1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا په مهاجرو کې افراطيان هم اروپا ته روان دي؟

۱۳۹۴ شهریور ۲۶, پنجشنبه

په دې وروستيو کې داسې آوازې دي چې زورزياتي ته لېوال افراطيان کېدای شي د کډوالو په جامه کې اروپا ته ځانونه ورسوي. خو شنونکي وايي چې د دې امکان ډېر لږ دی.

https://p.dw.com/p/1GXN6
Deutschland Dschihadisten Archiv 2012
انځور: picture-alliance/dpa

سياستوالو له اوونيو راهيسې ويلي دي چې د وينو تږي افراطيان به په پټه د کډوالو په منځ کې اروپا ته داخل شي. آن پاپ فرانسيس په دې اوونۍ کې داسې څرګندونې کولې.

دا په داسې حال کې ده چې د څېړونکو په خبره دا کار امکان نه لري، خو د داعش په شان ډلي له ډېرو پرمختللو امکانات کاروي، څو اروپا ته ورسيږي او بريدونه وکړي.

د ترهګرۍ او پاڅون د مرکز شنونکي، ماتيو هېنمن، وايي چې «اصلي خبره دا ده چې په دغه ډله کې ډېر داسي جنگيالي شته چې د اروپايي ټولني پاسپورټونه لري او په عادي صورت کې هم اروپا ته بېرته ستنېدای شي.» ده زياته کړه چې له دې لارې د افراطيانو موندل او درک لګول هم آسانيږي، په داسې حال کې چې د يو کډوال په هکله څېړنه چې آيا دی له افراطي ډلو سره ارتباط لري، که نه، تقريبا غيرممکن برېښي.

هېنمن د فرانسې خبري اژانس ته وويل چې «دا اوسمهال په لويديځه اروپا کې د امنيتي چارواکو له پاره تر ټولو ستونزمنه امنيتي اندېښنه ده.»

جهاديان د کډوالو په منځ کې اروپا ته نه راځي

د اروپايي ټولنې د تروريزم ضد چارو مشر، ګيلس د کېرچوف په مارچ مياشت کې حتی د اروپا په بهرنيو پولو کې د زياتې بيدارۍ غږ کړی وو. ده وويل چې «ډېره آسانه ده چې اروپايي ټولنې ته سړی د کډوالو له يوې لويې ډلې سره یو ځای داخل شي.»

دا چې سږ کال څه باندې ۴۳۰۰۰۰ کډوال د مديترانې سمندر له لاري اروپا ته ځانونه رسوي، نو ښي اړخو سياستوالو دغه ګواښ تل تکراروي. د فرانسې يوه استخباراتي چارواکي د نوم نه څرګندېدو په شرط ويلي دي چې «په دې پړاو کې موږ هيڅ داسې نخښه نه وينو چې جهاديان دې له عادي کډوالو سره ګډ شوي وي.»

هغه زياته کړه چې «صحيح ده چې جهاديان په زياتېدونکې کچه له ځمکنيو لارو کار اخلي څو ونه ليدل شي»، خو له بلې خوا هغوی «کافي مالي امکانات» لري چې له نورو لارو اروپا ته ننوځي.

ډېرو هغو کسانو چې په اروپا کې يې ترهګر بريدونه تر سره کړي دي، اروپايي پاسپورټونه درلودل، لکه فرانسوي تبعه، مهدي نېموشه، چې د ۲۰۱۴ م کال په می مياشت کې يې په پروکسل کې پر يهودي موزيم بريد وکړ.

آلان شوېت، چې د فرانسې د DGSEاستخباراتي ادارې پخوانی مشر دی، وويل چې د جهاديانو له خوا ځان د کډوالو په منځ کې د پټېدلو ګواښ، «بې بنسټه خبره ده. دا هسې حماقت دی.»