکړې تشه ډکولی شي.

https://p.dw.com/p/39fEf
Organspende
انځور: picture-alliance/dpa/J.-P. Kasper

دویچه ویله: ښاغلي رایچارت، په اول وار د یوې بیزو په سینه کې د خنځیر زړه پیوند کول د دې هیلي ژوندۍ کوي چې دغه کار په انسانانو کې هم امکان لري؟ د حیواناتو په نړۍ کې ولې خوګان دغه راز ورته والی لري؟

برونو رایچارت: دلته اخلاق او د اخلاقو پوهه ډیر نقش لري. انسانان له کلونو راهیسې د خوګ غوښه خوري، نو له دې کبله له ټولنیز پلوه د دوی وژل د منلو وړ یو کار دی. بله موضوع دا ده چې خنځیران په ډیر کم وخت کې وده کوي او رالویږي یعنې په هرو څلورو میاشتو کې دوی د تکامل دوره بشپړوي او دوی په شپږو میاشتو کې له جنسي او فزیکي پلوه ښه رسیدلي وي. له ساختاري پلوه د خوګانو زړونه انسانانو ته ډیر ورته والی لری. له تیرو ۴۰ کلونو راهیسې د خوګانو د زړونو والونه د انسانانو په زړونو کې پیوند او کارول کیږي.

دویچه ویله: نو ولې په بیزوګانو کې مو دغه پیوند عملي کړی دی؟

 برونو رایچارت: دا په اصل کې د چارواکو د غوښتنې یوه برخه ده. د خوګانو د بدن غړي باید بیرته په خوګانو کې او یا سپیو کې پیوند نه شي، بلکې د دې پرځای په داسې حیواناتو کې پیوند شي چې له بیولوژیکي پلوه انسانانو ته ډیر نیږدیوالی لري، چې په پایله کې په دې پوهیدلی شوو چې دغه راز یو کار یا اقدام په انسانانو کې هم بریالي کیدلی شی او که نه؟

Deutschland - Herzchirug Bruno Reichart
رایچارت وايي چې د دغه کار د بریا له پاره ډیرو پیسو او پانګونې ته اړتیا لیدل کیږيانځور: Imago/A. Schmidhuber

دویچه ویله: آیا د دې کار له پاره ټول خوګان کارول کیږي؟

برونو رایچارت: د دې له پاره چې د انسان بدن تر پیوند کیدو وروسته د خوګانو زړه رد نه کړي، باید هغه برابر کړل شي. په دې معنی چې له پیوند کولو څخه وړاندې له ژینیتیکي پلوه د خوګانو د زړونو په جوړښت کې تغیرات راوستل کیږي.

دویچه ویله: څو میاشې وړاندې د دغه راز پیوند کولو پر وړاندې ډیرې څرګندونې شوي او ویل شوي دي چې د خوګانو زړونه د انسانانو د زړونو په څیر د وینې د پمپ کولو ظرفیت نه لري او دا هم ویل شوي چې د خوګانو د زړونو بیولوژیکي جوړښت د انسانانو ژوند په خطر کې اچوي؟

برونو رایچارت: زه باید ووایم چې له بده مرغه هغه خلک چې دغه راز څرګندونې کوي هغوی په دې هکله ډیر کم معلومات لري او دا چې دوی باید په دې هکله ډیره مطالعه وکړي. د خوګ زړه په بیزوګانو او انسانانو کې د وینې د پمپ کولو له پلوه ډیر ښه فعالیت کوي. په دې معنی چې په ښه توګه وینه پمپ کولی شي. د خوګانو په انساجو کې میکروبونه یا ویروسونه موجود نه دي. د (porcine endogenous retroviruses (PERV په نامه دې ډوله ریترو ویرسونه موجود دي یعنې A, B  او C چې دریم ډول یعنې C یې ډیر بریدګر یا خطرناک دي نو له دې کبله موږ داسې حیوانات کاروو چې د C ډول ریترو ویروس پکې منفي وي او یا د ژنیتیکي تغیراتو په پایله او یا د ذات له کبله د C ډول ریترو ویروس اصلاً ونه لري.

Museum für Ekelhaftes Essen  Schwein Antibiotika
رایچارت وايي چې په انسانانو کې د خنځیر د زړه د پیوند له پاره باید د دوی په ژنیتیکي جوړښت کې تغیر راوستل شيانځور: picture-alliance/AP/A. Barte Telin

دویچه ویله: د خوګانو دغه ژينیتيکي بدلون څنګه صورت نیسي؟

برونو رایچارت: دغه کار د هګیو په حجرو کې ترسره کیږي. د دې کار له پاره یو ځانګړی ژین لیرې کیږي چې نن ورځ یو ډیر اسانه کار دی. دا هم امکان لري چې همدغه ژین یا جن د C ډول ریترو ویروس د وژلو له پاره وکارول شي او په پایله کې یې ضرر له منځه یوړل شي.

دویچه ویله: آیا دغه کار [په بیزوګانو کې د خوګانو د زړه پیوند کول] یوه ستره بریا ده؟

برونو رایچارت: له بده مرغه له دې هم باید ستره بریا موجوده وای. اوسمهال موږ پیسو ته اړتیا لرو، ځکه دغه راز ازموینې ډیرو مالي لګښتونو ته اړتیا لري. موږ باید یو پانګوال پیدا کړو چې په اروپا کې یې موندل ډیر ستونزمن کار دی. زما له پاره دغه کار اوس د پوره ورځې کار دی یعنې ټوله ورځ پکې مصروف وم.

دویچه ویله: څومره ډاډه یاست چې دغه کار به په انسانانو کې هم نتیجه ورکړي؟

برونو رایچارت: تاسې باید تل ځان یوې تیارې ته ور وغورځوئ څو لار پیدا کړی. خو بیا هم د بري چانس یې ډیر دی او د نه بري چانس یې ډیر کم دی.