آیا اروپا د یوه نوي موریا کمپ جوړیدو په درشل کې ده؟
په اروپا کې د مهاجرو تر ټولو لوی کمپ کې تر اورلگېدنې وروسته هغه اوس یو بل ځای ته انتقال شوی. تر اوسه په نوي کمپ کې تر۹۰۰۰ ډیر انسانان ځای پر ځای شوي، خو ځینو بیا له دې ځایه بیرته د موریا ویرانې او ځنگلونو ته پناه وړې ده.
۱/ دغه مور پلار چې یو میاشتنی ماشوم یې په غېږ کې دی په ډیرې ناهیلۍ سره په قراتپه سیمه کې د مهاجرو د نوي کمپ پر لور روان دي. هغه کمپ چې د موریا د مهاجرو د پنډغالي پر ځای جوړ شوی دی.
۲/ مریم او میړه یې د هغو پناه غوښتونکو په ډله کې دي چې د یونان د پولیسو له خوا د نوي کمپ پر لور په حرکت کې ول. هغوی ځانونه په ځنگل کې پټ کړل، خو بالاخره یې تصمیم ونیوه چې نوي کمپ ته لاړ شي.
۳/ مریم دویچه ویله ته وویل «مجبوره یو هلته لاړ شو. گواښ یې کړی دی چې زمونږ د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه به له منځه یوسي او نور مونږ سره مرسته نه کیږي. زه يو یو میاشتنی ماشوم لرم. شېدې نه لرم چې ورته یې ورکړم. باید لږ تر لږه د سرپناه له پاره یوه خیمه ولرم.»
۴/ په لیسبوس کې د یونان د مهاجرو چارو وزارت د مطبوعاتي مسئول په خبره د شنبې ورځې تر ماښامه تر ۹۰۰۰ ډیر مهاجر له موریا کمپ څخه په نوي کمپ کې ځای پر ځای شوي دي چې د ۲۴۰ تنو د کرونا معاېنه یې مثبته وه.
۵/ نوی کمپ له تر ۱۲۰۰۰ د ډیرو کسانو له پاره جوړ شوی دی. د ډير شمیر خیمو له پاره یوازې درې یا څلور سیاره تشنابونه ایښودل شوي دي. چارواکو ویلي دي چې پر کرونا ویروس اخته کسان به تر یوې مودې پورې قرنطین کې پاتې کیږي.
۶/ چارواکو ویلي دي چې پر کرونا ویروس اخته کسان به تر یوې مودې پورې قرنطین کې پاتې کیږي.
۷/ تر اوسه پورې شپږ تنه افغان مهاجر د موریا کمپ سوځیدنې په قضیه کې نیول شوي دي. څلور تنه یې چې عمرونه یې تر ۱۸ پورته دي په رسمي ډول تورن شوي او د لیسبوس امنیتي او قضایې ادارو ته سپارل شوي دي.