1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا د ولسمشرۍ دوهم پړاو ټاکنو ځنډ د واک تشه رامنځته کړې ده؟

محمد اسماعيل شاکر۱۳۹۳ خرداد ۶, سه‌شنبه

د افغانستان د حقوقپوهانو سرتاسري ټولنه وایې چي د اساسي قانون له مخې د ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنې باید پر خپل وخت ترسره شوي وای او د دغو ټاکنو ځنډول له قانون څخه ښکاره سرغړونه ده.

https://p.dw.com/p/1C7oV
انځور: Reuters

د اساسي قانون یوشپېتمه ماده وایې: «د جمهوري رئیس وظیفه تر انتخاباتو وروسته د پنځم کال د غبرګولي پر لومړۍ نېټه پای ته رسیږي.» خو اوس د غبرگولي۶مه نېټه ده او د ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنو د مهال ویش له مخې به د دغو ټاکنو وروستۍ پایلې د چنګاښ یا سرطان پر ۳۱ مه نېټه اعلانیږي.

د افغانستان د حقوقپوهانو سرتاسري ټولنې مرستیال محمد آشرف رسولي د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۴کال د مۍ ۲۷) په کابل کې خبري غونډې ته وویل د ټاکنو دویم پړاؤ ځنډول د اساسي قانون له حکمونو ښکاره سرغړونه ده:

«په اساسي قانون کې ښکاره ویل شوي دي چې کله هیڅ کاندېد ۵۰ جمع یو سلنه رایې ترلاسه نه کړي، نو تر وروستیو پایلو وروسته په دوو اونیو کې باید دویم پړاو ټاکنې ترسره شي، خو ټاکنیزو کمېسیونونو په ځای د دې چې د اساسي قانون حکمونه رعایت کړي ټاکنې یې یوه میاشت وځنډولې چې دا په جدې توګه د اساسي قانون د ۶۱ مادې د حکمونو خلاف عمل دی.»

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکې وایې، د ځینو ستونزو پر بنسټ یې ونه شو کړای چې د ولسمشرۍ دویم پړاؤ ټاکنو له قانون سره سمې ترسره کړي.

د دغه کمېسیون ویاند نورمحمد نور وایې ددغو ستونزو هواري ډیر وخت ته اړتیا درلوده:

«د ستونزمنو لارو پر بنسټ د ټاکنو خپلواک کمېسیون ډير وخت ته اړتیا لرله او له فني اړخه هم ناشونې وه چې په دوو اونیو کې ټاکنې ترسره شي له همدې امله ډیر وخت ته اړتیا درلوده او دا مسله مو له بیلابیلو بنسټونو چې په قوانینو پوهیږي مطرح کړې وه او په پای کې دې پایلې ته ورسیدو چې د ولسمشرۍ دویم پړاؤ ټاکنې د غبرګولي پر ۲۴مه نېټه ترسره کړو.»

اوس پوښتنه داده چې تر ټاکنو وروسته د پنځم کال د غبرګولي له لومړۍ نېټې څخه چې نن یې ۶مه نېټه ده آیا د ولسمشر کرزي د کار دوام ناقانونه دی؟

یا دا چې له دې نېټې وروسته په افغانستان کې د واک تشه رامنځته شوې؟
د ولسمشر حقوقي بورډ رییس نصرالله ستانکزی په دې اړه دوچه ویله آلمان غږ راډیو ته وویل:

«د اساسي قانون په ۶۱مه ماده کې ویل کیږي چې جمهور رئیس د پنځم کال د غبرګولي له لومړۍ نېټې تر انتخاباتو وروسته واک نوي جمهوررئیس ته انتقالوي له بلې خوا نوی جمهور رئیس هغه مهال جمهور رئیس دی چې د تحلیف مراسم یې پرځای کړي او اوسنی حالات د اساسي قانون له مخې غیر قانوني نه دی ځکه د انتخاباتو نتجه تراوسه اعلان شوې نه ده.»

ټاکل شوې ده چې د ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکني د غبرګولي پر ۲۴مه نېټه ترسره شي.