1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا د يونان په موریا مهاجر کمپ کي داعشيان سته؟

۱۳۹۷ مهر ۱۲, پنجشنبه

ویل کیږي چي د یونان د ليسبوس جزیرې په موریا کمپ کي د داعش یوه ډله د کمپ اوسیدونکي سخت زهیروي او د مذهب تر نامه لاندي جنايي اعمال کوي. د دويچه ويله دوو خبریالانو د حقیقت موندلو پخاطر دغه کمپ ته سفر کړی دی.

https://p.dw.com/p/35ybe

د یونان د لېسبوس جزیرې موریا کمپ د اروپا تر ټولو خراب کمپ دی. دلته تر ۸۰۰۰ زيات انسانان په ډیرو تنگو ځایو کي ژوندکوي. خو یوازني هغه څه چي دلته کار ورکوي، هغه جنايي اعمال دي: مخدره مواد، بدلمني او تشدد. له یوڅه وخت راهیسي په مخ پر ډیریدونکي ډول سره د سوریې د «دیر الزور» څخه مهاجر دغه کمپ ته راځي. دغه ښار ته د داعش د وروستي اصلي مرکز په سترگه کتل کیږي. او معلومیږي، چي له هغه راهیسي په کمپ کي جنايي اعمال ډیر سوي دي. ويل کيږي چي د سوریایانو یو مشخص گروپ هلته د غیر قانوني معاملو لویه برخه په لاس کي اخیستې ده. هغه څوک چي له هغوی سره نه ملگرئ کیږي او یا یې په مقابل کي دریږي، باید پر وهلو - ټکولو باندي حساب وکړي، او حتی په مرگ باندي تهدیدیږي. دغه ډله د خپلو اعمالو د قانوني جنبه ورکولو له پاره پر شریعت باندي تکیه کوي. او همیشه ډیریدونکي دیوالي رسامۍ او نقاشۍ د داعش د قدرت ښکارندويي کوي. د یونان چارواکي څه نه کوي. نو آیا په موریا کمپ کي د داعش جنگيالي سته؟ که دا خبره سمه وي، نو د هغوی فعالیت څه ډول دی، چي په مخ پرډیریدونکي ډول سره د«داعش» تر نامه لاندي جنايي اعمال سرته رسوي؟ خبریالان بشیر عمرون او ماریل مویلر د حقیقت پیدا کولو په خاطر دغه کمپ ته سفر کړی دی.