1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا د ځمکې تودوخه د ناروغتياو په خپريدو کې نقش لري؟

۱۳۹۶ آبان ۹, سه‌شنبه

د وينې زبیښونکي حشراتو له لارې سرايت کونکي ناروغۍ مخ پر خپريدو دي. میاشي د يوې اقليمې ساحې څخه بلې ته کوچ کوي او له ځانه سره د ناروغتياو عامل هم انتقالوي. افراطي او شديد موسم د دوی کار آسانوي.

https://p.dw.com/p/2mo2s
Malaria Mücke
انځور: picture alliance/blickwinkel/Hecker/Sauer

کابو لس کاله مخکې آسيايي حيواني غوماشې «ايدس البوپکتوس» آلمان ته رسيدلی وو. هغه مهال د هايدلبيرگ د پوهنتون څيړونکو دغه وينه زبیښونکې مياشی په لومړي ځل د راين سيند پر غاړه د حشراتو په يوه دام کې موندلی وو. د هغه راهيسې دغه مياشې د آلمان په جنوب لويديځ کې ډير په چټکۍ سره خپور شو. ويروس پیژوندونکی او د پارازيتي ناروغيو کارپوه نوبیرت بيکر وايي: «په ۲۰۱۵م کال کې په لومړي ځل په فرايبورگ ښار کې ډيري کسان په خپلو باغچو کې د دغه مياشې له خوا وچيچل شول. دا کسان د ورځې له خوا وچيچل شول. ځکه حيواني میاشې د ځايي مياشو برعکس د ورځې فعال وي.»

دی زياتوي چې د آلمان په نورو ښارونو لکه هايدلبيرگ، کارلسروهه، او زنهايم کې هم دغه مياشې لیدل شوي او شمال ته د خوزيدو په حال کې دي.

حيواني مياشې يوازې دا نه چې چيچل کوي بلکې کولای شي خطرناک ويروسونه هم انتقال کړي. لکه زيکا، ډينگي او يا شيکونغونيا. دا ويروسونه لا په آلمان کې نه شته خو مياشې یې شته او په دې توگه د يوې ساري ناروغي د رامنځته کيدو خطر ډير لوړ دی.

مياشي د تجارتي ترافيک له لارې انتقاليږي

د مديترانې په سیمه کې د مثال په توگه په هسپانيا، کرواشيا او يا د فرانسې په جنوب کې د حيواني مياشي د ميکروبي ناروغۍ پيښې ليدل شوي دي. ځکه په دې سیمه کې د تجارتي سامانونو ليږد را ليږد د دې مياشي په خپريدو کې ډير مهم نقش لوبوي.

حيواني مياشې لا په ۱۹۷۰مه لسيزه کې اروپا ته راغلی وو. لومړی په البانيا کې ليدل شوی وو او احتمالاً له چين څخه د تجارتي سامان سره دغلته رسيدلی وو. خو د دغه هيواد د سياسي انزوا له وجې لومړی تر همدې ځايه محدود پاته شو.

Flash-Galerie Krankheit Malaria
د ملاريا عامل په وينه کېانځور: picture-alliance/dpa/Klett GmbH

وروسته بيا د ترنگلتياو تر کميدو وروسته یې د اېتالیې گينوا ته لاره پيدا کړه. د دې مياشي هگۍ او لاروا ښايي د موټرو له ټايرونو سره ليږدول شوي وي. د ۲۰۰۰م کال راهیسې حيواني مياشې د مديترانیې سمندرگي پر غاړه د کانتينرونو او استوگنې د موټرونو پر چتونو او په کښتيو کې تر هسپانیې ورسيده.

د حرارت لوړه درجه د مياشو او ويروسونو له پاره ښه ده  

د حيواني مياشي سره ويروسونه هم راغلل: د مديترانې په حوزه کې د هسپانیې نه نيولې تر کرواشيا پورې د ډينگي تبې ځيني پيښې ليدل شوي دي. خو په سږني دوبي کې په اېتاليا کې د چيکنگنيا ويروس ډير په شدت سره خپور شو. دا ويروس چې عربي نوم شيکونغونيا دی، د سختې تبې باعث کيږي. د «ګرمسيرو سيمو د طبابت د بیرنهارت نوخت انستيتويت» څخه يونس شمت چانست وايي: «په دوبي کې دلته د حرارت درجه ډيره لوړه وي.» دی زياتوي: «دا د ويروسو په خپريدو کې مرسته کوي. کابو ۳۰۰ تنه په دې ويروس اخته شوي دي.»

په گرمه هوا کې مياشي او ويروسونه ډير زياتيږي. شمت چانست زياتوي: «د ويروسونو له پاره د حرارت د درجې يوه کچه معلومه ده. تر ۳۰ درجو لوړ حرارت ورته ډير ښه دی. دوی په دې هوا کې د مياشو په وجود کې د ۱۸ او ۲۱ درجو په پرتله ډير په چټکې سره زياتيږي.»

د هوا تودوخه يو مهم فکتور دی

د مياشو او د دوی د ويروسونو له پاره د ځمکې د دوخې د درجې په کرار کرار او په اوسط ډول يو څو سنټی گراد لوړيدل ځانګړی نقش لري. هغه ځيني موسمي پيښې هم ډير مهمې دي چې په اصطلاح د پارازيت او د هغوي د پاتوژن د خپريدو له پاره لاره هواروي. د اقليم د بدلون سره دغه ډول شديده هوا او دا ډول طبيعي پيښې هم زياتيږي.

Interview Jean-Pierre Kouadis
انځور: picture-alliance/dpa

شمت چانست وايي: «د گرمۍ څپې څرگنده ده چې د ویروسونو په گټه دي. په اږدو وچو او گرمو موسمونو کې مياشي زياتيږي او څومره چې مياشي زياتيږي هومره ورسره ويروسونه هم زياتيږي.»

ملاريا لوړو پرتو سيمو ته انتقاليږي

ملاريا ويروسي ناروغي نه ده. دا د يوه حجره لرونکي پارازيت، په اصطلاح د پلازموډيم له لارې انتقاليږي. دا هم هغه وخت ډير په چټکه توگه زياتيږي چې هوا توده وي. يوازې د څو درجو لوړيدل بسنه کوي چې د ملاريا  د عامل د ناروغتيا د رامنځته کولو ټولې مرحلې سر ته ورسيږي.

طبي کارپوه شمت چانست وايي: «پلازموديم ـ ويواکس چې په انسانانو کې د ملاريا د ناروغۍ سبب کيږي، په ۱۶ درجو کې ۳۸ ورځو ته په ۲۰ درجو کې ۱۷ ورځو او په ۳۰ درجو کې يوازې ۷ ورځو ته اړتيا لري.»

همدا اوس د افريقا په لوړو پرتو هغو سیمو کې د ملاريا پيښې زياتې شوي دي چې مخکې له دې ناروغۍ خوندي وې. ښه مثالونه یې د کينيا پلازمينه نايروبي، د ايتوپيا يا حبشې پلازمينه اديس آبابا او ماداګاسکر دي.

شمت چانست وايي: «دا په دې معنا ده چې اقليمي بدلون د ملاريا د عامل او مياشې په چټکۍ سره پر خپريدو کې ډيره زياته اغيزه لرلای دی.»