1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا ناټو له بحرانونو سره مخامخ ده؟

۱۳۹۸ فروردین ۱۴, چهارشنبه

۷۰ کاله ترمخه د اروپا او شمالي امريکا دولسو هيوادونو ناټو جوړه کړه. خو نن یې په اړه په تيره بيا ولسمشر دونالد ترمپ شکونه څرگندوي چې آيا د تاريخ دا تر ټولو کامياب پوځي ائتلاف به راتلونکی ولري او که نه؟

https://p.dw.com/p/3GAZM
Trump beim NATO Gipfel in Brüssel
انځور: Reuters/R. Krause

د ناټو يوه پخواني په خټه بريتانوي عمومي منشي لورد هاستنگز اسمای، يو وار په يوه غير رسمي غونډه کې ويلي ول چې ناټو په دې موخه په اروپا کې ده چې «روسان دباندې، امريکايان دننه او آلمانان کښته وساتل شي.» په دې سره نوموړي د لومړيو کلونو هغه نظر چې ډېر خپور وو، بيان کړ: هغه وخت له دويمې نړيوالې جگړې څخه چې آلمان پيل کړې وه، ډېر وخت نه وو تير شوی، روسیې د آلمان د ختيځ په گډون د اروپا ټولې شرقې برخې کنترولولی او امريکايان په دې فکر کې ول چې آیا اروپا يو ځل بيا ځانته پريږدي او په دې توگه یې احتمالاً د روسیې لا زيات نفوذ ته پريږدي او که څنگه؟

خو آلمان ډېره موده «کښته ونه ساتل» شو، لږ تر لږه لويديځه برخه یې: د آلمان فدرالي جمهوريت ډېر ژر دومره باور په لاس راوړ چې په ۱۹۵۵م کال د ناټو غړی شي، په داسې حال کې د آلمان ديموکراتيک جمهوريت يا «ډي ډي آر» د «وارسا تړون» چې روسیې پکښې ډېر نفوذ لاره، برخه شو.

Bonn Ernennungszeremonie der ersten 101 Bundeswehr Soldaten
آلمان په ۱۹۵۵م کال کې په ناټو کې شامل شوانځور: picture alliance/akg-images

دغه سړې جگړې کابو۴۰ کاله دوام وکړ. وضعيت ترنگلې خو باثباته وو. په ۱۹۸۸م کال کې له پخواني شوروي اتحاد سره د بې وسلې کولو د خبرو اترو پس منظر پر وړاندې د امريکا پخواني ولسمشر رونالد ريگن ته دا مهمه وه چې ټينگار وکړي چې واشنگټن تل د اروپايانو گټې په نظر کې لري: هغه وويل: «زما له پاره په لومړي قدم کې د شمالي امريکا او اروپا ترمنځ د يوه سالم او قوي مشارکت ساتل ډېر مهم دي. موږ به هیڅکله د دې مشارکت گټې له روسیې سره د يوه تړون قرباني نه کړو.»

نوي بحرانونه

په ۱۹۸۹ او ۱۹۹۰م کلونو کې وضعيت بيخي بدل شو. کمونیزم له منځه ولاړ او شوري اتحاد مات شو. د دويمې نړيوالې جگړې گټونکو د ناټو د غړي په توگه د آلمان بيرته يوځای کيدل ومنل. د سترې اروپا رامنځته کيدل په دې معنا ول چې د څو کلونو په اوږدو کې د «وارسا تړون» زياتره پخواني دولتونه لکه پولند، رومانيا، او يا بالتيک هېوادونه په ناټو کې شامل شول.

خو اوسمهال سړې جگړې ته ورته يو وضيعت رامنځته شوی دی. روسيه په ناټو کې د اروپا د ختیځو هيوادونو د شامليدو او هلته یې د فعاليتونو له امله په انديښنه کې ده او ځان په وسلو سنبالوي. دا کار د ناټو د لمن د پراخيدو مخي ته خنډ دی. گرجستان او اوکراين دمگړۍ په اروپا کې د شامليدو په اړه ډېر هيله مند بايد نه وي، ځکه ناټو نه غواړي چې نوي بحرانونه کور ته راوړي.

بحرانونه، چې ناټو يې لا دمخه هم لري. دغه ائتلاف له ۱۹۹۰مې لسیزې راهیسې هغه کړکيچ ځپلو سيمو ته هم پښه اوږده کړې ده چې له ائتلافه دباندې دي. په آلمان کې دا کار د سختو بحثونو سبب وگرځيد، خو دمگړۍ آلمان په يو شمير بهرنيو ماموريتونو لکه په افغانستان او بالکان کې پراخه ونډه لري.

Afghanistan Kabul Bundeswehr Soldat Frau in Burk a
په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې د آلمان عسکرانځور: picture-alliance/dpa/A.Niedringhaus

په خپل اويا کلن تاريخ کې دا ائتلاف له يوازې يوې داسې قضیې سره مخامخ شوې چې ټولو غړو هيوادونو د يوه داسې هيواد په شریکه توگه دفاع ته ور ودانگل چې د يوه بل هيواد له خوا تر بريد لاندې نيول شوی وو. دا په امريکا متحده ايالاتو کې د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د ۱۱ پېښې وې. خو د دې پر پايلو داسې يو شديد بحث رامنځته شو چې ناټو یې څو کاله سره ويشتلې وه.

له ترمپ سره هر څه بدل شول

دوه کاله تر مخه ولسمشر دونالد ترمپ واک ته تر رسيدو راهيسې ناټو يو وار بيا تر فشار لاندې ده. ترمپ په کراتو کراتو د ناټو هدف يا معنا او د ډله ایز مسئوليت مکلفيت تر پوښتنې لاندې راوستی. په ۲۰۱۸م کال کې هغه دا پوښتنه مطرح کړه چې ولې امريکا بايد د مونتنگرو په شان يوه کوچني هيواده دفاع وکړي او د «دريمې نړيوالې جگړې» خطر رامنځته کړي.

ترمپ په تيره بيا پر آلمان تل دا تور لگوي چې په دفاعي بودجه کې یې ونډه کمه ده.

  (B.S/ N.Z) Christtoph Hasselbach