1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا روسيه لا ډېر کروز توغندي هم لري؟

۱۳۹۷ بهمن ۲۱, یکشنبه

هغه د متحده آيالاتو له خوا د «آی ان اف» له تړون څخه د وتلو اصلي علت وو: د اس اس سي ۸ په نوم روسي کروز توغندي. د آلمان د «اف ای اس» ورځپاڼې په حواله مسکو د اوسنيو معلوماتو خلاف لا زيات دغه ډول توغندي په اختيار کې لري.

https://p.dw.com/p/3D4kN
Russland Mittelstreckenrakete SSC-8
انځور: picture-alliance/dpa/P. Golovkin

د آلمان «فرانکفورتر آلګېماينه زونتاګس څايتونګ» يا اف ای اس د غربي استخباراتو د داسې يوه چارواکي په حواله چې نوم يې نه دی اخيستل شوی، راپور ورکوي چې د روسيې په سويل کې د کاپوستين يار په نوم د ازموينو په يوه ساحه کې د روزنې د يوه کنډک تر څنګ په کاميشلوف کې يو بل کنډک او سربېره پر دې دوه نور داسې ځايونه هم شتون لري چېرته چې د منځني واټن اس اس سي ۸ توغندي ساتل کيږي: هغه د شمالي اوسيتيا موسدوک او مسکو ته څېرمه د شويا په نوم ځايونه دي. د شويا په هکله متحده آيالاتو د ورځپاڼې د راپور په حواله خپلو د ناټو متحدينو ته په لومړي ځل د تېر کال په دويمه نيمايي کې خبر ورکړی وو. 
د ورځپاڼې په حواله اوس داسې ويل کيږي چې څلور واړه ياد روسي کنډکونه هر يو څلور ټايرلرونکي داسې عرادې لري چې هره يو بيا څلور دغه ډول توغندي له ځانه سره ګرځوي. په پايله کې روسيه لږ تر لږه ۶۴ اس اس سي ۸ ډوله توغندي لري چې يا په يوې عادي سرخولۍ يا په يوې اتومي سرګلولې سمبالېدای شي. د اتومي خولۍ لرونکو کروز توغنديو واټن ۲۳۵۰ کيلوتره په ګوته شوی دی. د ورځپاڼې په حواله يوه عادي ۵۰۰ کيلوګرامه وزن لرونکې سرګلوله ۲۰۰۰ کيلومتره واټن وهلی شي. 

يوازې ۴۸۰ کيلومتره واټن؟

د ناټو په اند دغسې توغندي او مهمات د آي ان اف د بې وسلې کولو له تړون څخه سرغړونه ده چې متحده آيالاتو دغه تړون له دې کبله لغوه کړی هم دی. روسيې چې د آي ان اف تړون څخه د سرغړونې تور ردوي، همداراز دغه تړون ځنډولی دی.
دغه تړون په ۱۹۸۷ کال کې د پخواني امريکايي ولسمشر رونالد رېګان او د شوروي د دولتي مشر، ميخايل ګورباچف له خوا لاسليک شوی وو. هغه د داسې اتومي توغنديو يا کروز راکټونو جوړول او درلودل منع کوي چې له ځمکې څخه پورته کيږي او له ۵۰۰ څخه تر ۵۵۰۰ پورې کيلومتره واټن وهلی شي. روسيه ادعا کوي چې يادې وسلې يې يوازې ۴۸۰ کيلومتره واټن وهلی شي. 
د اوسنيو شرايطو له مخې ختيځه او شمالي اروپا د دغه سيستم له طرفه اغېزمن او په نخښه کېدای شي، چې په دې کې مرکزي اروپا او آلمان هم راځي. د اف ای اس يا فرانکفورتر آلګېماينه زونتاګس څايتونک ورځپاڼې په حواله دغه سيستم په يوه بېړني حالت کې د لويديځ په لور هم متوجه کېدای او بيا ټوله اروپا له پرتګال پرته ګواښلی شي. 

Russland 9M729 Rakete in Kubinka
روسيې دغسې توغندي تېره مياشت نندارې ته وړاندې کړلانځور: picture-alliance/dpa/S. Bobylev

له نوې تسليحاتي سيالۍ څخه وېره 

د آلمان د اقتصاد وزير، پېتر آلتماير، د آي ان اف په نوم تړون د ناکامېدو له کبله د دې غوښتنه کوي چې ټول انتخابونه بايد موجود وي، حتی د زياتو وسلو د لاس ته راوړلو. آلتماير د «وېلت آم زونتاګ» ورځپاڼې ته وويل: «زه په دې باور لرم چې امريکايان او روسان به به پای کې توافق ته ورسيږي. خو زه دا کار غلط بولم چې ځينې کسان بيا د نورو وسلو د لاسته راوړلو خبره له پيله ردوي. دا به زموږ د خبرو اترو موقف تضعيف کړي.»
د آلمان د بهرنيو چارو وزير، هايکو ماس، په وار وار په اروپا کې د منځني واټن د توغنديو د ځای پر ځای کولو پر ضد نظر ورکړی وو. کارپوهان د آي ان اف تړون په لغوه کېدو کې د نوې تسليحالتي سيالۍ د شروع کېدلو اصلي زيګنال يا نخښه نښانه ويني.