1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا له آلمانه د مهاجرو پر ايستلو فکر کيږي؟

۱۳۹۴ مهر ۲۹, چهارشنبه

د «بيلد» په نوم آلمانۍ ورځپاڼي د رپوټ له مخې د آلمان حکومت غواړي په راتلونکې کې نه منل شوي پناه غوښتونکي حتي په پوځي الوتکو کې خپلو هيوادونو ته په چټکۍ سره واستوي.

https://p.dw.com/p/1Gs7Z
انځور: picture-alliance/APA/B. Gindl

بيلد ورځپاڼي د حکومتي سرچینو په حواله د مهاجرو د پناه غوښتني د چټکي ارزوني او د رد شوو مهاجرو د بیرته لېږلو په هکله رپوټ ورکړی دی.

ویل شوې دي چې د سه شنبې ورځي تر غرمې وروسته د آلمان د صدارعظمۍ دفتر د یو تلیفوني کنفرانس له لاري په ایالتونو کې د دولتي شورا گانو مشرانو ته د دغه پروگرام په هکله خبر ورکړی دی.

د دغه رپوټ پر بنسټ مرکزي حکومت او ایالتي حکومتونه غواړي په راتلونکو اونیو کې د هغو کسانو شمیر زیات کړي چې بیرته خپلو هیوادونو ته استول کیږي.

د دې کار له پاره حکومت په پلان کې لري چې د کډوالو له اصلي هیواد سره لنډي او واضح خبري وکړي. البته د هغو کسانو نومونه مخکې تر مخکې نه اعلانیږي چې له آلمان څخه ایستل کیږي، څو دوی د پټیدو او یا له ایستل کیدو څخه د ځان ساتلو چانس پیدا نه کړي.

دا راپور په داسي حال کي خپريږي چې برلين تلاښ کوي داسي عملي لاري چاري ومومي چې د مهاجرو د خراج پروسه چټکه او د هغو ايالتونو د اوږو بار کم شي چې ډېر مهاجر ورته راغلي دي.

د آلمان حکومت آټکل کوي چې سږکال به تر ۸۰۰ زره زيات مهاجر دغه هيواد ته ورسيږي.

که څه هم د آلمان خبري آژنس داسي راپور خپور کړی دی چې د «بيلد» ورځپاڼي راپور تائيدوي، خو د دغه هیواد د دفاع وزارت يوه وياند بيا له فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کي د دغو ادعاو په اړه تعجب کړی او ويلي ئې دي: «دغه شان پرېکړه زموږ له پاره نااشنا ده.»

که څه هم چې اروپا ته ډېر مهاجر له هغو هيوادونو رسېدلي چې وسله والي جگړې پکښې رواني دي، خو بيا هم داسي فکر سته چي د دغو کډوالو ډېره برخه اقتصادي مهاجر دي او په دې سره ئې نو د ايستلو خطر ډېريږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب