1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

آیا تلویزیون روغتیا ته زیان رسوي؟

۱۳۹۶ مهر ۱۲, چهارشنبه

سره له دې چې تلویزیون د معلوماتو د ترلاسه کولو او ساتېرۍ یوه ښه وسیله ده، خو په دې شرط چې اعتدال پکښې وساتل شي. تلویزیون ته تر اندازې ډيره ناسته د انسان روغتیا ته زیان رسوي او حتی د مرګ له ګواښ سره یې مخامخ کوي.

https://p.dw.com/p/2lB2v
Hamburg - Frau schaut TV in Hotel
انځور: picture-alliance/dpa/C. Klose

د چاپان هیواد د اوساکا پوهنتون د یوې نوې څیړنې د رپوټ پر بنسټ تر ۵ ساعتونو ډیر او یا هم په پرله پسې ډول څو ساعتونه تلویزون لیدل کیدای شي انسان د «پلمونري امولیزم» پi ناروغۍ اخته کړي. دغه ناروغۍ د انسان ژوند ګواښلای شي.

«پلمونري امولیزم» د سږو په مرکزي شریانونو کې د وینې کوچني رګونه خوري یا له منځه وړي چې په عمومي ډول په شریانونو کې د ویني د جریان د بطي کیدو او یا هم بندیدو سبب ګرځي. دغه ناروغي د انسان د مړيني سبب هم کیدای شي.

Bildergalerie IFA 2017
په پرله پسې ډول د تلویزون لیدل انسان له روغتیایې ستونزو سره مخامخ کوي.انځور: Getty Images/AFP/T. Schwarz

د «پلمونري امولیزم» د ناروغۍ علائم:

د سینې درد، د سا اخیستلو په وخت کې ستونزه (تنفسي مشکلا) او د پښو د درد ترڅنګ انسان تبه هم لري. که په یو چا کې دغه علایم را څرګندیږي باید په عاجل ډول خپل معالج داکتر ته مراجعه وکړي. په ساکن حالت کې د انسان بدن پاتېدل په دغي ناروغۍ د اخته کیدو یو له لاملونو څخه دی.

په نني عصر کې د نورو آسانتیاو تر څنګ انسان کولی شي چې په موبائل، کمپیوتر، تابلیت او تلویزون کې د خپلې خوښې پروګرامونه په اسانۍ سره وويني. د دغو پروګرامونو د لیدو پر مهال انسان څو ساعتونه پخپل ځای کې پاتيږي او حرکت نه کوي. پر دې ناروغۍ له اخته کیدو څخه د ځان ساتنې تر ټولو ښه لاره ورزش دی.

 

زموږ له ارشيف څخه: